ایران خبرداری ورکړی چې که د انرژۍ تاسیسات یې په نښه شي هرمز تنګی به بشپړ وتړي

ایران ویلي چې که د امریکا ولسمشر د دوی د انرژۍ تاسیساتو له منځه وړو په تړاو خپل ګواښونه عملي کړي، هرمز تنګی به په بشپړه توګه وتړي. ټرمپ ویلي و چې که ایران هرمز تنګی په ۴۸ ساعتونو کې په بشپړه توګه خلاص نه کړي، د برېښنا فابریکې به یې له منځه یوسي.
