• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن‌پوسټ: تهران د ډیپلوماسۍ لاره رد کړې ده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

واشنګټن‌پوسټ ورځپاڼې د څو ایراني او اروپايي چارواکو او یوه جګپوړي عربي مقام له قوله لیکلي، چې تهران د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکې لارې موندلو هڅې رد کړې دي، چې د امریکا او اسراییل له خوا پیل شوې ده.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې، چې ایران پر ګاونډیو هېوادونو خپل بریدونه ګړندي کړي او باور لري چې کولای شي د نړۍ اقتصاد ته د امریکا د رغونې له سرعت څخه په تېزه کچه ضربه ورسوي.
واشنګټن‌پوسټ د یوه ایراني ډیپلوماټ له قوله لیکلي، چې د ایران حکومت د هرمز تنګي په تړلو سره هڅه کوي، چې «د تېري کوونکو تېری» هغوی ته «خورا ګران» تمام کړي.
بلخوا، په خلیج کې مېشت یوه اروپايي ډیپلوماټ واشنګټن‌پوسټ ته ویلي: «تر څو چې دا حکومت پر پښو ولاړ وي، په سیمه کې به وېره خپروي او د تېلو او ګازو د بیو له لارې به نړۍوال بازارونه له اضطراب سره مخ کوي».
هغه زیاته کړه، چې دا اقدامات د اسلامي جمهوریت لپاره «د بریا په معنا» دي او هغوی د خبرو اترو مېز ته د ستنېدو لپاره هېڅ فشار نه احساسوي.
دغه ډیپلوماټ له ایران سره د امریکا او اسراییل د جګړې اقتصادي پایلې د متحده ایالاتو او د هغوی د اروپايي متحدینو لپاره «منځنۍ» وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دا فشار لا تر اوسه هغه بحراني حد ته نه دی رسېدلی چې په امریکایي لوري کې د مذاکرې لپاره فشار زیات کړي.
د یوه اروپايي چارواکي په وینا چې پخوا په ایران کې مېشت و، داسې ښکاري چې د اسلامي جمهوریت د جګپوړو چارواکو پرله‌پسې وژل کېدو په تهران کې مذاکراتو ته د ننوتلو انګېزه کمه کړې ده. هغه وویل، چې په ځانګړي ډول د علي لاریجاني وژل کېدو د خبرو اترو لرلید کمزوری کړی، ځکه هغه له هغو محدودو کسانو څخه و چې له لوېدیځ سره یې د تعامل وړتیا لرله.
واشنګټن‌پوسټ د یوه عربي مقام او څو اروپايي ډیپلوماټانو له قوله لیکلي، چې د قطر او عمان چارواکو تېره اوونۍ وروسته له هغه له تهران سره د اوربند د امکان په اړه تماسونه نیولي، چې دې پایلې ته ورسېدل چې د امریکا او اسراییل پراخ پوځي ځواک به په لنډمهال کې د ایران د حکومت په راپرځولو قادر نه وي.
اسلامي جمهوریت په ځواب کې ویلي، یوازې هغه مهال خبرو ته چمتو دي چې امریکا او اسراییل لومړی خپل بریدونه ودروي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: له روسیې سره د بندیانو د نوې تبادلې امکان شته

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۰
زېلېنسکي: له روسیې سره د بندیانو د نوې تبادلې امکان شته
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارو موندلو په تړاو له امریکايي لوري سره دوه ورځني مذاکرات پای ته رسېدلي او داسې نښې شته چې له روسیې سره د بندیانو تبادله وکړي.

تمه وه چې په متحده عربي اماراتو کې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په موخه مذاکرات وشي، خو دغه خبرې اترې د روسي پلاوي له ګډون پرته یوازې د اوکراین او امریکا د استازو ترمنځ ترسره شوې دي.
د دغو دوه ورځنیو مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وویل، چې دمګړی د واشنګټن ټول تمرکز د ایران او سیمې پر وضعیت دی، خو ټینګار یې وکړ چې د اوکراین جګړه هم باید پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې له مذاکراتو داسې ښکاري چې له روسیې سره به تبادله ترسره شي.

زېلېنسکي زیاته کړې: «داسې نښې شته چې د جنګي بندیانو نوې تبادله به ترسره شي، چې دا به په حقیقت کې یو ډېر ښه خبر او د دې پخلی وي چې ډیپلوماسي کار ورکوي. موږ هیله لرو چې دا هڅې پایله ورکړي».

نوموړي تر دې وړاندې پر خپلو متحدینو غږ کړی و، چې پر روسیې د بندیزونو فشار وساتي او د روسیې د تېلو پر ټانکرونو سخت ګامونه پورته کړي، تر څو مسکو د تېلو له عوایدو بې‌برخې شي.

عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰
عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی
100%

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد قاضیانو خپل «روح او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغه ویلي، پر ده د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتل کېږي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې هېواد [پاکستان] قاضیان باید پر خپل ځان وشرمېږي. موږ څو ځلي عدلیې ته مخه کړې، خو هغوی خپل روح د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغوی خپل صداقت هم پلورلی دی».

خان زیاته کړې، قاضیان پوهېږي چې ماتولی یې نه‌شي، نو پرې د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتي او په باور یې دغه چاره هم د همدې قاضیانو په اجازه ترسره کېږي.

عمران چې ځان په غیرقانوني ډول زنداني شوی پخوانی لومړی وزیر ګڼي له اډیالې زندان څخه خپلو زامنو ته په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې: «هغوی [قاضیان] څنګه له بُشرا بي‌بي سره د داسې غیرانساني چلند اجازه ورکولی شي، یوازې د دې لپاره چې پر ما فشار راوړي. هغه [بُشرا بي‌بي] په ۲۴ ساعتونو کې ټول وخت په یوازېتوب کې تېروي».

خان زیاتوي، ټاکل شوې په اوونۍ کې یو ځلي له خپلې مېرمنې بُشرا بي‌بي سره د ۳۰ دقیقو لپاره وګوري، خو په وینا یې ډېری اوونۍ دغه پرېکړه هم نه‌عملي کېږي.

د نوموړي په باور، په اسلام کې پر ښځو، ماشومانو او زړو ظلم کول ناروا دي او په وینا یې، د قاضیانو موخې ښکاره دي او دوی په یوې ټولنه کې د عدالت مسوول دي. هغه زیاتوي: «هغوی [قاضیان] باید پر خپل ځان وشرمېږي».

د روغتیا سازمان مشر: جګړه سوله نه‌راولي بلکې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰
د روغتیا سازمان مشر: جګړه سوله نه‌راولي بلکې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټيډرس ادهانوم په منځني ختیځ کې روانې جګړې ته په اشاره ویلي، جګړه سوله نه‌راولي، بلکې دا یوازې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي. هغه د مخاطب له څرګندولو پرته ویلي: «سوله غوره کړئ».

ټيډرس ادهانوم د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په منځني ختیځ کې جګړه یوه خطرناک پړاو ته رسېدلې او په وینا یې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې په ایران کې د نطنز د غني کولو پر مرکز او د اسراییل په دیمونا ښار کې چې اټومي تاسیسات په‌کې موقعیت لري، بریدونه شوي دي.

د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس د هغو پېښو په اړه څېړنه کوي، چې پرون د ایران په سوېل ختیځ او د اسراییل په دیمونا ښار کې راپور شوې وې. تر اوسه له ساحې بهر د غېر نورمال یا لوړې وړانګې د کچې هېڅ نښې نه‌دي لیدل شوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر زیاتوي: «پر اټومي سایټونو بریدونه د عامې روغتیا او چاپېریالي خوندیتوب لپاره مخ په زیاتېدونکي ګواښونه رامنځته کوي».

هغه وايي، د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د اټومي پیښې په صورت کې د عامې روغتیا له ګواښونو سره په اغېزناکه توګه د مبارزې په موخه د روغتیا نړۍوال سازمان په ۱۳ هېوادونو کې خپلو کارمندانو او د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته لازمې روزنې ورکړې دي.

نوموړي د خپل پیغام په پای کې ویلي: «زه له ټولو خواوو په کلکه غوښتنه کوم چې تر ټولو زیاته نظامي زغم وښیې او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اټومي پېښو لامل کېدای شي. مشران باید د کړکېچ کمولو ته لومړیتوب ورکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي».

د روغتیا د نړۍوال سازمان د مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړه روانه ده.

په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی
100%

د پاکستان د اورګاډو ادارې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د مارچ پر۲۳ مه د یوې ورځې لپاره له کویټې څخه د ټولو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی. له پېښوره کویټې ته تلونکي اورګاډي هم له جېکب اباد څخه لغوه شوي دي.

د مارچ ۲۳مه د پاکستان د جوړېدو ورځ ګڼل کیږي.

په پاکستان کې یاده ورځ د دغه هېواد د ورځې په توګه هر کال نمانځل کیږي ، خو سږ کال د امنیتي لاملونو له مخې دا ورځ په رسمي مراسمو نه نمانځل کیږي.

تېر کال د مارچ پر۱۱ مه نیټه د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس اورګاډی بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې له۴۵۰ مسافرو سره برمته کړی و او په دې پیښه کې ۵۰ کسان مړه او له سلو زیات ژوبل شوي وو.

په بلوچستان کې اورګاډي وخت ناوخته د بلوڅ بیلتون پالو تر بریدونو لاندې راځي.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې څلور تنه وژل شوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۰
په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې څلور تنه وژل شوي
100%

د غزې په منځنۍ برخه کې په نصیرات کمپ کې د پولیسو پر یو موټر د اسراییل د هوايي برید په پایله کې درې کسان ووژل شول. روغتیايي چارواکو ویلي، چې په شمالي غزه کې هم په یوه برید کې یو کس وژل شوی.

روغتیايي کارکوونکو او د پولیسو سرچینو ویلي چې په نصیرات کې وژل شوي درې کسان د حماس تر مشرۍ لاندې د پولیسو ځواک غړي وو. په برید کې لس نور کسان ټپیان شوي دي.

په ورته ورځ، د غزې په شیخ رضوان سیمه کې په یوه جلا هوايي برید کې یو تن وژل شوی، چې د فتح وسله‌والې ډلې محلي مشر ګڼل شوی.

د اسراییل پوځ ویلي چې دواړې پېښې په غور څېړي.