• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د پټرول یو لېټر بیه ۵۳۴ روپيو ته رسېدلې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پټرول یو لېټر بیه ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې او ۵۳۴ روپيو ته رسېدلې. لومړي وزیر شهباز شریف پر دولتي او لوکس موټرو کې کارول کېدونکي د لوړ اوکټین تیلو باندې مالیه لوړه کړې او د دولتي بودیجې د سپما لپاره یې پر دولتي موټرو د دغو تیلو پر استعمال بندیز لګولی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د تېلو بیو لوړېدو سره په ټرانسپورټي سکټور کې جدې اندېښنې راپورته شوي او د وضعیت د لا خرابېدو وېره خوره شوې.

د پاکسان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دولتي موټرو کې د لوړ اوکټين تیلو د کارولو بندیز دي سمدستي‌عملي شي. نوموړي زیاته کړې: «که د کوم دولتي څانګې موټر کې د لوړ اوکټين تېلو اړین وي، نو هغه کس کولی شي دا له خپل شخصي جیب څخه وکاروي.»

شریف د یاد بندیز موخه د پاکستان د ملي منابعو پر ځای کارول او د بودیجې سپما یاده کړې ده. نوموړي اړوند چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د دې پرېکړې د څار لپاره دي سیسټم جوړ او خپل اقدامات دي پيل کړې.

لوړ اوکټین هغه تېل ته وایي، چې د موټرو د انجن د ځواک او فعالیت لپاره په ځانګړي توګه قوي جوړښت لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د ترهګرۍ په نوملړم کې لومړۍ ځای خپل کړی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۹ GMT+۰

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال ترهګرۍ شاخص په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ اړوند ۶ سلنه مړینې زیاتې شوي او شمېر یې ۱۱۳۹ ته رسېدلی دی.

د نړیوال ترهګرۍ شاخص ۲۰۲۶ راپور، چې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا خپور شوی، په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ مهمې بڼې په هر اړخیز ډول څېړلي دي.

په دې راپور کې ۱۶۳ هېوادونه چې د نړۍ د نفوس ۹۹.۷ سلنه جوړوي د ترهګرۍ د اغېز له مخې درجه‌بندي شوي دي. په دې شاخصونو کې د ترهګریزو پېښو شمېر، مړینې، ټپیان او یرغمل شوي کسان شامل دي.

د راپور له مخې، د پاکستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره «ترینګلي» اړیکې او د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان لبریشن وسله والو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی، چې د پاکستان لپاره یې «جدي امنیتي» خطرونه رامنځته کړي دي.

راپور وایي: «په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله مړینې اوس د ۲۰۱۳ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او ۱۰۴۵ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي.»

راپور کې یادونه شوې چې ټي ټي پي په پاکستان کې تر ټولو «وژونکې» وسله وال ډله ګرځېدلې او په نړیواله کچه درېیمه تر ټولو وژونکې ډله بلل شوې ده.

په راپور کې راغلي:«د ۲۰۰۹ کال راهیسې په پاکستان کې د ټولو بریدونو له ۶۷ سلنې څخه زیات په ټي ټي پي پورې تړاو لري او دا ډله په پاکستان کې د دویم تر ټولو فعاله ډلې بلوڅ لیبرېشن وسله والو په پرتله پنځه برابره زیات بریدونه ترسره کړي دي.»

يه یاد راپور کې په پاکستان کې څلور فعاله وسله والې ډلې نوملړ شوي، چې «داعش، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، الشباب او ټي ټي پي» دي، چې ټي ټي پي په تېر کال کې تر ټولو زیات بریدونه کړې دي.

راپور وایي: «په ۲۰۲۵ کال کې بریدونه ۲۴ سلنه زیات شوي، چې ۵۹۵ بریدونه ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۴۸۱ و. د دې ډلې ټول بریدونه په پاکستان کې شوي، چې زیاتره یې افغانستان ته نږدې په خیبر پښتونخوا کې ترسره شوي دي.»

د دوی د معلوماتو له مخې، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۳۷ کسان د دې ډلې په بریدونو کې وژل شوي چې د ۲۰۱۱ کال راهيسي تر ټولو لوړه شمېره ده او د پاکستان د ترهګرۍ اړوند مړینو ۵۶ سلنه جوړوي.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال تر ټولو لوی برید چې دې ډلې ترسره کړی، «یو وسله‌وال برید و چې پوځ یې هدف ګرځولی و او په پایله کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.»

د راپور له مخې، په افغانستان کې د افغان طالبانو واک ته رسېدل د پاکستان پر امنیت او ثبات «ژوره اغېزه» کړې ده.

دا شپږم پرله پسې کال و چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مړینو شمېر زيات و.

خو راپور څرګندوي چې په پاکستان کې د یرغمل شویو کسانو شمېر زیات شوی، چې د ۲۰۲۴ کال د ۱۰۱ پېښو څخه دغه شمېر په ۲۰۲۵ کې ۶۵۵ ته رسېدلی.

تېر کال، پاکستان د نړیوال ترهګرۍ شاخص ۲۰۲۵ کې دوهم مقام درلود.

عمران خان: د پاکستان قاضیانو خپل «ایمان او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو بدل کې پلورلی دی

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد قاضیانو خپل «روح او صداقت» د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغه ویلي، پر ده د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتل کېږي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې هېواد [پاکستان] قاضیان باید پر خپل ځان وشرمېږي. موږ څو ځلي عدلیې ته مخه کړې، خو هغوی خپل روح د خپلو شخصي امتیازاتو په بدل کې پلورلی دی. هغوی خپل صداقت هم پلورلی دی».

خان زیاته کړې، قاضیان پوهېږي چې ماتولی یې نه‌شي، نو پرې د فشار راوړلو لپاره یې مېرمن په ۲۴ ساعته ډول په یوازېتوب کې ساتي او په باور یې دغه چاره هم د همدې قاضیانو په اجازه ترسره کېږي.

عمران چې ځان په غیرقانوني ډول زنداني شوی پخوانی لومړی وزیر ګڼي له اډیالې زندان څخه خپلو زامنو ته په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې: «هغوی [قاضیان] څنګه له بُشرا بي‌بي سره د داسې غیرانساني چلند اجازه ورکولی شي، یوازې د دې لپاره چې پر ما فشار راوړي. هغه [بُشرا بي‌بي] په ۲۴ ساعتونو کې ټول وخت په یوازېتوب کې تېروي».

خان زیاتوي، ټاکل شوې په اوونۍ کې یو ځلي له خپلې مېرمنې بُشرا بي‌بي سره د ۳۰ دقیقو لپاره وګوري، خو په وینا یې ډېری اوونۍ دغه پرېکړه هم نه‌عملي کېږي.

د نوموړي په باور، په اسلام کې پر ښځو، ماشومانو او زړو ظلم کول ناروا دي او په وینا یې، د قاضیانو موخې ښکاره دي او دوی په یوې ټولنه کې د عدالت مسوول دي. هغه زیاتوي: «هغوی [قاضیان] باید پر خپل ځان وشرمېږي».

په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي ۹ ورځې نوره هم وغځېده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي، په بلوچستان کې د تعلیمي ادارو رخصتي د «ملي پرېکړو» په رڼا او د «امنیتي وضعیت» له امله غځول شوې ده. دغه رخصتي به د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې دوام وکړي.

د بلوچستان د اعلی وزیر مرستیال شاهد رند ویلي، روان وضعیت په دوامداره توګه ارزول کېږي او د راتلونکې تګلارې پرېکړه به د همدې ارزونو له‌مخې وشي.

د بلوچستان چارواکو همداراز له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو فعالیتونه دې په کورونو کې روان وساتي.

د ځايي مسوولینو په وینا، په بلوچستان کې تعلیمي ادارې د روانې مارچ میاشتې له نهمې راهیسې د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ له شخړې او همداراز په پاکستان کې د نفتو د کموالي او د بیو د لوړوالي له امله ځنډول شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مارچ پر نهمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شته امنیتي وضعیت له امله د خیبر پښتونخوا په کُرم ولسوالۍ کې هم د شخصي تعلیمي مرکزونو په ګډون ټول تعلیمي مرکزونه ځنډول شوي او د بیا پرانېستنې د نېټې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.

په داسې حال کې چې یوازې په تېر هجري- لمریز کال کې څه باندې ۳ اعشاره ۱ میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېری یې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري، خو طالبان بیا وايي، پر نږدې ۷ زره راستنو شویو افغانانو یې د استوګنې نمرې وېشلې دي.

د چارو د شنونکو په باور، په تېر کال کې څه باندې ۳ اعشایه ۱ میلیونه راستنو شویو کسانو ته یوازې د ۷ زره نمرو وېشنه په نشت کې حساب ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: «د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه پورې په ۱۱ ولایتونو کې ۶۹۹۳ د استوګنې نمرې راستنو شویو مهاجرو کورنیو باندې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري او ډېره ناوړه چلند سره د افغانانو د اېستنې بهیر دوام لري.

د پاکستان د پوځ مشر: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د کرم سیمې ته د خپل سفر او د کوچني اختر په مراسمو کې له سرتیرو سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

عاصم منیر د غضب اللحق عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې دا عملیات د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او په سرحدي سیمو کې د تلپاتې سولې د تامین په ترسره ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې له زیاتیدو وروسته د افغان طالبانو پر ضد د غضب اللحق عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د دې عملیاتو په پایله کې یې سلګونه طالب سرتیري وژلي دي.
د پاکستان د پوځ مشر په خپله وینا کې زیاته کړه، چې هغو ترهګرو ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان دننه له پټنځایونو څخه فعالیت کوي او د پاکستان امنیت به زیانمن کړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په هیواد کې ناامني په افغان خاوره کې ریښې لري او افغان طالبان یې د تحریک طالبان پاکستان په څیر ډلو په ملاتړ تورن کړي دي خو افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.