• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د اورګاډو ادارې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د مارچ پر۲۳ مه د یوې ورځې لپاره له کویټې څخه د ټولو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی. له پېښوره کویټې ته تلونکي اورګاډي هم له جېکب اباد څخه لغوه شوي دي.

د مارچ ۲۳مه د پاکستان د جوړېدو ورځ ګڼل کیږي.

په پاکستان کې یاده ورځ د دغه هېواد د ورځې په توګه هر کال نمانځل کیږي ، خو سږ کال د امنیتي لاملونو له مخې دا ورځ په رسمي مراسمو نه نمانځل کیږي.

تېر کال د مارچ پر۱۱ مه نیټه د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس اورګاډی بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې له۴۵۰ مسافرو سره برمته کړی و او په دې پیښه کې ۵۰ کسان مړه او له سلو زیات ژوبل شوي وو.

په بلوچستان کې اورګاډي وخت ناوخته د بلوڅ بیلتون پالو تر بریدونو لاندې راځي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې څلور تنه وژل شوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۰

د غزې په منځنۍ برخه کې په نصیرات کمپ کې د پولیسو پر یو موټر د اسراییل د هوايي برید په پایله کې درې کسان ووژل شول. روغتیايي چارواکو ویلي، چې په شمالي غزه کې هم په یوه برید کې یو کس وژل شوی.

روغتیايي کارکوونکو او د پولیسو سرچینو ویلي چې په نصیرات کې وژل شوي درې کسان د حماس تر مشرۍ لاندې د پولیسو ځواک غړي وو. په برید کې لس نور کسان ټپیان شوي دي.

په ورته ورځ، د غزې په شیخ رضوان سیمه کې په یوه جلا هوايي برید کې یو تن وژل شوی، چې د فتح وسله‌والې ډلې محلي مشر ګڼل شوی.

د اسراییل پوځ ویلي چې دواړې پېښې په غور څېړي.

په اسلام اباد کې یو تن خپله ټیکټاکره مېرمن په ډزو وژلې ده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۰

مشهوره پاکستانۍ ټیکټاکره ثنا جاوید د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه. پولیسو وویل، چې شکمن وژونکي محمد صادق، چې د ثنا میړه و، هم د پېښې په ځای کې ځانوژنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د پښتو ژبې ټیکټاکره د خیبر پښتونخوا ایالت د اټک اوسیدونکې وه.

هغه په ​​ټیک ټاک کې له ۱.۲ میلیون څخه زیاتو پلویانو سره فعاله وه.

مېرمن ثنا ځینې وختونه په خپلو ویډیوګانو کې د افغانستان په ملي بیرغ جامو سره هم راښکاره کېده.

په ویډیو کې لیدل کیږي، چې د نوموړې خاوند له کوره راوځي او له موټر سره پر هغې ډزې کوي او په داسې حال کې، چې خواوشا یې ماشومان دي، وروسته خپله هم ځان وژني.

د اسلام اباد پولیسو وویل، چې دوی د پیښې له ځای څخه درې کارتوس او یوه تومانچه ترلاسه کړي دي.

چارواکو وویل، چې د ثنا میړه چې په اټک کې یو پخوانی پولیس افسر و، له وړاندې له دندې ګوښه شوی و.

ویل کیږي، چې دا پیښه د اسلام اباد په (اېچ ۱۱) سیمه کې د پولیسو مرکز ته نږدې شوې ده.

د ناټو سرمنشي: له ۲۰ ډېر هېوادونه په دې کار کوي چې هرمز تنګی پرانېستی وساتل شي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روټه وايي، د دغه پوځي تړون له شلو زیات غړي هېوادونه دا مهال په ګډه کار کوي چې هرمز تنګی پرانیستی وساتل شي. دغه تنګی د نړیوالو کښتیو لپاره حیاتي لاره ګڼل کیږي.

هغه په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې دا همکاري د امریکا د ولسمشر له لیدلوري سره سمه روانه ده او موخه یې دا ده چې د انرژۍ او سوداګرۍ نړیوال بهیر له خنډ سره مخ نه شي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېره یوه اونۍ کې یې څو ځله له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي او د امریکا احتمالي پوځي اقدام یې مهم بللی، ځکه د هغه په وینا، د ایران اټومي او توغندیز پروګرامونه د نړۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

هغه د امریکا او د ناټو د نورو غړو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې دا یوازې د ځینو هېوادونو پر فعالیت د نارضایتۍ څرګندونه ده، نه دا چې ژور اختلافات موجود وي.

د امنیت او سون توکو بحران؛ د پاکستان سوپر لیګ له نندارچیانو پرته په دوو ښارونو کې کیږي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ «سوپرلیګ» د منځني ختیځ وضعیت او سون توکو د بحران له امله له نندارچیانو پرته یوازې په دوو ښارونو، کراچۍ او لاهور کې، ترسره کیږي. د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي اعلان وکړ، چې مینه وال کولای شي د خپلو ټکټونو پیسې بېرته واخلي.

په لاهور کې د سیالۍ د پرانیستې مراسم هم لغوه شوي او د کوربه لوبغالو شمیر له شپږو څخه دوو ته راټیټ شوی دی.

محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«مینه وال کولی شي خپل ټکټونه [د ټکټونو پیسې] بیرته ترلاسه کړي او موږ د دې ستونزې لپاره له دوی څخه بښنه غواړو. موږ هیله لرو چې په سیمه کې وضعیت ژر تر ژره عادي شي.»

نقوي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم دی زیاته کړه چې دا پریکړه په لیګ کې له ګډون کوونکو ټیمونو سره له مشورې وروسته شوې ده.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خلکو غوښتي چې د سون توکو د بحران له امله خپل حرکتونه محدود کړي. د دې لپاره، ښوونځي تړل شوي، له کوره کار زیات شوی او د اختر رخصتۍ غځول شوې دي.

نقوي وویل: «له همدې امله، تر هغه چې دا بحران دوام ولري، لوبې به له نندارچیانو پرته ترسره شي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د ټیمونو د تګ راتګ کمولو لپاره به د لوبو مهالویش ساده شي او زیاته یې کړه:«موږ نه پوهیږو چې دا وضعیت به څومره دوام وکړي، مګر دا اړینه ده چې دا لیګ ترسره شي. دا یو نړیوال برانډ دی او بهرني لوبغاړي پکې دي. که موږ سیالۍ وځنډوو، نو په راتلونکي کې به یې د ترسره کولو لپاره مناسب وخت نه وي.»

روسیې له رغول شوي «بایکونور» فضايي مرکز څخه یوځل بیا توغندی وتوغاوه

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۰

روسیې اعلان کړی چې له «بایکونور فضایي مرکز» څخه یې یو توغندی فضا ته واستاوه او په دې توګه یې نړیوال فضایي تمځي ته د تګ وړتیا بېرته ومونده. دا لومړی ځل دی چې دغه مرکز دتېر کال له زیانمنېدو وروسته بیا کار ته چمتو کیږي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو باروړونکی توغندی چې اکمالاتي بېړۍ یې لېږدوله، په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شو او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته له نړیوال فضایي تمځي سره ونښلي. دغه فضايي بېړۍ خوراکي توکي، سون توکي او نور اړین وسایل له ځان سره لېږدوي.

دغه توغندویي مرکز تېر کال د یوې پېښې له امله سخت زیانمن شوی و.

هغه مهال یو بل توغندي چې درې ستورمزلي یې لېږدول، د توغېدو پر مهال ستونزه رامنځته کړه.

که څه هم عمله خوندي پاتې شوه، خو د توغولو ځای له کاره ولوېد او روسیه یې د څو میاشتو لپاره له مهمو فضایي امکاناتو بې برخې کړه.

کارپوهان وایي چې د دې مرکز بېرته فعالېدل د روسیې لپاره مهم پرمختګ دی.