ټرمپ: سوله د ځواک له لارې ترلاسه کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په شپه (د امریکا په ختیځ وخت) په خپل ټولنیزه پاڼه «ټروت سوشیال» کې له کوم وضاحت پرته په لویو تورو لیکلي: «سوله د ځواک له لارې ترلاسه کېږي، که وغواړم دا په نرمه بڼه ووایم»
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې د شنبې په شپه ډونالډ پرمټ په یوه پوسټ کې ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د هرمز تنګي په بشپړه توګه پرانیزي او ګواښ یې وکړ، چې که دا کار ترسره نه شي امریکا به د ایران برېښنا پر فابریکو بریدونه وکړي.
