• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي ۹ ورځې نوره هم وغځېده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي، په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي د «ملي پرېکړو» په رڼا او د «امنیتي وضعیت» له امله غځول شوې ده. دغه رخصتي به د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې دوام وکړي.

د بلوچستان د اعلی وزیر مرستیال شاهد رند ویلي، روان وضعیت په دوامداره توګه ارزول کېږي او د راتلونکې تګلارې پرېکړه به د همدې ارزونو له‌مخې وشي.

د بلوچستان چارواکو همداراز له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو فعالیتونه دې په کورونو کې روان وساتي.

د ځايي مسوولینو په وینا، په بلوچستان کې تعلیمي ادارې د روانې مارچ میاشتې له نهمې راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ له شخړې او همداراز په پاکستان کې د نفتو د کموالي او د بیو د لوړوالي له امله ځنډول شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مارچ پر نهمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شته امنیتي وضعیت له امله د خیبر پښتونخوا په کُرم ولسوالۍ کې هم د شخصي تعلیمي مرکزونو په ګډون ټول تعلیمي مرکزونه ځنډول شوي او د بیا پرانېستنې د نېټې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.

په داسې حال کې چې یوازې په تېر هجري- لمریز کال کې څه باندې ۳ اعشاره ۱ میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېری یې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري، خو طالبان بیا وايي، پر نږدې ۷ زره راستنو شویو افغانانو یې د استوګنې نمرې وېشلې دي.

د چارو د شنونکو په باور، په تېر کال کې څه باندې ۳ اعشایه ۱ میلیونه راستنو شویو کسانو ته یوازې د ۷ زره نمرو وېشنه په نشت کې حساب ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: «د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه پورې په ۱۱ ولایتونو کې ۶۹۹۳ د استوګنې نمرې راستنو شویو مهاجرو کورنیو باندې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري او ډېره ناوړه چلند سره د افغانانو د اېستنې بهیر دوام لري.

د پاکستان د پوځ مشر: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د کرم سیمې ته د خپل سفر او د کوچني اختر په مراسمو کې له سرتیرو سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

عاصم منیر د غضب اللحق عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې دا عملیات د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او په سرحدي سیمو کې د تلپاتې سولې د تامین په ترسره ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې له زیاتیدو وروسته د افغان طالبانو پر ضد د غضب اللحق عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د دې عملیاتو په پایله کې یې سلګونه طالب سرتیري وژلي دي.
د پاکستان د پوځ مشر په خپله وینا کې زیاته کړه، چې هغو ترهګرو ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان دننه له پټنځایونو څخه فعالیت کوي او د پاکستان امنیت به زیانمن کړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په هیواد کې ناامني په افغان خاوره کې ریښې لري او افغان طالبان یې د تحریک طالبان پاکستان په څیر ډلو په ملاتړ تورن کړي دي خو افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.

پاکستان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د اقتصاد او سولې انسټیټیوت د نړیوال تروریزم شاخص په اړه په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو هیوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د راپور له مخې، پاکستان تیر کال تر ټولو ډیر د ترهګریز بریدونو شاهد و.

یاد سازمان وايي چې د ترهګرو ډلو په فعالیت کې د پام وړ زیاتوالی په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پایله ده.

راپور وايي، چې د داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله پاتې ده، که څه هم د دوی د فعالیت ساحه له ۲۲ څخه ۱۵ هیوادونو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، تحریک طالبان پاکستان او الشباب ډلې د تر ټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په توګه بلل شوي دي.

د راپور له مخې، د ترهګرۍ له امله نږدې ۷۰سلنه مرګونه یوازې په پنځو هیوادونو پاکستان، بورکینا فاسو، نایجریا، نایجر او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ثبت شوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ټینګار کړی«د لومړي ځل لپاره، پاکستان په شاخص کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې او هغه هیواد شو چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی. دا په ترهګریزو فعالیتونو کې د چټک زیاتوالي وروسته دی، چې په جزوي ډول په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو سره تړاو لري.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان له ګاونډیو سره د اړیکو خرابوالی، د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان ازادۍ پوځ لخوا د بریدونو زیاتوالي سره یوځای، جدي امنیتي ګواښونه رامینځته کړي دي.

راپور زیاته کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه له ۲۰۱۳ راهیسې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده. پاکستان په ۲۰۲۵ کې ۱،۱۳۹ مړینې او ۱،۰۴۵ ترهګریزې پیښې ثبت کړې.

دا د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان تر ټولو مرګونی کال دی. د راپور له مخې، پاکستان یوازینی هیواد دی چې وضعیت یې په ۲۰۲۵ کې خراب شو. تر ټولو ډیر بریدونه په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د شاخص له پیل راهیسې، افغانستان د ترهګرۍ له امله د زیانمنونکو لسو غوره هیوادونو په ډله کې نه و.

په همدې حال کې دغه سازمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کمیدل په هیواد کې د سولې یا د تاوتریخوالي پای ته رسیدو معنی نلري.

راپور وايي چې شاخص د حکومتونو لخوا ځپونکي اقدامات یا د دولتي چارواکو لخوا تاوتریخوالی په پام کې نه نیسي؛ له همدې امله، د طالبانو رژیم لخوا ترسره شوي اقدامات په دې ارزونه کې نه شمېرل کیږي.

په جمرود کې بندپاتو افغان کډوالو کوچنی اختر په سړکونو ونمانځه

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله زرګونه افغان کډوالې کورنۍ چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه په جمرود کې شپې سبا کوي، د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې په سړکونو او لاريو کې تېره کړه. دوی وایي، بېرته خپلو پخوانیو سیمو ته د ستنېدو اجازه هم نه‌لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله د ډيورنډ کرښه تړل شوې، چې افغانستان ته یې د لسګونه زره افغان کډوالو د ستنېدو چاره په ټپه درولې او دوی پر سړکونو ولاړو بار موټرو کې شپې ورځې تېروي.

د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې شاوخوا زر افغان کډوال له ۲۵ ورځو راهیسې خپل هېواد ته د ستنېدو په تمه دي. دوی د روژې میاشت هم په دغه سړک تېره کړه او اوس د کوچني اختر لومړۍ ورځ هم د کور پر ځای په سړکونو کې تېروي.

د ولي الله په نامه افغان کډوال وایي: «کوچنی اختر راغی خو نه نوي کالي شته او نه سکون؛ ځکه اختر خوند نه‌کوي». هغه له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای خبرې وکړي؛ ځکه جګړه ستونزه نه حل کوي.

د دغه کډوالو لپاره د ځایي اوسېدونکو له‌خوا په روژې میاشت کې د خوړو او روغتیایي برخو کې مرسته او همکاري شوې ده. سیمه‌ییز ټولنیز فعال اسلام بادشاه اپریدی وایي، چې دوی په روژې میاشت کې د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره پیشنمی او روژه ماتی برابر کړی، روغتیایي کمپونه یې جوړ کړي او د اختر په ورځ یې د ماشومانو لپاره کالي او نورې ډالۍ ورکړې دي.

هغه دارنګه د ځایي ادارې پر بې‌غورۍ او کمزوري اقدام نیوکه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور سرتیري ټپیان شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د خیبر ولسوالۍ د چټک غبرګون ځواکونو د شینکو په سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د پلټنې د عملیاتو پرمهال له وسله والو سره نښته رامنځته شوي، چې له امله یې د چټک غبرګون یو افسر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په یاده نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

امینیتي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې اوس هم د پلټنې عملیات دوام لري.