اسوشېټېډ پرېس: مصر او ترکیه د کړکېچ د کمولو لپاره د هڅو مشري کوي

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د فارس خلیج د یوه هېواد د ډیپلومات له قوله خبر ورکړی، چې مصر او ترکیه په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د پیل شویو هڅو مشري پر غاړه لري.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د فارس خلیج د یوه هېواد د ډیپلومات له قوله خبر ورکړی، چې مصر او ترکیه په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د پیل شویو هڅو مشري پر غاړه لري.
دغه چارواکي ویلي: «اوس مهال داسې برېښي چې دا دواړه هېوادونه د انرژۍ د یوه ناورین په مخنیوي کې بریالي شوي دي».
نوموړي همداراز په ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي بریدونو او د اسلامي جمهوریت متقابل غبرګون پایلو ته هم اشاره درلوده.
همدارنګه یوه مصري چارواکي دغې رسنۍ ته ویلي، چې متحده ایالاتو او اسلامي جمهوریت د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د مصر، ترکیې او پاکستان له لارې پیغامونه تبادله کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادو دواړو چارواکو له خبریالانو سره د خبرو اجازه نه درلوده او د نوم د نه ښودلو په شرط یې دا معلومات ورکړي دي.