• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت‌الله نبیل: د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پيل سره سم ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل یوازې د زده‌کړو مخه نه نیسي، بلکې د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي.

نوموړي پر اېکس په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د هېواد راتلونکې د پوهې، پوهاوي او هیلو پر بنسټ جوړېږي او د زده‌کړو مخنیوی یوازې یو سیاسي یا دیني تصمیم نه، بلکې د یوه ملت له برخلیک سره ښکاره دښمني ده.

نبیل زیاته کړې، چې کله ناپوهي تقدس پیدا کړي، نو تیاره واکمنه شي. د هغه په وینا، طالبان هغه ځواک دی چې افغانستان یې له رڼا څخه د تیارې پر لور بیولی دی.

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې چې هېڅ تیاره تلپاتې نه ده او رڼا به بالاخره خپله لاره ومومي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښونځیو دروازې وتړلې او لاهم تړلې پاتې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د مشر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې عامې روغتیا وزارت ته پکې حکم شوی، چې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی سلاکار د مشاور په توګه وګومارل شي. په مکتوب کې لیکل شوي، چې نوموړی په اېګل کمپ کې د امریکايي ځواکونو مشاور و.

د طالبانو دغه حکم د ۱۴۰۳ کال د لیندي میاشتې پر څلورمه نېټه ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت ته لېږل شوی او غوښتنه ترې شوې چې عبدالله اسراییل ارین پر ان جي اوګانو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظارت او انسجام په برخه کې د مشاور په توګه وګومارل شي.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې ارین له دې وړاندې د امریکايي ځواکونو په اېګل کمپ کې د ملکي مشاور په توګه کار کړی او انځورونه یې هم له دې حکم سره ضمیمه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل دا انځورونه ترلاسه کړي دي، چې ښيي عبدالله اسراییل ارین له امریکايي ځواکونو سره ولاړ دی.

په ترلاسه شوي مکتوب کې د عبدالله اسراییل ارین د ګومارلو علتونه هم لیکل شوي دي.

لومړی علت یې دا ښودل شوی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو مرستې پام وړ کمې شوې او بهرنیو شریکانو ته ډاډ ورکړل شي، چې د دوی مرستې وړ خلکو ته رسیږي او اړتیا ده له داسې کسانو د مشاورینو په توګه ګټه واخیستل شي، چې مخکې له نړیوالو سازمانونو سره کاري سابقه لري.

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ګومارنې په تړاو د طالبانو د مشر ملاهبت الله دفتر او د استخباراتو لوی ریاست ته هم معلومات ورکړل شوي دي.

100%

د تایید شويو معلوماتو له مخې، عبدالله اسراییل ارین د بهرنیو سازماونو له مسوولینو سره په ناستو او سفرونو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي ملتیا کړې ده.

د طالبانو یوه چارواکي، چې د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم په ډاګه کول نه غواړي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته په داسې لارو چارو کار شوی چې د بېلابېلو پخوانیو بهرنیو موسسو او هېوادونو د امنیتي ادارو مشاورین وګومارل شي او بهرنۍ مرستې جذب شي».

د بهرنیو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د ملاهبت الله پر ټولبښنې پنځه کاله تیریږي، خو ګڼ کورني کدرونه له هېواده وتلي او یا په کوردننه وزګار دي او د پخوانیو سرتېرو نیونې او وژنې لاهم نه دي درېدلې.

د بهرنیو هېوادونو د مرستو په کمېدو سره طالبانو په خپل اداري چوکاټ کې شل سلنه تنقیص هم عملي کړی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اوبو او پاکوالي نابرابره لاسرسي خلک له ننګونو سره مخ کړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یو این هبیتات وایي، په هېواد کې د کورونو، ځمکو او بنسټیزو خدماتو نابرابر لاسرسي ګڼ شمېر افغانان له پاکو اوبو او مناسبې صفا ساتنې محروم کړي، چې دا نه یوازې د زیربناوو، بلکې د برابرۍ، کرامت او بشري حقونو مسله هم ده.

یو این هبیتات په تازه څرګندونو کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د اوبو او پاکوالي نابرابره لاسرسی د خلکو ژوند سخت کړی دی. ګڼ شمېر کورنۍ د پاکو څښاکو اوبو او د صفا ساتنې مناسب امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

یو این هبیتات د ایکس پوسټ له مخې، د اوبو او صفا ساتنې ستونزې یوازې د زیربناوو مسله نه ده، بلکې د برابرۍ، انساني کرامت او حقونو موضوع هم ده. په هېواد کې د نابرابرې اوبو او صفا ساتنې سیستم له امله، خلک په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او بې وزله ټولنیزې ډلې د ناروغیو او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د ادارې په وینا، د دې ستونزو د هواري لپاره اړینه ده چې په کورونو، ځمکو او بنسټیزو خدماتو کې مساوي لاسرسی یقیني شي، ترڅو ټول افغانان د پاکو اوبو او مناسبې صفا ساتنې له حقه برخمن شي.

فضلي: د افغان زده‌کوونکو زده‌کړه او راتلونکی د طالبانو له خنډ سره مخ دی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر، فضل محمود فضلي، د نوي تعلیمي کال د پیل پر ورځ په ایکس پوسټ کې وویل چې پنځم کال دی چې د افغان نجونو زده‌کړه د طالبانو له لوري خنډ سره مخ ده او د زده‌کړې رڼا یې په تیارو بدله کړې.

فضل محمود فضلي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «نن د نوي تعلیمي کال پیل دی، خو پنځم کال دی چې د افغانې نجلۍ د زده‌کړې او فکري ازادۍ مخنیوی کېږي. هیلې یې خاورې شوي او راتلونکی یې یرغمل نیول شوی دی.»

هغه زیاته کړې چې تاریخي به دا دوره د ظلم او جفا په توګه یادوي، خو باور لري چې «هره تیاره پای لري او افغانان به د زده‌کړې او فکري آزادۍ مبارزه تر بریا پورې جاري ساتي».

فضلي همدارنګه ټینګار کړی چې بریا د پوهنې او ازاد فکر په نصیب کې ده او افغان ټولنه باید د زده‌کړې لپاره خپل مبارزاتي هڅې جاري وساتي.

طالبان: تېر کال د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت نږدې لس سلنه لوړ شوی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک ویلي، چې تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ۹.۹۳ سلنه لوړ ساتلی. خو تازه په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله د ختيځې اسیا په سوداګرۍ کې ډالر لوړ شوی او ۹۹.۶۲ ته رسېدلی.

طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت د دغه ډلې تر واک لاندې افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوري له قوله ویلي چې تېر کال یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ ساتلی.

نوري یې لاملونه د یاد بانک «معقول، متوازن او ګټورو پولي سیاستونو تطبیق» یاد کړی دی.

نوري زیاته کړې، تېر کال یې له بازار څخه زاړه او له چلښت لوېدلي بانکنوټونه راټول او نویو هغو وړاندې کولو سربېره یې هېواد کې د برېښنایي او اسلامي بانکوالۍ برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

دا په داسي حال کې ده، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د پانګه‌ والو له لوري د خطر اخیستنې د کمېدو له امله تازه د امریکايي ډالر ارزښت د دوشنبې په ورځ د ختیځې اسیا په سوداګرۍ کې لوړ شوی.

د ډالر شاخص، چې د دې پیسې ارزښت د مهمو نړیوالو اسعارو په وړاندې اندازه کوي، ۰.۰۸ سلنه زیات شو او ۹۹.۶۲ ته ورسېد. په مقابل کې، یورو، جاپاني ین او بريتانوي پونډ د ارزښت له کمښت سره مخ او راټیټ شول.

کروندګر: د حاصلاتو ساتنې لپاره سړې خونې نشته، خو طالبان وايي دا تشه تر ډېره ډکه شوې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان ډېری کروندګر او باغ لرونکي شکایت کوي چې هر کال تازه مېوې او سبزیجات د سړو خونو د نشتون له امله په ارزانه بیه پلوري، خو طالبان وایي چې د دې تشې د پوره کولو لپاره یې کار کړی او لا هم هڅه کوي.

د افغانستان د بېلابیلو سیمو کروندګر وايي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله تازه مېوې او سبزیجات د فصلونو پر مهال په بازار کې په ارزانه بیه پلوري. د کروندګرو په خبره چې دوی زیات مهال له زیان سره مخ او خپل لګښت شوي عواید هم نه شي ترلاسه کولی.

په کندهار کې د انارو او انګور وباغ لرونکی حاجي صدیق الله وايي، چې لګښت یې ډېر او ګټه یې کمه ده. نوموړي زیاته کړې: «زموږ تازه مېوه هر کال یا نورو هېوادونو ته د تګ پر مهال په موټرانو کې خرابه شي، یا په کور دننه بازار نه لري، ځکه موږ ورته سړې خونې نه لرو چې وې ساتو او پر مهمو وختونو یې بازار ته وړاندې کړو.»

په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د سړو خونو د جوړونې مشر جمشید بارکزی وايي، چې د پاکستان سره د لارو د بندېدو وروسته یې د سړو خونو جوړېدو ته مخه کړې. د هغه په خبره چې دا مهال په یاد ښارګوټي کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره دوې سړې خونې جوړي شوي او پر لسو نورو کار شروع دی.

هغه زیاته کړې: «اوس مهال په ډېر سرعت سره مو سړو خونو ته مخه کړې او بازار مو مهار کړی، هغه مېوې چې بهر ته تللې لکه پاکستان ته، خوشبختانه باید ووایو چې لاره اوس بنده ده او موږ ته زمینه د کار برابره شوې چې سړې خونې جوړې کړو. اوس تاسو بازار کې وګورئ مېوه په ارزانه بیه ترلاسه کېږي. او دا د سړو خونو ګټه ده».

د طالبانود کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېرمحمد حاتمي هم ویلي چې د خصوصي سکتور سره د سړوخونو پر جوړول ګډ کار کوي. د هغه په خبره چې دا مهال په ټول هېواد کې ۹ دولتي سړخونې فعاله دي.