• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار: په افغانستان کې عملیات زموږ د «ترهګرۍ ضد تګلارې» برخه ده

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي چې اسلام‌اباد د «ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کې قاطع دریځ لري او «په افغانستان کې ترسره کېدونکي اقدامات او عملیات هم د همدې امنیتي تګلارې برخه دي».

نوموړي، نن د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳مه)د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) او بلوچ ازادي‌ غوښتونکي پوځ (بي ایل ای) په اړه وویل چې دا ډلې د «فتنه هندوستان» او «فتنه خوارج» په نوم یادېږي او د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

پاکستان دغو ډلو ته یاد نومونه کاروي، خو مخالفان یې دا ردوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان واکمنو طالبانو او پاکستان د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب د کوچني اختر په مناسبت یوه لنډمهاله اوربند ته رسېدلي دي.

د پاکستان له اړخه دغه اوربند نن شپه پای ته رسیږي.

له لنډمهالي اوربند وړاندې د پاکستان په یوه هوايي برید کې په کابل کې د روږدو د درملنې یو مرکز په نښه شو، چې ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان پوځ ویلي چې هر ډول دوامداره اوربند او خبرې اترې به هغه مهال عملي شي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دغه هېواد ته وسپارل شي، خو طالبانو تل د پاکستان دا تورونه چې ګواکې دوی په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته پټنځایونه برابر کړي، رد کړي او ویلي یې دي چې د خبرو اترو لپاره چمتو دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

رانا ثناالله: موږ د افغانستان د هیڅ برخې د نیولو نیت نه لرو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې هیواد یې نه د جګړې د تحمیلولو هڅه کوي او نه هم د افغانستان د کومې برخې د نیولو اراده لري. هغه زیاته کړې، چې د اسلام اباد یوازینۍ غوښتنه دا وه چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.

په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې په اړه، هغه ټینګار وکړ چې عملیات د وسله والو د پټنځایونو او خوندي ځایونو د له منځه وړلو په موخه وو.

رانا ثناالله خبرداری ورکړ، چې د داسې اډو بیا راڅرګندېدل به له نږدې وڅارل شي او ځواب به ورکړل شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د کرم سیمې ته د سفر او په کوچني اختر کې د خپلو سرتیرو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.

منیر ویلي، چې په افغانستان کې عملیات د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او په سرحدي سیمو کې د تلپاتې سولې د ډاډمنولو په موخه ترسره شوي دي.

بل خوا طالبانو د پاکستان دا تورونه چې ګواکې دغه ډلې د افغانستان په خاوره کې ټي ټي پي ته پټنځایونه او ملاتړ برابر کړی، تل رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندې وکارول شي.

د بحران نړیواله ډله: طالبان د پاکستاني وسله والو لپاره د ملاتړ د زیاتوالي په اړه غور کوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د بحران نړیوالې ډلې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان وضعیت په اړه په یوه راپور ویلي، چې د پاکستان پوځي بریدونو د طالبانو مشران اړ کړي چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ زیات کړي. د راپور له مخې، د طالبانو ځینې مشران دې پایلې ته رسیدلي چې دوی ممکن وکولی شي د پاکستان پر پوځ فشار راوړي.

په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په پرتله روښانه پوځي برتري لري، مګر په اوکراین او منځني ختیځ کې جګړو ښودلې چې دا برتري د غیر متناسبو میتودونو له لارې ننګول کېدای شي.

د بحران نړیوالې ډلې زیاته کړې، چې د اسلام اباد او راولپنډۍ په څېر ښارونو کې د بې پیلوټه الوتکو کارولو لپاره د طالبانو وړتیا د دې چلند یوه بیلګه ده.

د دغه سازمان په وینا، طالبانو هڅه کړې چې د ډرون بریدونو په ترسره کولو سره د پاکستان هوایی برتري وننګوي او احتمال لري چې دا ظرفیت نور هم پراخ کړي.

سازمان ټینګار کړ ی، چې اوسنۍ شخړه ګټونکي نلري. راپور کې ویل شوي: "دا جګړه ممکن د طالبانو لپاره کورنی ملاتړ پیاوړی کړی وي، مګر دې په نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی."
د بحران ډلې دا هم لیکلي، چې سره له دې چې ځینو هیوادونو د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته د افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه؛ خو لږو حکومتونو د پاکستان د پوځي اقداماتو غندنه کړې ده. برعکس، پر طالبانو باندې د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د کنټرول لپاره فشار زیات شوی دی.
د سازمان په وینا، دغه وضعیت په افغانستان کې د ثبات د ډاډمن کولو لپاره له طالبانو سره د ښکیلتیا لپاره سیمه ییزه اجماع هم کمزورې کړې ده.

د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې د اکتوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډوډۍ د طالبانو هغه پالیسي ننګولې ده چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا سره د نښلولو په دروازه بدلوي.

د راپور په وروستۍ برخه کې د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د شخړې وروستی زیاتوالی نه یوازې د امنیتي وضعیت ښه کولو کې مرسته نه کوي، بلکې ویجاړتیا، بې ځایه کېدل او اقتصادي بحران هم زیاتوي.

د پاکستان د پوځ مشر: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د کرم سیمې ته د خپل سفر او د کوچني اختر په مراسمو کې له سرتیرو سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

عاصم منیر د غضب اللحق عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې دا عملیات د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او په سرحدي سیمو کې د تلپاتې سولې د تامین په ترسره ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې له زیاتیدو وروسته د افغان طالبانو پر ضد د غضب اللحق عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د دې عملیاتو په پایله کې یې سلګونه طالب سرتیري وژلي دي.
د پاکستان د پوځ مشر په خپله وینا کې زیاته کړه، چې هغو ترهګرو ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان دننه له پټنځایونو څخه فعالیت کوي او د پاکستان امنیت به زیانمن کړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په هیواد کې ناامني په افغان خاوره کې ریښې لري او افغان طالبان یې د تحریک طالبان پاکستان په څیر ډلو په ملاتړ تورن کړي دي خو افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.

د امریکا اوهایو کې د پاکستان پر ضد یو افغان اعتراض کوونکی د پاکستانیانو له لوري ډبول شوی

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د امریکا د اوهایو ایالت په هیلیارد سیمه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د عزت‌الله پامیر په نوم یو افغان ځوان هغه مهال د یوې ډلې پاکستانیانو له لوري وډبول شو، چې د پاکستان پر ضد یې اعتراضیه انځور چاپ کړی و. سرچینو ویلي، شاوخوا اتو پاکستانیانو دغه افغان ټپي کړی دی.

په یاده سیمه کې د اختر د لمانځه پر مهال موجودو کسانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دغه افغان ځوان په کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان هوايي بریدونو پر ضد انځور چاپ کړی و او په‌کې یې یاد بریدونه ظالمانه بللي وو. پاکستاني برید کوونکو پر عزت‌الله پامیر سر مات کړی او جامې یې هم پرې څېرلي دي.

په سیمه کې د لمونځ کوونکو د امنیت په موخه ګومارل شویو پولیسو پامیر له بریدګرو ژغورلی، خو د پېښې د عاملینو د نیول کېدو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستان په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې پر مرکز هوايي برید وکړ او د طالبانو په وینا، په یاد برید کې شاوخوا ۴۰۰ روږدي کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د پاکستان دغو بریدونو ګڼ غبرګونونه هم راوپارول.

فایننشل ټایمز: د طالبانو او وسله والو ډلو کارول اوس د پاکستان پر وړاندې په ګواښ بدل شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان له لوري د لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو کارول، چې پکې د ۱۹۸۰لسیزې افغان مجاهدین او وروسته طالبان شامل دي، اوس د اسلام‌اباد لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوي دي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ډلو ته پناه ورکوي، چې دا چاره د پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښ لامل ګرځېدلې ده.

د څېړنې له مخې، د قبایلي سیمو وضعیت او د طالبانو ایډیالوژیکه نږدېوالي له تحریک طالبان پاکستان سره ژورې اړیکې رامنځته کړې دي. دا ډله له ۲۰۰۷کال راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

راپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د دې له امله دی چې طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي پټنځایونو د له منځه وړلو ته چمتو نه دي. په مقابل کې، طالبان پاکستان تورنوي چې د دوی مخالفو ډلو، لکه د داعش سیمه‌ییزې څانګې، ملاتړ کوي.

سره له دې، فایننشل ټایمز ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کاري ځواک له لارې یو له بل سره تړلي دي.

راپور یادونه کوي چې په افغانستان کې تر ۲۳میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. همداراز، له ۲۰۲۵کال د اکتوبر راهیسې له پاکستان سره مهمه سوداګري بنده شوې او پر ایران د ترانزیټ لپاره تکیه هم د سیمه‌ییزې جګړې له امله نامطمئنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان هم له اقتصادي رکود، نابرابرۍ او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

فایننشل ټایمز خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د پټنځای په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د سیمې د جګړو په پراخېدو سره. ورځپاڼه زیاتوي چې یو منزوي او بې‌وزله افغانستان نه د خپل ولس او نه هم د نړۍ په ګټه دی، ځکه اوږدمهاله بې‌ثباتي او اقتصادي سقوط د افراطیت لپاره زمینه برابروي.

راپور سپارښتنه کوي چې دواړه هېوادونه باید د اختر پر مهال د قطر، ترکیه او سعودي عربستان په منځګړیتوب شوی اوربند تکیه وکړي او هڅه وکړي چې دا لنډمهالی اوربند په دوامدارې سولې بدل کړي.

همداراز، طالبانو ته سپارښتنه شوې چې له سخت دریځه تګلارو واوړي او د بشري حقونو او د نجونو د زده‌کړو په ګډون یو ټول‌شموله حکومت ته لاره هواره کړي. په مقابل کې، له پاکستان څخه غوښتل شوي چې د زور پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي او اقتصادي همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی چې د تېرو پنځو لسیزو تجربه ښيي، کله چې دا سیمه د نیابتي جګړو او افراطي نظریاتو ډګر ګرځي، پایلې یې تر پولو ډېرې هاخوا خپرېږي.