• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د منځني ختیځ په شخړه کې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کړې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰

چین، نن د دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ د شخړې له ټولو لوریو، په ځانګړې توګه له امریکا او اسراییل څخه وغوښتل چې پوځي عملیات ودروي، او خبرداری یې ورکړ چې که جګړه وغځېږي، د "زیانمنونکي دورې" سبب ګرځي.

د چین د منځني ختیځ ځانګړي استازي، ژای جون، په یوه خبري غونډه کې ویلي: «هغه څوک چې زنګ وتړل، باید هماغه یې خلاص کړي.» نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د سعودي عربستان، متحده عرب امارات او کویت سفرونه یې کړي و.

په یوې بلې خبري غونډه کې د چین د بهرنیو چارو ویاند لین جیان خبرداری ورکړ چې د ځواک کارول یوازې د "زیانمنونکي دورې" سبب کېږي او دا جګړه باید پیل شوې نه وای.

هغه زیاته کړه: «که شخړې وغځېږي او شدیدېږي، ټول سیمه به په ګډوډۍ کې ډوبه شي.»

بل لور ته د چارو کارپوهان وایي، چې دا حالت کولی شي د نړیوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي او د چین د صادراتو غوښتنه کمزوري کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ لېنډسي: له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېږي، میلیونونه نجونې یو ځل بیا د زده‌کړې له حق څخه بې برخې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له زده‌کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول د هېواد راتلونکې زیانمنوي او د افغانستان د ټولو ټولنو پرمختګ ټکنی کوي.

لینډسي زیاته کړې چې زده‌کړه باید د ټولو لپاره برابره او د لاسرسی وړ وي، څو د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره بنسټونه پیاوړي شي.

په افغانستان کې تعلیمي کال په داسې حال کې پیلېږي چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او ښځې له پوهنتونونو څخه منع شوې دي.

دغه بندیزونه له د ۲۰۲۱ کال راهیسې دوام لري او په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالې ادارې دا پرېکړې د نجونو د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

کارپوهان وايي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول نه یوازې د فردي ودې مخه نیسي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ هم ژور منفي اغېز کوي.

روسیې د بالتیک په سترو بندرونو کې له ډرون بریدونو وروسته د نفتو صادرات ودرول

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۰

روسیې د بالتیک سمندر په مهمو بندرونو پریمورسک او اوست لوګا کې د ډرون بریدونو له امله د اومو نفتو او سون توکو صادرات درولي. رپوټونه وايي، چې دا کار د انرژۍ پر نړیوال بازار فشار نور هم ډېروي.

د راپورونو له مخې، د روسیې د نفتو دوو سترو صادراتي بندرونو، پریمورسک او اوست لوګا، د یکشنبې راهیسې د نفتو او سون توکو صادرات ځنډولي دي. سرچینو ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې پر دغو سیمو ډرون بریدونه ترسره شول.

د لیننګراد سیمې والي الکساندر دروزدنکو ویلي چې په پریمورسک کې د تېلو څو زیرمې د بریدونو له امله اور اخیستی، خو د صادراتو د درېدلو په اړه یې څه نه دي ویلي. تر اوسه روښانه نه ده چې اوست لوګا بندر ته زیان اوښتی که نه.

د معلوماتو له مخې، پریمورسک هره ورځ تر یو میلیون بېرله زیات نفت صادروي، او اوست-لوګا تېر کال نږدې ۳۲.۹ میلیونه مټریک ټنه نفتي محصولات صادر کړي دي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ جګړې او د هرمز تنګي تړل کېدو له امله نړیوال بازار له مخکې د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

کرملین وايي اروپا غواړي د اوکراین او روسیې جګړه دوام پيدا کړي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د اروپایي چارواکو پر څرګندونو نیوکه کړې او وایي چې اروپایان لا هم غواړي د اوکراین او روسیې جګړه دوام ومومي. هغه وویل چې اروپا نه پوهېږي څنګه د دې جګړې لګښتونه ورکړي. نوموړي ادعا وکړه چې اروپایي ټولنه په یوه ستونزمن حالت کې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مخکې ویلي وو، چې«پوتین خپلو موخو ته نه دی رسېدلی. هغه ونه توانېد چې د اوکراین خلک مات کړي او دا جګړه یې نه ده ګټلې.»

په داسې حال کې چې د امریکا پوځي مرستې اوکراین ته نږدې درېدلې دي، خو نورو لوېدیځو هېوادونو اعلان کړی چې له کییف سره به خپلو مالي، پوځي او سیاسي مرستو ته دوام ورکړي.

د اوکراین جګړه، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې، لا هم روانه ده او د دې هېواد په ختیځ کې جګړې دوام لري. دا جګړه چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا تر ټولو خونړۍ نښته بلل کېږي تر اوسه یې د دواړو لورو ځواکونو کې سلګونه زره کسان مړه او ټپیان کړي دي.

لسګونه زره اوکرایني ملکي وګړي هم د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې هم د ځمکې د لیږد په مسله په ځانګړې توګه د دونیتسک په سیمه کې په ټپه دریدلي دي.

د کاناډا سیمه ییزې الوتکې د ناستې پر مهال د اور وژنې له ټرک سره ټکر کړی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د نیویارک لاګوارډیا هوايي ډګر کې د ایر کاناډا ایکسپریس سیمه ییزه الوتکه د مارچ په ۲۳مه ځمکې ته د کښته کیدو پر مهال د اور وژنې له ټرک سره ټکر کړی، چې په پایله کې هوایي میدان تړل شوی او څلور کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د الوتکې پیلوټ او همکار پیلوټ په جدي ډول ټپیان شوي، پداسې حال کې چې د اور وژنې ټرک دوه پولیس افسران د خپلو لاسونو او پښو د ماتېدو له امله روغتون ته انتقال شوي، او حالت یې مستحکم دی.

د CRJ-900 الوتکه چې له مونتریال څخه را روانه وه، د شاوخوا ۳۹ کیلومتره په ساعت کې د ټرک سره ټکر وکړ.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي چې ډګر به د دوشنبې ورځې ۲ بجو پورې تړلی پاتې شي، او شاوخوا ۱۸ الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته شوي.

اسوشېټېډ پرېس: د جګړې په دوام سره د امریکا د اومه تېلو بیې لا هم بې‌ثباته دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د متحده ایالاتو د اومه تېلو بیې لا هم بې‌ثباته دي، ځکه د ایران جګړې په منځني ختیځ کې د کښتیو د تګ‌راتګ او د تېلو د تولید مخه نیولې ده.

د دغه اژانس په وینا، په متحده ایالاتو کې د وېسټ ټېکزاس انټرمدیټ سپک او خواږه اومه تېل د یکشنبې په ماښام (د وري ۲مه) د شیکاګو د کالیو په بورس کې د معاملاتو په بیا پیل سره د لنډ وخت لپاره لوړ شول، خو وروسته بیا ۹۷.۸۶ ډالرو ته راټیټ شول. دا شمېره د جمعې ورځې له ۹۸.۳۲ ډالرو بیې څخه یو څه ټیټه ده.

اسوشېټېډ پرېس زیاته کړې، چې د یکشنبې په ورځ د نړۍوال سټندرد یا برنټ خامو تېلو د هر بېلر بیه له ۱۱۱ ډالرو څخه یو څه پورته وه. د دغو تېلو بیه د جمعې په ورځ ۱۱۲.۱۹ ډالره او د تېرې اوونۍ په پیل کې ۱۱۹.۵۰ ډالرو ته رسېدلې وه.

یاد اژانس زیاته کړې، چې د بازار تحلیلګران وضعیت له نږدې څاري او په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ایران اسلامي جمهوریت اعلان وکړ، که د انرژۍ پر تاسیساتو د برید په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ عملي شي، د هرمز تنګی به سمدستي او په بشپړ ډول وتړل شي.