• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ضیاالحق امرخېل: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان دی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰

په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره جوخت د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله افغانستان ته داسې زیان اوښتی او لاهم اوړي چې په هېڅ پروژه او پروګرام نه شي جبرانېدلی.

نوموړي ټینګار کړی چې دا زیان لا هم دوام لري او تر هغه چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي، افغانستان به نه په سیمه او نه هم په نړیواله کچه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

امرخېل پر طالب چارواکو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، څو هېواد د پرمختګ پر لور ګام واخلي او راتلونکی نسل له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو سخت محدودیتونه ولګول شول. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او ښځې له پوهنتونونو څخه منع کړای شوې.

دغه بندیزونه له ۲۰۲۱کال راهیسې دوام لري او د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

شنونکي وايي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي راتلونکي ژور منفي اغېز کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

روسي رسنۍ: د افغانستان څخه اروپا ته د هیرویینو د لېږد لارې بدلې شوې دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د مولدویا جمهوریت د پولیسو یوه پخواني چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه اروپا ته د هیرویین قاچاق د اوږدې مودې راهیسې د منظمې جرمې شبکې له لوري کنټرولېده، خو په وروستیو کلونو کې یې د لېږدولو لارې بدلې شوې دي.

د روسي «ایزوستیا» خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر چبان، چې د مولداوی د مخدره موادو ضد پولیسو پخوانی مشر و، ویلي چې په ډېرو مواردو کې د قومې ځانګړتیاوو لرونکې جرمې ډلې په دې شبکو کې رول لري.

چبان زیاته کړې: «په هغو قضیو کې چې موږ یې څېړنه کړې، په ډېرو هیرویینو پورې اړوند جرمونو کې د کرد قومې ډلې ښکېلې وې، ځینې یې له کردستان د کارګرانو ګوند سره مخکې اړیکې لرلې.»

هغه همدارنګه ویلي چې د ترکیې چارواکو په دې موضوع کې محتاطانه عمل کاوه او معلومات یې محدودو کسانو ته ورکول، ځکه چې دا مسله د هېواد د کورني امنیت سره تړلې وه.

چبان په خپلو خبرو کې د هیرویینو د لېږدولو دوه اصلي لارې هم تشریح کړي، هغه وایي چې یوه لاره د اذربایجان، گرجستان او روسیې له لارې اروپا ته رسیږي او بله لاره د ترکیې له لارې بلغاریا ته ځي او بیا اروپا ته رسېږي.

د راپور له مخې، د بلغاریا د سرحدي کنټرول د پیاوړتیا له امله، د قاچاق یوه برخه لاره بدله شوې او اوس د هیرویین انتقال له ترکیې څخه اروپا ته په عمده توګه د سمندر له لارې ترسره کېږي.

دا شواهد ښيي چې د افغانستان څخه اروپا ته د نشه يي موادو قاچاق لارې په دوامداره توګه بدلېږي او د امنیتي اقداماتو او سیمه‌ایزو بدلونونو له اغېزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، طالبان د بیا واکمنېدو له وخت راهیسې ادعا کوي چې د افغانستان په کچه د نشه يي موادو د کرنې او قاچاق پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي.

سرچینې: طالبانو په اختر کې د امنیتي ستونزو له امله په پکتیا کې «منډهېر پارک» تړلی و

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰

په پکتیا کې امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې سږکال په کوچني اختر کې طالبانو د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې «منډهېر پارک» ته د سېلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و. دا پرېکړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته شوې او دا سیمه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون په تېر لوي اختر کې خبر ورکړی و، چې د لوی اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت اړوند د ځاځي اریوب تفریحي پارک ته ۴۰۰زره سېلانیان ورغلي وو.

د ځاځي اریوب د تفریحي پارک مسوولینو د کوچني اختر په ورځو کې د ځاځي اریوب تفریح ځای هېڅ کوم انځور نه دی خپور کړی او نه یې هم د خپلو فعالیتونو په اړه څه ویلي دي.

طالبانو او پاکستان د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی به د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په لنډمهالي ډول جګړه ودروي. له دې سره دواړه خواوو اعلان وکړ، که ګواښ یا برید وشي؛ نو د بل لوري د کړنو ځواب به ورکړي.

له دې وړاندې بیا هم نړیوالو بنسټونو راپورونه خپره کړي دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړو کې شاوخوا سل زره کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

ریچارډ لېنډسي: له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېږي، میلیونونه نجونې یو ځل بیا د زده‌کړې له حق څخه بې برخې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له زده‌کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول د هېواد راتلونکې زیانمنوي او د افغانستان د ټولو ټولنو پرمختګ ټکنی کوي.

لینډسي زیاته کړې چې زده‌کړه باید د ټولو لپاره برابره او د لاسرسی وړ وي، څو د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره بنسټونه پیاوړي شي.

په افغانستان کې تعلیمي کال په داسې حال کې پیلېږي چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او ښځې له پوهنتونونو څخه منع شوې دي.

دغه بندیزونه له د ۲۰۲۱ کال راهیسې دوام لري او په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالې ادارې دا پرېکړې د نجونو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

کارپوهان وايي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول نه یوازې د فردي ودې مخه نیسي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ هم ژور منفي اغېز کوي.

طالبان وايي زرګونو «سیلانیانو» د اختر په ورځو کې د هرات له تاریخي سیمو لیدنه کړې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې زرګونه «سیلانیانو» د یاد ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه کړې. یاد ریاست نه دي ویلي، چې په دې ورڅو کې څومره بهرني سیلانیان دغو سیمو ته ورغلي دي.

یاد ریاست زیاته کړې ده چې یوازې د اختر په ورځو کې درې زره تنو له اختیارالدین کلا څخه لیدنه کړې، چې دا د عادي ورځو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

اختیارالدین کلا د هرات له مهمو تاریخي ودانیو شمېرل کیږي.

د طالبانو د هرات والي ویاندمحمد یوسف سعیدي ویلي دي چې بشپړ امنیتي تدابیر د دې سبب شول چې خلک په ډاډمنه فضا کې تاریخي ځایونو ته لاړ شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د ولایت نورو تاریخي ځایونو لکه د هرات زاړه ښار، رومي دروازې او نورو تفریحي ځایونو هم په دې ورځو کې ګڼ شمېر لیدونکي لرل.

په افغانستان کې په اخترونو او نوروز کې خلک معمولا ښارونو، تاریخي او تفریحي ځایونو ته ورځي.

طالبانو نه دي ویلي، چې په دې ورځو کې بهرنیو سیلانیانو هم له یادو سیمو لیدنه کړې ده او که نه.

رحمت‌الله نبیل: د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پيل سره سم ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل یوازې د زده‌کړو مخه نه نیسي، بلکې د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي.

نوموړي پر اېکس په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د هېواد راتلونکې د پوهې، پوهاوي او هیلو پر بنسټ جوړېږي او د زده‌کړو مخنیوی یوازې یو سیاسي یا دیني تصمیم نه، بلکې د یوه ملت له برخلیک سره ښکاره دښمني ده.

نبیل زیاته کړې، چې کله ناپوهي تقدس پیدا کړي، نو تیاره واکمنه شي. د هغه په وینا، طالبان هغه ځواک دی چې افغانستان یې له رڼا څخه د تیارې پر لور بیولی دی.

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې چې هېڅ تیاره تلپاتې نه ده او رڼا به بالاخره خپله لاره ومومي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښونځیو دروازې وتړلې او لاهم تړلې پاتې دي.