د خاتمالانبیاء قرارګاه ویاند: د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوو

د سپاه پاسداران د "خاتمالانبیاء" مرکزي قرارګاه ویاند وایي، چې ایران د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوي.

د سپاه پاسداران د "خاتمالانبیاء" مرکزي قرارګاه ویاند وایي، چې ایران د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوي.
د دغه ویاند په وینا، د "اسلامي جمهوریت د پوره برلاسۍ او ځواک" له امله په فارس خلیج کې د ماینونو ښخولو ته اړتیا نشته او د اړتیا په صورت کې به د امنیت د ټینګښت لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخیستل شي.
نوموړي په دوام کې وویل: «د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه پر امریکا او اسراییل باندې په برلاسۍ او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د فارس خلیج د امنیت د ساتلو وړتیا لري او له سیمې بهر هېوادونه په دې حوزه کې د مداخلې حق نه لري».