• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرملین وايي اروپا غواړي د اوکراین او روسیې جګړه دوام پيدا کړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د اروپایي چارواکو پر څرګندونو نیوکه کړې او وایي چې اروپایان لا هم غواړي د اوکراین او روسیې جګړه دوام ومومي. هغه وویل چې اروپا نه پوهېږي څنګه د دې جګړې لګښتونه ورکړي. نوموړي ادعا وکړه چې اروپایي ټولنه په یوه ستونزمن حالت کې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مخکې ویلي وو، چې«پوتین خپلو موخو ته نه دی رسېدلی. هغه ونه توانېد چې د اوکراین خلک مات کړي او دا جګړه یې نه ده ګټلې.»

په داسې حال کې چې د امریکا پوځي مرستې اوکراین ته نږدې درېدلې دي، خو نورو لوېدیځو هېوادونو اعلان کړی چې له کییف سره به خپلو مالي، پوځي او سیاسي مرستو ته دوام ورکړي.

د اوکراین جګړه، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې، لا هم روانه ده او د دې هېواد په ختیځ کې جګړې دوام لري. دا جګړه چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا تر ټولو خونړۍ نښته بلل کېږي تر اوسه یې د دواړو لورو ځواکونو کې سلګونه زره کسان مړه او ټپیان کړي دي.

لسګونه زره اوکرایني ملکي وګړي هم د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې هم د ځمکې د لیږد په مسله په ځانګړې توګه د دونیتسک په سیمه کې په ټپه دریدلي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د کاناډا سیمه ییزې الوتکې د ناستې پر مهال د اور وژنې له ټرک سره ټکر کړی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د نیویارک لاګوارډیا هوايي ډګر کې د ایر کاناډا ایکسپریس سیمه ییزه الوتکه د مارچ په ۲۳مه ځمکې ته د کښته کیدو پر مهال د اور وژنې له ټرک سره ټکر کړی، چې په پایله کې هوایي میدان تړل شوی او څلور کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د الوتکې پیلوټ او همکار پیلوټ په جدي ډول ټپیان شوي، پداسې حال کې چې د اور وژنې ټرک دوه پولیس افسران د خپلو لاسونو او پښو د ماتېدو له امله روغتون ته انتقال شوي، او حالت یې مستحکم دی.

د CRJ-900 الوتکه چې له مونتریال څخه را روانه وه، د شاوخوا ۳۹ کیلومتره په ساعت کې د ټرک سره ټکر وکړ.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي چې ډګر به د دوشنبې ورځې ۲ بجو پورې تړلی پاتې شي، او شاوخوا ۱۸ الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته شوي.

اسوشېټېډ پرېس: د جګړې په دوام سره د امریکا د اومه تېلو بیې لا هم بې‌ثباته دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د متحده ایالاتو د اومه تېلو بیې لا هم بې‌ثباته دي، ځکه د ایران جګړې په منځني ختیځ کې د کښتیو د تګ‌راتګ او د تېلو د تولید مخه نیولې ده.

د دغه اژانس په وینا، په متحده ایالاتو کې د وېسټ ټېکزاس انټرمدیټ سپک او خواږه اومه تېل د یکشنبې په ماښام (د وري ۲مه) د شیکاګو د کالیو په بورس کې د معاملاتو په بیا پیل سره د لنډ وخت لپاره لوړ شول، خو وروسته بیا ۹۷.۸۶ ډالرو ته راټیټ شول. دا شمېره د جمعې ورځې له ۹۸.۳۲ ډالرو بیې څخه یو څه ټیټه ده.

اسوشېټېډ پرېس زیاته کړې، چې د یکشنبې په ورځ د نړۍوال سټندرد یا برنټ خامو تېلو د هر بېلر بیه له ۱۱۱ ډالرو څخه یو څه پورته وه. د دغو تېلو بیه د جمعې په ورځ ۱۱۲.۱۹ ډالره او د تېرې اوونۍ په پیل کې ۱۱۹.۵۰ ډالرو ته رسېدلې وه.

یاد اژانس زیاته کړې، چې د بازار تحلیلګران وضعیت له نږدې څاري او په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ایران اسلامي جمهوریت اعلان وکړ، که د انرژۍ پر تاسیساتو د برید په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ عملي شي، د هرمز تنګی به سمدستي او په بشپړ ډول وتړل شي.

د ناټو سر منشي د ایران پر وړاندې د ټرمپ له پالیسۍ ملاتړ وکړ

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۰

د ناټو سرمنشي له سي‌بي‌اېس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، چې ناټو د اسراییلي چارواکو هغه څرګندونې نه‌شي تاییدولی، چې ګواکې پر ډیاګو ګارسیا ویشتل شوي توغندي ایراني قاره ویشتونکي توغندي وو.

مارک روټه د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اقدام څخه د ملاتړ ترڅنګ هغه یې اړین وباله او د عامه ملاتړ غوښتنه یې هم وکړه.

هغه وویل: «زه هیله‌مند یم چې د امریکا ولس له هغه [ټرمپ] څخه ملاتړ وکړي، ځکه چې هغه دا کار د ټولې نړۍ د امنیت لپاره کوي».

روټه زیاته کړه، د ناټو له غړو هېوادونو هم تمه کېږي چې له ټرمپ څخه ملاتړ وکړي او ان که همغږي لږه ځنډنۍ هم شي.

هغه همداراز په ډاګه کړه: «موږ په بشپړه توګه ډاډمن یو چې د هرمز تنګي پر بیا پرانېستلو به بریالي شو او د دې لپاره پلان جوړونه له وړاندې پیل شوې ده».

هغه څرګنده کړه، پر دې هم پوهېږي چې ټرمپ د پروسې له اوږدېدو ناخوښ دی، خو یو ځل بیا یې له نورو وغوښتل چې وضعیت درک کړي، ځکه نور هېوادونه باید له مخکینۍ خبرتیا پرته ځانونه دې موضوع ته چمتو کړي وای.

کېم جونګ‌ اون بیا ځلي د شمالي کوریا د دولت د رييس په توګه وټاکل شو

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ کې‌سي‌اېن‌اې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګ‌اون بیا ځلي د شمالي کوریا د دولت د چارو د رييس په توګه وټاکل شو.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ویلي، د دغه هېواد د ولسي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) پیل شوه او په یاده غونډه کې به په سوسیالیستي اساسي قانون کې پر تعدیلاتو او زیاتونو او همدارنګه د دولتي چارو د کمېسیون د ريیس او نورو دولتي مشرانو پر ټاکلو بحث وشي.

دا اسمبلۍ د شمالي کوریا هغه پارلمان دی، چې عموماً د دولت تګلارې په رسمي توګه تصویبوي، معمولاً د واکمن کارګر ګوند له کانګرس وروسته غونډې کوي، څو د ګوند پرېکړې په قانون بدلې کړي.

د راپور له‌مخې، په یاده غونډه کې به د دغه هېواد هغه پنځه کلن اقتصادي پلان هم وڅېړل شي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ګوند په نهم کانګرس کې اعلان شوی وو.

زېلېنسکي: له روسیې سره د بندیانو د نوې تبادلې امکان شته

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارو موندلو په تړاو له امریکايي لوري سره دوه ورځني مذاکرات پای ته رسېدلي او داسې نښې شته چې له روسیې سره د بندیانو تبادله وکړي.

تمه وه چې په متحده عربي اماراتو کې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په موخه مذاکرات وشي، خو دغه خبرې اترې د روسي پلاوي له ګډون پرته یوازې د اوکراین او امریکا د استازو ترمنځ ترسره شوې دي.
د دغو دوه ورځنیو مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وویل، چې دمګړی د واشنګټن ټول تمرکز د ایران او سیمې پر وضعیت دی، خو ټینګار یې وکړ چې د اوکراین جګړه هم باید پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې له مذاکراتو داسې ښکاري چې له روسیې سره به تبادله ترسره شي.

زېلېنسکي زیاته کړې: «داسې نښې شته چې د جنګي بندیانو نوې تبادله به ترسره شي، چې دا به په حقیقت کې یو ډېر ښه خبر او د دې پخلی وي چې ډیپلوماسي کار ورکوي. موږ هیله لرو چې دا هڅې پایله ورکړي».

نوموړي تر دې وړاندې پر خپلو متحدینو غږ کړی و، چې پر روسیې د بندیزونو فشار وساتي او د روسیې د تېلو پر ټانکرونو سخت ګامونه پورته کړي، تر څو مسکو د تېلو له عوایدو بې‌برخې شي.