مولوي عبدالحمید: د جګړې درول غوره انتخاب دی

د زاهدان د اهلسنتو امام مولوي عبدالحمید د جګړې دوام د «ملي سرچینو د ډېرې ویجاړۍ» لامل وباله او ویې ویل، چې په اوسنیو شرایطو کې د جګړې درول غوره انتخاب دی.

د زاهدان د اهلسنتو امام مولوي عبدالحمید د جګړې دوام د «ملي سرچینو د ډېرې ویجاړۍ» لامل وباله او ویې ویل، چې په اوسنیو شرایطو کې د جګړې درول غوره انتخاب دی.
د نوموړي په وینا: «د جګړې دوام د ملي سرچینو د ډېرې ویجاړۍ او حیاتي بنسټونو ته د زیان رسولو لامل کېږي. د اته کلنې جګړې (د ایران او عراق جګړه) په وروستیو کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره 'زهرجن جام' وڅښل شو او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ومنل شو چې دا یوه سخته خو واقعبینانه پرېکړه وه. نن هم پهکار ده چې د جګړې د پای ته رسولو لاره غوره شي».هغه همدارنګه زیاته کړه: «ټولې ښکېلې غاړې باید پر حیاتي بنسټونو او د انرژۍ پر برخو له بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا د عامو خلکو اړتیاوې دي».