• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو د نړۍ هېوادونه د ایران پر وړاندې جګړه کې ګډون ته راوبلل

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ډیه‌ګو ګارسیا اډې د ایران وروستي توغندیز برید ته په اشارې له نړۍوالې ټولنې په ځانګړي ډول له اروپایي هېوادونو وغوښتل، چې د ایران د حکومت پر وړاندې په پوځي مبارزه کې برخه واخلي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) وویل: «هغوی د ډیه‌ګو ګارسیا په لور یو لېږدونکی (قاره‌پیما) بالسټیک توغندی وتوغاوه. اوس هغوی دا وړتیا لري چې د اروپا ژورو سیمو ته هم ورسېږي».
نوموړي زیاته کړه، چې یو شمېر هېوادونه د ایران پر وړاندې له دغې مبارزې سره د یو ځای کېدو په حال کې دي، خو د هغوی د نومونو او احتمالي ګډون د څرنګوالي له ښودلو یې ډډه وکړه.
د اسراییل لومړي وزیر په دوام کې وویل: «نورو اقداماتو ته اړتیا ده. اوس د دې وخت دی چې د نورو هېوادونو مشران هم [له دې عملیاتو] سره یو ځای شي.» نتنیاهو دا څرګندونې د عراد ښار هغو سیمو ته د کتنې پر مهال وکړې، چې د اسلامي جمهوریت توغندي پرې لګېدلي وو.
د وري په لومړۍ نېټه ماښام مهال د اسراییل په سوېل کې پر دوو ښارونو (عراد او دیمونا) د ایران توغندیزو بریدونو شاوخوا ۱۵۰ تنه ټپیان کړل، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د وري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ، چې له ایران څخه د هند په بحر کې د امریکا او برېتانیا پر پوځي اډې (ډیه‌ګو ګارسیا) دوه بالسټیک توغندي وتوغول شول، خو دا برید ناکام و او توغندي په هدف ونه لګېدل.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوټ کوپر پر ډیه‌ګو ګارسیا د ایران د حکومت توغندیز برید وغانده او په ورته وخت کې یې وویل، چې برېتانیا نه غواړي په یوه پراخه جګړه کې ښکېل شي. هغې زیاته کړه، چې د برېتانیا د حکومت دریځ «دفاعي» بڼه لري او لندن لا هم په سیمه کې د شخړې د چټک پای ته رسېدو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې ډونالډ ټرمپ په وار وار د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په پوځي مبارزه کې د واشنګټن د متحدینو پر نه ملګرتیا نیوکه کړې ده.
د ټایمز اسراییل خبري پاڼې د وري په ۲مه خبر ورکړ، چې پر ډیه‌ګو ګارسیا برید وښودله چې د اسلامي جمهوریت د ځینو توغندیو واټن تر پخوانیو اټکلونو ډېر زیات دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

کېم جونګ‌ اون بیا ځلي د شمالي کوریا د دولت د رييس په توګه وټاکل شو

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰
کېم جونګ‌ اون بیا ځلي د شمالي کوریا د دولت د رييس په توګه وټاکل شو
100%

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ کې‌سي‌اېن‌اې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګ‌اون بیا ځلي د شمالي کوریا د دولت د چارو د رييس په توګه وټاکل شو.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ویلي، د دغه هېواد د ولسي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) پیل شوه او په یاده غونډه کې به په سوسیالیستي اساسي قانون کې پر تعدیلاتو او زیاتونو او همدارنګه د دولتي چارو د کمېسیون د ريیس او نورو دولتي مشرانو پر ټاکلو بحث وشي.

دا اسمبلۍ د شمالي کوریا هغه پارلمان دی، چې عموماً د دولت تګلارې په رسمي توګه تصویبوي، معمولاً د واکمن کارګر ګوند له کانګرس وروسته غونډې کوي، څو د ګوند پرېکړې په قانون بدلې کړي.

د راپور له‌مخې، په یاده غونډه کې به د دغه هېواد هغه پنځه کلن اقتصادي پلان هم وڅېړل شي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ګوند په نهم کانګرس کې اعلان شوی وو.

زېلېنسکي: له روسیې سره د بندیانو د نوې تبادلې امکان شته

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۰
زېلېنسکي: له روسیې سره د بندیانو د نوې تبادلې امکان شته
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارو موندلو په تړاو له امریکايي لوري سره دوه ورځني مذاکرات پای ته رسېدلي او داسې نښې شته چې له روسیې سره د بندیانو تبادله وکړي.

تمه وه چې په متحده عربي اماراتو کې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په موخه مذاکرات وشي، خو دغه خبرې اترې د روسي پلاوي له ګډون پرته یوازې د اوکراین او امریکا د استازو ترمنځ ترسره شوې دي.
د دغو دوه ورځنیو مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وویل، چې دمګړی د واشنګټن ټول تمرکز د ایران او سیمې پر وضعیت دی، خو ټینګار یې وکړ چې د اوکراین جګړه هم باید پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې له مذاکراتو داسې ښکاري چې له روسیې سره به تبادله ترسره شي.

زېلېنسکي زیاته کړې: «داسې نښې شته چې د جنګي بندیانو نوې تبادله به ترسره شي، چې دا به په حقیقت کې یو ډېر ښه خبر او د دې پخلی وي چې ډیپلوماسي کار ورکوي. موږ هیله لرو چې دا هڅې پایله ورکړي».

نوموړي تر دې وړاندې پر خپلو متحدینو غږ کړی و، چې پر روسیې د بندیزونو فشار وساتي او د روسیې د تېلو پر ټانکرونو سخت ګامونه پورته کړي، تر څو مسکو د تېلو له عوایدو بې‌برخې شي.

عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰
عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی
100%

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد قاضیانو خپل «روح او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغه ویلي، پر ده د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتل کېږي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې هېواد [پاکستان] قاضیان باید پر خپل ځان وشرمېږي. موږ څو ځلي عدلیې ته مخه کړې، خو هغوی خپل روح د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغوی خپل صداقت هم پلورلی دی».

خان زیاته کړې، قاضیان پوهېږي چې ماتولی یې نه‌شي، نو پرې د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتي او په باور یې دغه چاره هم د همدې قاضیانو په اجازه ترسره کېږي.

عمران چې ځان په غیرقانوني ډول زنداني شوی پخوانی لومړی وزیر ګڼي له اډیالې زندان څخه خپلو زامنو ته په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې: «هغوی [قاضیان] څنګه له بُشرا بي‌بي سره د داسې غیرانساني چلند اجازه ورکولی شي، یوازې د دې لپاره چې پر ما فشار راوړي. هغه [بُشرا بي‌بي] په ۲۴ ساعتونو کې ټول وخت په یوازېتوب کې تېروي».

خان زیاتوي، ټاکل شوې په اوونۍ کې یو ځلي له خپلې مېرمنې بُشرا بي‌بي سره د ۳۰ دقیقو لپاره وګوري، خو په وینا یې ډېری اوونۍ دغه پرېکړه هم نه‌عملي کېږي.

د نوموړي په باور، په اسلام کې پر ښځو، ماشومانو او زړو ظلم کول ناروا دي او په وینا یې، د قاضیانو موخې ښکاره دي او دوی په یوې ټولنه کې د عدالت مسوول دي. هغه زیاتوي: «هغوی [قاضیان] باید پر خپل ځان وشرمېږي».

د روغتیا سازمان مشر: جګړه سوله نه‌راولي بلکې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰
د روغتیا سازمان مشر: جګړه سوله نه‌راولي بلکې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټيډرس ادهانوم په منځني ختیځ کې روانې جګړې ته په اشاره ویلي، جګړه سوله نه‌راولي، بلکې دا یوازې راتلونکي نسل ته د کرکې نوي لاملونه ور زده‌کوي. هغه د مخاطب له څرګندولو پرته ویلي: «سوله غوره کړئ».

ټيډرس ادهانوم د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په منځني ختیځ کې جګړه یوه خطرناک پړاو ته رسېدلې او په وینا یې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې په ایران کې د نطنز د غني کولو پر مرکز او د اسراییل په دیمونا ښار کې چې اټومي تاسیسات په‌کې موقعیت لري، بریدونه شوي دي.

د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس د هغو پېښو په اړه څېړنه کوي، چې پرون د ایران په سوېل ختیځ او د اسراییل په دیمونا ښار کې راپور شوې وې. تر اوسه له ساحې بهر د غېر نورمال یا لوړې وړانګې د کچې هېڅ نښې نه‌دي لیدل شوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر زیاتوي: «پر اټومي سایټونو بریدونه د عامې روغتیا او چاپېریالي خوندیتوب لپاره مخ په زیاتېدونکي ګواښونه رامنځته کوي».

هغه وايي، د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د اټومي پیښې په صورت کې د عامې روغتیا له ګواښونو سره په اغېزناکه توګه د مبارزې په موخه د روغتیا نړۍوال سازمان په ۱۳ هېوادونو کې خپلو کارمندانو او د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته لازمې روزنې ورکړې دي.

نوموړي د خپل پیغام په پای کې ویلي: «زه له ټولو خواوو په کلکه غوښتنه کوم چې تر ټولو زیاته نظامي زغم وښیې او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اټومي پېښو لامل کېدای شي. مشران باید د کړکېچ کمولو ته لومړیتوب ورکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي».

د روغتیا د نړۍوال سازمان د مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړه روانه ده.

په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
په بلوچستان کې د اورګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی
100%

د پاکستان د اورګاډو ادارې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د مارچ پر۲۳ مه د یوې ورځې لپاره له کویټې څخه د ټولو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی. له پېښوره کویټې ته تلونکي اورګاډي هم له جېکب اباد څخه لغوه شوي دي.

د مارچ ۲۳مه د پاکستان د جوړېدو ورځ ګڼل کیږي.

په پاکستان کې یاده ورځ د دغه هېواد د ورځې په توګه هر کال نمانځل کیږي ، خو سږ کال د امنیتي لاملونو له مخې دا ورځ په رسمي مراسمو نه نمانځل کیږي.

تېر کال د مارچ پر۱۱ مه نیټه د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس اورګاډی بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې له۴۵۰ مسافرو سره برمته کړی و او په دې پیښه کې ۵۰ کسان مړه او له سلو زیات ژوبل شوي وو.

په بلوچستان کې اورګاډي وخت ناوخته د بلوڅ بیلتون پالو تر بریدونو لاندې راځي.