• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په اختر کې د امنیتي ستونزو له امله په پکتیا کې «منډهېر پارک» تړلی و

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۰

په پکتیا کې امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې سږکال په کوچني اختر کې طالبانو د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې «منډهېر پارک» ته د سېلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و. دا پرېکړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته شوې او دا سیمه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون په تېر لوي اختر کې خبر ورکړی و، چې د لوی اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت اړوند د ځاځي اریوب تفریحي پارک ته ۴۰۰زره سېلانیان ورغلي وو.

د ځاځي اریوب د تفریحي پارک مسوولینو د کوچني اختر په ورځو کې د ځاځي اریوب تفریح ځای هېڅ کوم انځور نه دی خپور کړی او نه یې هم د خپلو فعالیتونو په اړه څه ویلي دي.

طالبانو او پاکستان د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی به د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په لنډمهالي ډول جګړه ودروي. له دې سره دواړه خواوو اعلان وکړ، که ګواښ یا برید وشي؛ نو د بل لوري د کړنو ځواب به ورکړي.

له دې وړاندې بیا هم نړیوالو بنسټونو راپورونه خپره کړي دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړو کې شاوخوا سل زره کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ لېنډسي: له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېږي، میلیونونه نجونې یو ځل بیا د زده‌کړې له حق څخه بې برخې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له زده‌کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول د هېواد راتلونکې زیانمنوي او د افغانستان د ټولو ټولنو پرمختګ ټکنی کوي.

لینډسي زیاته کړې چې زده‌کړه باید د ټولو لپاره برابره او د لاسرسی وړ وي، څو د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره بنسټونه پیاوړي شي.

په افغانستان کې تعلیمي کال په داسې حال کې پیلېږي چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او ښځې له پوهنتونونو څخه منع شوې دي.

دغه بندیزونه له د ۲۰۲۱ کال راهیسې دوام لري او په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالې ادارې دا پرېکړې د نجونو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

کارپوهان وايي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول نه یوازې د فردي ودې مخه نیسي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ هم ژور منفي اغېز کوي.

طالبان وايي زرګونو «سیلانیانو» د اختر په ورځو کې د هرات له تاریخي سیمو لیدنه کړې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې زرګونه «سیلانیانو» د یاد ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه کړې. یاد ریاست نه دي ویلي، چې په دې ورڅو کې څومره بهرني سیلانیان دغو سیمو ته ورغلي دي.

یاد ریاست زیاته کړې ده چې یوازې د اختر په ورځو کې درې زره تنو له اختیارالدین کلا څخه لیدنه کړې، چې دا د عادي ورځو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

اختیارالدین کلا د هرات له مهمو تاریخي ودانیو شمېرل کیږي.

د طالبانو د هرات والي ویاندمحمد یوسف سعیدي ویلي دي چې بشپړ امنیتي تدابیر د دې سبب شول چې خلک په ډاډمنه فضا کې تاریخي ځایونو ته لاړ شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د ولایت نورو تاریخي ځایونو لکه د هرات زاړه ښار، رومي دروازې او نورو تفریحي ځایونو هم په دې ورځو کې ګڼ شمېر لیدونکي لرل.

په افغانستان کې په اخترونو او نوروز کې خلک معمولا ښارونو، تاریخي او تفریحي ځایونو ته ورځي.

طالبانو نه دي ویلي، چې په دې ورځو کې بهرنیو سیلانیانو هم له یادو سیمو لیدنه کړې ده او که نه.

رحمت‌الله نبیل: د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پيل سره سم ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل یوازې د زده‌کړو مخه نه نیسي، بلکې د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي.

نوموړي پر اېکس په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د هېواد راتلونکې د پوهې، پوهاوي او هیلو پر بنسټ جوړېږي او د زده‌کړو مخنیوی یوازې یو سیاسي یا دیني تصمیم نه، بلکې د یوه ملت له برخلیک سره ښکاره دښمني ده.

نبیل زیاته کړې، چې کله ناپوهي تقدس پیدا کړي، نو تیاره واکمنه شي. د هغه په وینا، طالبان هغه ځواک دی چې افغانستان یې له رڼا څخه د تیارې پر لور بیولی دی.

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې چې هېڅ تیاره تلپاتې نه ده او رڼا به بالاخره خپله لاره ومومي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښونځیو دروازې وتړلې او لاهم تړلې پاتې دي.

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د مشر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې عامې روغتیا وزارت ته پکې حکم شوی، چې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی سلاکار د مشاور په توګه وګومارل شي. په مکتوب کې لیکل شوي، چې نوموړی په اېګل کمپ کې د امریکايي ځواکونو مشاور و.

د طالبانو دغه حکم د ۱۴۰۳ کال د لیندي میاشتې پر څلورمه نېټه ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت ته لېږل شوی او غوښتنه ترې شوې چې عبدالله اسراییل ارین پر ان جي اوګانو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظارت او انسجام په برخه کې د مشاور په توګه وګومارل شي.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې ارین له دې وړاندې د امریکايي ځواکونو په اېګل کمپ کې د ملکي مشاور په توګه کار کړی او انځورونه یې هم له دې حکم سره ضمیمه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل دا انځورونه ترلاسه کړي دي، چې ښيي عبدالله اسراییل ارین له امریکايي ځواکونو سره ولاړ دی.

په ترلاسه شوي مکتوب کې د عبدالله اسراییل ارین د ګومارلو علتونه هم لیکل شوي دي.

لومړی علت یې دا ښودل شوی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو مرستې پام وړ کمې شوې او بهرنیو شریکانو ته ډاډ ورکړل شي، چې د دوی مرستې وړ خلکو ته رسیږي او اړتیا ده له داسې کسانو د مشاورینو په توګه ګټه واخیستل شي، چې مخکې له نړیوالو سازمانونو سره کاري سابقه لري.

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ګومارنې په تړاو د طالبانو د مشر ملاهبت الله دفتر او د استخباراتو لوی ریاست ته هم معلومات ورکړل شوي دي.

100%

د تایید شويو معلوماتو له مخې، عبدالله اسراییل ارین د بهرنیو سازماونو له مسوولینو سره په ناستو او سفرونو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي ملتیا کړې ده.

د طالبانو یوه چارواکي، چې د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم په ډاګه کول نه غواړي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته په داسې لارو چارو کار شوی چې د بېلابېلو پخوانیو بهرنیو موسسو او هېوادونو د امنیتي ادارو مشاورین وګومارل شي او بهرنۍ مرستې جذب شي».

د بهرنیو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د ملاهبت الله پر ټولبښنې پنځه کاله تیریږي، خو ګڼ کورني کدرونه له هېواده وتلي او یا په کوردننه وزګار دي او د پخوانیو سرتېرو نیونې او وژنې لاهم نه دي درېدلې.

د بهرنیو هېوادونو د مرستو په کمېدو سره طالبانو په خپل اداري چوکاټ کې شل سلنه تنقیص هم عملي کړی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اوبو او پاکوالي نابرابره لاسرسي خلک له ننګونو سره مخ کړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یو این هبیتات وایي، په هېواد کې د کورونو، ځمکو او بنسټیزو خدماتو نابرابر لاسرسي ګڼ شمېر افغانان له پاکو اوبو او مناسبې صفا ساتنې محروم کړي، چې دا نه یوازې د زیربناوو، بلکې د برابرۍ، کرامت او بشري حقونو مسله هم ده.

یو این هبیتات په تازه څرګندونو کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د اوبو او پاکوالي نابرابره لاسرسی د خلکو ژوند سخت کړی دی. ګڼ شمېر کورنۍ د پاکو څښاکو اوبو او د صفا ساتنې مناسب امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

یو این هبیتات د ایکس پوسټ له مخې، د اوبو او صفا ساتنې ستونزې یوازې د زیربناوو مسله نه ده، بلکې د برابرۍ، انساني کرامت او حقونو موضوع هم ده. په هېواد کې د نابرابرې اوبو او صفا ساتنې سیستم له امله، خلک په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او بې وزله ټولنیزې ډلې د ناروغیو او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د ادارې په وینا، د دې ستونزو د هواري لپاره اړینه ده چې په کورونو، ځمکو او بنسټیزو خدماتو کې مساوي لاسرسی یقیني شي، ترڅو ټول افغانان د پاکو اوبو او مناسبې صفا ساتنې له حقه برخمن شي.