• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد قاضیانو خپل «روح او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغه ویلي، پر ده د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتل کېږي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې هېواد [پاکستان] قاضیان باید پر خپل ځان وشرمېږي. موږ څو ځلي عدلیې ته مخه کړې، خو هغوی خپل روح د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغوی خپل صداقت هم پلورلی دی».

خان زیاته کړې، قاضیان پوهېږي چې ماتولی یې نه‌شي، نو پرې د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتي او په باور یې دغه چاره هم د همدې قاضیانو په اجازه ترسره کېږي.

عمران چې ځان په غیرقانوني ډول زنداني شوی پخوانی لومړی وزیر ګڼي له اډیالې زندان څخه خپلو زامنو ته په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې: «هغوی [قاضیان] څنګه له بُشرا بي‌بي سره د داسې غیرانساني چلند اجازه ورکولی شي، یوازې د دې لپاره چې پر ما فشار راوړي. هغه [بُشرا بي‌بي] په ۲۴ ساعتونو کې ټول وخت په یوازېتوب کې تېروي».

خان زیاتوي، ټاکل شوې په اوونۍ کې یو ځلي له خپلې مېرمنې بُشرا بي‌بي سره د ۳۰ دقیقو لپاره وګوري، خو په وینا یې ډېری اوونۍ دغه پرېکړه هم نه‌عملي کېږي.

د نوموړي په باور، په اسلام کې پر ښځو، ماشومانو او زړو ظلم کول ناروا دي او په وینا یې، د قاضیانو موخې ښکاره دي او دوی په یوې ټولنه کې د عدالت مسوول دي. هغه زیاتوي: «هغوی [قاضیان] باید پر خپل ځان وشرمېږي».

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي ۹ ورځې نوره هم وغځېده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي، په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي د «ملي پرېکړو» په رڼا او د «امنیتي وضعیت» له امله غځول شوې ده. دغه رخصتي به د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې دوام وکړي.

د بلوچستان د اعلی وزیر مرستیال شاهد رند ویلي، روان وضعیت په دوامداره توګه ارزول کېږي او د راتلونکې تګلارې پرېکړه به د همدې ارزونو له‌مخې وشي.

د بلوچستان چارواکو همداراز له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو فعالیتونه دې په کورونو کې روان وساتي.

د ځايي مسوولینو په وینا، په بلوچستان کې تعلیمي ادارې د روانې مارچ میاشتې له نهمې راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ له شخړې او همداراز په پاکستان کې د نفتو د کموالي او د بیو د لوړوالي له امله ځنډول شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مارچ پر نهمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شته امنیتي وضعیت له امله د خیبر پښتونخوا په کُرم ولسوالۍ کې هم د شخصي تعلیمي مرکزونو په ګډون ټول تعلیمي مرکزونه ځنډول شوي او د بیا پرانېستنې د نېټې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د روغتیا سازمان مشر: جګړه سوله نه‌راولي بلکې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټيډرس ادهانوم په منځني ختیځ کې روانې جګړې ته په اشاره ویلي، جګړه سوله نه‌راولي، بلکې دا یوازې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي. هغه د مخاطب له څرګندولو پرته ویلي: «سوله غوره کړئ».

ټيډرس ادهانوم د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په منځني ختیځ کې جګړه یوه خطرناک پړاو ته رسېدلې او په وینا یې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې په ایران کې د نطنز د غني کولو پر مرکز او د اسراییل په دیمونا ښار کې چې اټومي تاسیسات په‌کې موقعیت لري، بریدونه شوي دي.

د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس د هغو پېښو په اړه څېړنه کوي، چې پرون د ایران په سوېل ختیځ او د اسراییل په دیمونا ښار کې راپور شوې وې. تر اوسه له ساحې بهر د غېر نورمال یا لوړې وړانګې د کچې هېڅ نښې نه‌دي لیدل شوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر زیاتوي: «پر اټومي سایټونو بریدونه د عامې روغتیا او چاپېریالي خوندیتوب لپاره مخ په زیاتېدونکي ګواښونه رامنځته کوي».

هغه وايي، د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د اټومي پیښې په صورت کې د عامې روغتیا له ګواښونو سره په اغېزناکه توګه د مبارزې په موخه د روغتیا نړۍوال سازمان په ۱۳ هېوادونو کې خپلو کارمندانو او د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته لازمې روزنې ورکړې دي.

نوموړي د خپل پیغام په پای کې ویلي: «زه له ټولو خواوو په کلکه غوښتنه کوم چې تر ټولو زیاته نظامي زغم وښیې او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اټومي پېښو لامل کېدای شي. مشران باید د کړکېچ کمولو ته لومړیتوب ورکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي».

د روغتیا د نړۍوال سازمان د مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړه روانه ده.

په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د اورګاډو ادارې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د مارچ پر۲۳ مه د یوې ورځې لپاره له کویټې څخه د ټولو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی. له پېښوره کویټې ته تلونکي اورګاډي هم له جېکب اباد څخه لغوه شوي دي.

د مارچ ۲۳مه د پاکستان د جوړېدو ورځ ګڼل کیږي.

په پاکستان کې یاده ورځ د دغه هېواد د ورځې په توګه هر کال نمانځل کیږي ، خو سږ کال د امنیتي لاملونو له مخې دا ورځ په رسمي مراسمو نه نمانځل کیږي.

تېر کال د مارچ پر۱۱ مه نیټه د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس اورګاډی بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې له۴۵۰ مسافرو سره برمته کړی و او په دې پیښه کې ۵۰ کسان مړه او له سلو زیات ژوبل شوي وو.

په بلوچستان کې اورګاډي وخت ناوخته د بلوڅ بیلتون پالو تر بریدونو لاندې راځي.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې څلور تنه وژل شوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۰

د غزې په منځنۍ برخه کې په نصیرات کمپ کې د پولیسو پر یو موټر د اسراییل د هوايي برید په پایله کې درې کسان ووژل شول. روغتیايي چارواکو ویلي، چې په شمالي غزه کې هم په یوه برید کې یو کس وژل شوی.

روغتیايي کارکوونکو او د پولیسو سرچینو ویلي چې په نصیرات کې وژل شوي درې کسان د حماس تر مشرۍ لاندې د پولیسو ځواک غړي وو. په برید کې لس نور کسان ټپیان شوي دي.

په ورته ورځ، د غزې په شیخ رضوان سیمه کې په یوه جلا هوايي برید کې یو تن وژل شوی، چې د فتح وسله‌والې ډلې محلي مشر ګڼل شوی.

د اسراییل پوځ ویلي چې دواړې پېښې په غور څېړي.

په اسلام اباد کې یو تن خپله ټیکټاکره مېرمن په ډزو وژلې ده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۰

مشهوره پاکستانۍ ټیکټاکره ثنا جاوید د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه. پولیسو وویل، چې شکمن وژونکي محمد صادق، چې د ثنا میړه و، هم د پېښې په ځای کې ځانوژنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د پښتو ژبې ټیکټاکره د خیبر پښتونخوا ایالت د اټک اوسیدونکې وه.

هغه په ​​ټیک ټاک کې له ۱.۲ میلیون څخه زیاتو پلویانو سره فعاله وه.

مېرمن ثنا ځینې وختونه په خپلو ویډیوګانو کې د افغانستان په ملي بیرغ جامو سره هم راښکاره کېده.

په ویډیو کې لیدل کیږي، چې د نوموړې خاوند له کوره راوځي او له موټر سره پر هغې ډزې کوي او په داسې حال کې، چې خواوشا یې ماشومان دي، وروسته خپله هم ځان وژني.

د اسلام اباد پولیسو وویل، چې دوی د پیښې له ځای څخه درې کارتوس او یوه تومانچه ترلاسه کړي دي.

چارواکو وویل، چې د ثنا میړه چې په اټک کې یو پخوانی پولیس افسر و، له وړاندې له دندې ګوښه شوی و.

ویل کیږي، چې دا پیښه د اسلام اباد په (اېچ ۱۱) سیمه کې د پولیسو مرکز ته نږدې شوې ده.