د اسراییل د پوځ ویاند: له ایران او حزبالله سره به جګړه څو نورې اوونۍ هم دوام وکړي

د اسراییل د پوځ ویاند وایي، هېواد به یې له ایران او د هغوی له نیابتي ډلې حزبالله سره څو نورې اوونۍ هم په جګړه کې ښکېل وي.

د اسراییل د پوځ ویاند وایي، هېواد به یې له ایران او د هغوی له نیابتي ډلې حزبالله سره څو نورې اوونۍ هم په جګړه کې ښکېل وي.
د ټایمز اسراییل د راپور لهمخې، نوموړي په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه: «تمه کېږي چې له ایران او حزبالله سره په نښته کې څو نورې اوونۍ هم تېرې کړو».
د اسراییل د پوځ ویاند وویل: «د هرې ورځې په تېرېدو سره موږ ترهګر رژیم نور هم کمزوری کوو. موږ به ترهګر رژیم او د هغوی نیابتي ځواکونو ته اجازه ورنهکړو چې د اسراییل لپاره ګواښ جوړ کړي».

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.
محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»
د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زدهکوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زدهکړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زدهکړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»
هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زدهکړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.
ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو مخالفې وسلهوالې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـعلياباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.
د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.
تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.
د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.
د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.
امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.