په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

په کابل یو شمیر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو برید په تړاو خپل اعتراض لیک د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ته وسپاره. په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په تړاو څېړنې وکړي.
نن دوشنبه، وري پر۳مه په کابل کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونه، د پوهنتون استادان، مدني فعالان او قومي مشران، چې طالبانو ته نژدې کسان دي د یوناما دفتر مخکې ته راټول شوي و.
دوی غوښتنه وکړه، چې د پاکستان بریدونه دې د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو له لوري وغندل شي.
دوی زیاتوي، چې د پاکستان بریدونو د دوام مخه دې په جدي ډول ونیول شي.
دوی همدراز وویل چې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې «۴» مادې پر بنسټ دې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی وشي.
دا لیګ په داسې حال کې سپارل کېږي، چې د طالبانو او پاکستان اوربند ختمېدو ته شاوخوا ۱۰ ساعته پاتې دي.
