د برېتانیا دفاع وزیر په سیمه کې د دغه هېواد د نظامي حضور د زیاتوالي خبر ورکړ

د برېتانیا دفاع وزیر جان هیلي د دوشنبې په ورځ (د وري ۳مه) وویل، چې «اېچاېماېس ډراګون» جنګي بېړۍ ختیځې مدیترانې ته رسېدلې، له نن شپې څخه یې عملیات پیل کړي او د قبرس له دفاعي ځواکونو سره به همغږي وکړي.
