• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضلي: د افغان زده‌کوونکو زده‌کړه او راتلونکی د طالبانو له خنډ سره مخ دی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر، فضل محمود فضلي، د نوي تعلیمي کال د پیل پر ورځ په ایکس پوسټ کې وویل چې پنځم کال دی چې د افغان نجونو زده‌کړه د طالبانو له لوري خنډ سره مخ ده او د زده‌کړې رڼا یې په تیارو بدله کړې.

فضل محمود فضلي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «نن د نوي تعلیمي کال پیل دی، خو پنځم کال دی چې د افغانې نجلۍ د زده‌کړې او فکري ازادۍ مخنیوی کېږي. هیلې یې خاورې شوي او راتلونکی یې یرغمل نیول شوی دی.»

هغه زیاته کړې چې تاریخي به دا دوره د ظلم او جفا په توګه یادوي، خو باور لري چې «هره تیاره پای لري او افغانان به د زده‌کړې او فکري آزادۍ مبارزه تر بریا پورې جاري ساتي».

فضلي همدارنګه ټینګار کړی چې بریا د پوهنې او ازاد فکر په نصیب کې ده او افغان ټولنه باید د زده‌کړې لپاره خپل مبارزاتي هڅې جاري وساتي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېر کال د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت نږدې لس سلنه لوړ شوی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک ویلي، چې تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ۹.۹۳ سلنه لوړ ساتلی. خو تازه په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله د ختيځې اسیا په سوداګرۍ کې ډالر لوړ شوی او ۹۹.۶۲ ته رسېدلی.

طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت د دغه ډلې تر واک لاندې افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوري له قوله ویلي چې تېر کال یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ ساتلی.

نوري یې لاملونه د یاد بانک «معقول، متوازن او ګټورو پولي سیاستونو تطبیق» یاد کړی دی.

نوري زیاته کړې، تېر کال یې له بازار څخه زاړه او له چلښت لوېدلي بانکنوټونه راټول او نویو هغو وړاندې کولو سربېره یې هېواد کې د برېښنایي او اسلامي بانکوالۍ برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

دا په داسي حال کې ده، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د پانګه‌ والو له لوري د خطر اخیستنې د کمېدو له امله تازه د امریکايي ډالر ارزښت د دوشنبې په ورځ د ختیځې اسیا په سوداګرۍ کې لوړ شوی.

د ډالر شاخص، چې د دې پیسې ارزښت د مهمو نړیوالو اسعارو په وړاندې اندازه کوي، ۰.۰۸ سلنه زیات شو او ۹۹.۶۲ ته ورسېد. په مقابل کې، یورو، جاپاني ین او بريتانوي پونډ د ارزښت له کمښت سره مخ او راټیټ شول.

کروندګر: د حاصلاتو ساتنې لپاره سړې خونې نشته، خو طالبان وايي دا تشه تر ډېره ډکه شوې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان ډېری کروندګر او باغ لرونکي شکایت کوي چې هر کال تازه مېوې او سبزیجات د سړو خونو د نشتون له امله په ارزانه بیه پلوري، خو طالبان وایي چې د دې تشې د پوره کولو لپاره یې کار کړی او لا هم هڅه کوي.

د افغانستان د بېلابیلو سیمو کروندګر وايي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله تازه مېوې او سبزیجات د فصلونو پر مهال په بازار کې په ارزانه بیه پلوري. د کروندګرو په خبره چې دوی زیات مهال له زیان سره مخ او خپل لګښت شوي عواید هم نه شي ترلاسه کولی.

په کندهار کې د انارو او انګور وباغ لرونکی حاجي صدیق الله وايي، چې لګښت یې ډېر او ګټه یې کمه ده. نوموړي زیاته کړې: «زموږ تازه مېوه هر کال یا نورو هېوادونو ته د تګ پر مهال په موټرانو کې خرابه شي، یا په کور دننه بازار نه لري، ځکه موږ ورته سړې خونې نه لرو چې وې ساتو او پر مهمو وختونو یې بازار ته وړاندې کړو.»

په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د سړو خونو د جوړونې مشر جمشید بارکزی وايي، چې د پاکستان سره د لارو د بندېدو وروسته یې د سړو خونو جوړېدو ته مخه کړې. د هغه په خبره چې دا مهال په یاد ښارګوټي کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره دوې سړې خونې جوړي شوي او پر لسو نورو کار شروع دی.

هغه زیاته کړې: «اوس مهال په ډېر سرعت سره مو سړو خونو ته مخه کړې او بازار مو مهار کړی، هغه مېوې چې بهر ته تللې لکه پاکستان ته، خوشبختانه باید ووایو چې لاره اوس بنده ده او موږ ته زمینه د کار برابره شوې چې سړې خونې جوړې کړو. اوس تاسو بازار کې وګورئ مېوه په ارزانه بیه ترلاسه کېږي. او دا د سړو خونو ګټه ده».

د طالبانود کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېرمحمد حاتمي هم ویلي چې د خصوصي سکتور سره د سړوخونو پر جوړول ګډ کار کوي. د هغه په خبره چې دا مهال په ټول هېواد کې ۹ دولتي سړخونې فعاله دي.

سرچینې: طالبان له څلورو ولایتونو څخه خپل اضافي جنګیالي په کندهار کې ځای پر ځای کوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۵ GMT+۰
•
عبدالله همیم

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې دغې ډلې له سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو څخه کندهار ته د خپلو زرګونه جنګیالیو لېږد پیل کړی دی. د معلوماتو له‌مخې، د دغو ځواکونو یوه برخه لا دمخه د کندهار قول اردو ته رسېدلې ده.

لږ تر لږه درېیو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو له هرات، فراه، نیمروز او ارزګان ولایتونو څخه طالب جنګیالي ورغوښتي او په کندهار کې یې ځای پر ځای کړي دي.

دغو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په کندهار کې د سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو طالب جنګیالیو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له اختر څخه وړاندې پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته شوې وه.

سرچینو ویلي، چې له هرات، فراه، نمیروز او ارزګان ولایتونو یو شمېر طالبان کندهار ته رسېدلي او د کندهار په قول اردو کې ځای پر ځای شوي او یو شمېر نور به تر راتلونکو څو ورځو پورې کندهار ته ورسېږي.

د معلوماتو له‌مخې، له یادو څلورو ولایتونو څخه ۱۰۰۰ـ ۱۰۰۰ تنه طالبان کندهار ته ور غوښتل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یاد طالبان د کندهار د امنیت لپاره دغه ولایت ته ورغوښتل شوي دي، خو ډېره برخه به یې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې ځای پرځای شي.

په کندهار کې دغه اضافي وسله‌وال پر داسې مهال ځای پر ځای کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې پاکستاني الوتکو د کابل ترڅنګ پر کندهار هم هوايي بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د ځانګړو ځواکونو قومانداني او د کندهار قول اردو څو ځله په نښه شوي دي.
که څه هم د اختر په مناسبت د دواړو لورو ترمنځ جګړه د لنډ وخت لپاره درېدلې، خو د راپورونو له‌مخې پاکستان ویلي چې تر خپلو موخو رسېدو پورې به بریدونه ونه‌دروي.

د پاکستان پوځ تېره اوونۍ وویل، چې اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو دا خبرې به په دې شرط وشي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي دوی ته وسپارل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې ترهګرو ته پناه ورکړې او دا کسان ان په ځینو دولتي ودانیو کې حضور لري. د هغه په وینا، د خبرو اترو د پیل شرط دا دی چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له‌منځه یوسي او مطلوب کسان پاکستان ته وسپاري.
د تاریخي اسنادو له‌مخې، د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط پر مهال، د یادې ډلې پخواني مشر ملا عمر د هېواد له شمالي سیمو خپل جنګیالي د کندهار د ساتنې لپاره سوېلي ولایتونو ته غوښتي و، خو له دې سره سره بیا هم د یادې ډلې لومړۍ واکمني پای ته ورسېده.

مریم سلیمان‌خېل وايي د پنځم کال لپاره به هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل وايي، په افغانستان کې به نوی تعلیمي کال پيل شي، «خو د نجونو لپاره نه». هغه زیاتوي، د پنځم کال لپاره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو څوکۍ لا هم خالي پاتې دي.

مریم سلېمان‌خېل د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په درشل کې وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو څوکۍ لا هم خالي پاتې دي.

مریم سلېمان‌خېل وايي: «دا د نن ورځې د بشري حقونو له سترو ستونزو څخه یوه ده».

د هر کال په تېرېدو سره له زده‌کړو د محرومو شویو نجونو زده‌کوونکو په شمېر کې ډېروالی راځي او د نړۍوالو بنسټونو په وینا، دغه شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۴ میلیونو ته ورسېږي.

سره له دې چې د طالبانو په واکمنۍ کې نوی ښوونیز کال د وري په لومړۍ پیلېده، خو اوس دغه چاره د نامعلوم لامل له‌مخې، د روانې اونۍ پای یعنې د پنجشنبې په ورځ د وري ۶مې ته ځنډول شوې ده.
سږکال به هم د نړۍوالو له فشارونو سره سره طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د زده‌کړو دوام ته اجازه ورنه‌کړي.

کمال‌ناصر اصولي طالبانو ته: د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي کمال‌ناصر اصولي د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په درشل کې غوښتنه کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې باید پرانېستل شي.

کمال‌ناصر اصولي د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ».

هغه تلویحاً طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې په دې کار سره د افغانانو راتلونکي نسلونه وژنئ او زیاته کړې یې ده: «د ښوونځیو د دروازو په بندولو سره تاسو د افغانانو راتلونکي نسلونه وژنئ».

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې او د یونېسف په وینا د طالبانو په دې چارې سره، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

سره له دې چې د طالبانو په واکمنۍ کې نوی ښوونیز کال د وري په لومړۍ پیلېده، خو اوس دغه چاره د روانې اونۍ پای یعنې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۶مه ته ځنډول شوې ده.

طالبانو له پاکستان سره د شخړو له امله د ښوونیز کال مراسم د وري شپږمې ته وځنډول | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو پوهنې وزارت په یوه رسمي مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی د دغې چارې د لامل په تړاو په واضحه توګه څه نه‌دي ویل شوي، خو د ډیورند کرښې ته څېرمه ولایتونو ډېری اوسېدونکي د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او له ډېورند کرښې لرې د ښوونځیو په ودانیو کې میشت دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په شخړو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پرتو ولسوالیو لسګونه زره کسان بې ځایه شوي او که جګړه وغځیږي د نورو خلکو د بېځایه کېدو اټکل هم کیږي.