• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني په برلین کې د طالبانو استازی د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه نه‌مني

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې طالبانو په برلین کې د افغانستان د سفارت لپاره نوی استازی ټاکلی، ویلي چې له حقوقي پلوه په دغه استازولۍ کې هېڅ ډول بدلون او نوې ګومارنه نه‌مني.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې دغې ډلې په جرمني کې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی دی. همدارنګه د جرمني ای‌ارډي شبکې هم راپور ورکړی و، چې طالبانو خپل یو ډیپلومات په برلین کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
د دویچه‌وله د راپور له‌مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت یو ډیپلومات باید د دې هېواد د سفارت چارې پر مخ یوسي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان د سفیر یا د سفارت د سرپرست په توګه د یوه ډیپلومات د پېژندنې لپاره د جرمني هوکړه اړینه ده، خو په دې اړه «هېڅ یو پړاو نه‌دی بشپړ شوی».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له عبدالباقي پوپل څخه غوښتل شوي و، چې د خپلې رسمي دندې له پای ته رسېدو مخکې خپلې چارې د طالبانو له لوري ټاکل شوي ډیپلومات نبراس‌الحق عزیز ته وسپاري. ویل کېږي، چې پوپل به د ځایي کارکوونکي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
په برلین کې ډیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې ټاکنې په اړه نه دی خبر کړل شوی. د شته معلوماتو له‌مخې، طالبان له کوربه هېواد سره په رسمي چارو کې له پوپل څخه ګټه اخلي، خو په خپلو داخلي اسنادو کې هغه یوازې د یوه ځایي کارکوونکي په توګه یادوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د استازولیو له لوري د کونسلي خدماتو دوام برلین ته ډېر مهم دی. د دې وزارت په وینا، برلین غواړي چې لکه د ویزو او پاسپورټونو صادرول په منظم ډول دوام وکړي او په سفارت کې داسې کسان شتون ولري، چې داسې پاسپورټونه صادر کړي چې د طالبانو اداره یې هم ومني.
اوس مهال په برلین کې د افغانستان د سفارت په رسمي جوړښت کې یو شارژدافیر چې تر ۲۰۲۱ کال وړاندې ټاکل شوی، د جرمني حکومت ته د رسمي مرجع په توګه پېژندل کېږي، که څه هم په عملي توګه د طالبانو له لوري معرفي شوی کس د سفارت چارې پر مخ وړي.
ښاغلی پوپل څو میاشتې وړاندې د یما یاري پر ځای د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و. عبدالباقي پوپل مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت د کاردار په توګه دنده ترسره کړې او د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د سیمه‌ییزو ارګانونو د مرستیال په توګه هم کار کړی دی. د یادولو ده، چې جرمني د طالبانو اداره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې پر مهمو ټکو هوکړه شوې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰
ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې پر مهمو ټکو هوکړه شوې
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې خبرې شوې دي او دواړه خواوو پر «مهمو ټکو» هوکړه کړې او ښايي ډېر ژر د جګړې د پای لپاره یوه هوکړه وشي.

ټرمپ وویل چې د منځني ختیځ لپاره د هغه استازي سټیو ویتکوف او د هغه نږدې سلاکار او زوم جیرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او دا بهیر به د دوشنبې په ورځ هم دوام وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ ډېرې پیاوړې خبرې درلودې. وګورو چې پایله یې څه کېږي. موږ پر مهمو ټکو، نږدې پر ټولو ټکو موافقه لرو».

ټرمپ وروسته په ټېنېسي ایالت کې وویل چې د یوې هوکړې امکان ډېر لوړ دی: «له ایران سره موږ له ډېر وخت راهیسې خبرې کوو، خو دا ځل هغوی جدي دي».

سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰
سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.

نوموړي دا څرګندونې په پښین کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه د پاکستان پر حکومتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عام وګړي د دغه هېواد حقیقي مالکان دي.

اپریدي وویل، کله چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کوي، ورته ویل کېږي چې «افغانستان ته لاړ شئ»، او کله چې د ایران په اړه د ولس او پارلمان د نظر اخېستلو غوښتنه کوي، ځواب ورکول کېږي چې «ایران ته لاړ شئ.»

هغه په توندو ټکو وویل: «ایا دا پاکستان ستاسو د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې مالک یم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان عام وګړي خپله «ریاست» دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې هغوی ته د هېواد پرېښودلو خبره وکړي.

ضیاالحق امرخېل: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان دی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰
ضیاالحق امرخېل: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان دی
100%

په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره جوخت د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله افغانستان ته داسې زیان اوښتی او لاهم اوړي چې په هېڅ پروژه او پروګرام نه شي جبرانېدلی.

نوموړي ټینګار کړی چې دا زیان لا هم دوام لري او تر هغه چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي، افغانستان به نه په سیمه او نه هم په نړیواله کچه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

امرخېل پر طالب چارواکو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، څو هېواد د پرمختګ پر لور ګام واخلي او راتلونکی نسل له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو سخت محدودیتونه ولګول شول. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او ښځې له پوهنتونونو څخه منع کړای شوې.

دغه بندیزونه له ۲۰۲۱کال راهیسې دوام لري او د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

شنونکي وايي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي راتلونکي ژور منفي اغېز کوي.

روسي رسنۍ: د افغانستان څخه اروپا ته د هیرویینو د لېږد لارې بدلې شوې دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰
روسي رسنۍ: د افغانستان څخه اروپا ته د هیرویینو د لېږد لارې بدلې شوې دي
100%

د مولدویا جمهوریت د پولیسو یوه پخواني چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه اروپا ته د هیرویین قاچاق د اوږدې مودې راهیسې د منظمې جرمې شبکې له لوري کنټرولېده، خو په وروستیو کلونو کې یې د لېږدولو لارې بدلې شوې دي.

د روسي «ایزوستیا» خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر چبان، چې د مولداوی د مخدره موادو ضد پولیسو پخوانی مشر و، ویلي چې په ډېرو مواردو کې د قومې ځانګړتیاوو لرونکې جرمې ډلې په دې شبکو کې رول لري.

چبان زیاته کړې: «په هغو قضیو کې چې موږ یې څېړنه کړې، په ډېرو هیرویینو پورې اړوند جرمونو کې د کرد قومې ډلې ښکېلې وې، ځینې یې له کردستان د کارګرانو ګوند سره مخکې اړیکې لرلې.»

هغه همدارنګه ویلي چې د ترکیې چارواکو په دې موضوع کې محتاطانه عمل کاوه او معلومات یې محدودو کسانو ته ورکول، ځکه چې دا مسله د هېواد د کورني امنیت سره تړلې وه.

چبان په خپلو خبرو کې د هیرویینو د لېږدولو دوه اصلي لارې هم تشریح کړي، هغه وایي چې یوه لاره د اذربایجان، گرجستان او روسیې له لارې اروپا ته رسیږي او بله لاره د ترکیې له لارې بلغاریا ته ځي او بیا اروپا ته رسېږي.

د راپور له مخې، د بلغاریا د سرحدي کنټرول د پیاوړتیا له امله، د قاچاق یوه برخه لاره بدله شوې او اوس د هیرویین انتقال له ترکیې څخه اروپا ته په عمده توګه د سمندر له لارې ترسره کېږي.

دا شواهد ښيي چې د افغانستان څخه اروپا ته د نشه يي موادو قاچاق لارې په دوامداره توګه بدلېږي او د امنیتي اقداماتو او سیمه‌ایزو بدلونونو له اغېزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، طالبان د بیا واکمنېدو له وخت راهیسې ادعا کوي چې د افغانستان په کچه د نشه يي موادو د کرنې او قاچاق پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي.

چین د منځني ختیځ په شخړه کې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کړې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰
چین د منځني ختیځ په شخړه کې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کړې
100%

چین، نن د دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ د شخړې له ټولو لوریو، په ځانګړې توګه له امریکا او اسراییل څخه وغوښتل چې پوځي عملیات ودروي، او خبرداری یې ورکړ چې که جګړه وغځېږي، د "زیانمنونکي دورې" سبب ګرځي.

د چین د منځني ختیځ ځانګړي استازي، ژای جون، په یوه خبري غونډه کې ویلي: «هغه څوک چې زنګ وتړل، باید هماغه یې خلاص کړي.» نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د سعودي عربستان، متحده عرب امارات او کویت سفرونه یې کړي و.

په یوې بلې خبري غونډه کې د چین د بهرنیو چارو ویاند لین جیان خبرداری ورکړ چې د ځواک کارول یوازې د "زیانمنونکي دورې" سبب کېږي او دا جګړه باید پیل شوې نه وای.

هغه زیاته کړه: «که شخړې وغځېږي او شدیدېږي، ټول سیمه به په ګډوډۍ کې ډوبه شي.»

بل لور ته د چارو کارپوهان وایي، چې دا حالت کولی شي د نړیوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي او د چین د صادراتو غوښتنه کمزوري کړي.