د ناټو سر منشي د ایران پر وړاندې د ټرمپ له پالیسۍ ملاتړ وکړ

د ناټو سرمنشي له سيبياېس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، چې ناټو د اسراییلي چارواکو هغه څرګندونې نهشي تاییدولی، چې ګواکې پر ډیاګو ګارسیا ویشتل شوي توغندي ایراني قاره ویشتونکي توغندي وو.

د ناټو سرمنشي له سيبياېس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، چې ناټو د اسراییلي چارواکو هغه څرګندونې نهشي تاییدولی، چې ګواکې پر ډیاګو ګارسیا ویشتل شوي توغندي ایراني قاره ویشتونکي توغندي وو.
مارک روټه د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اقدام څخه د ملاتړ ترڅنګ هغه یې اړین وباله او د عامه ملاتړ غوښتنه یې هم وکړه.
هغه وویل: «زه هیلهمند یم چې د امریکا ولس له هغه [ټرمپ] څخه ملاتړ وکړي، ځکه چې هغه دا کار د ټولې نړۍ د امنیت لپاره کوي».
روټه زیاته کړه، د ناټو له غړو هېوادونو هم تمه کېږي چې له ټرمپ څخه ملاتړ وکړي او ان که همغږي لږه ځنډنۍ هم شي.
هغه همداراز په ډاګه کړه: «موږ په بشپړه توګه ډاډمن یو چې د هرمز تنګي پر بیا پرانېستلو به بریالي شو او د دې لپاره پلان جوړونه له وړاندې پیل شوې ده».
هغه څرګنده کړه، پر دې هم پوهېږي چې ټرمپ د پروسې له اوږدېدو ناخوښ دی، خو یو ځل بیا یې له نورو وغوښتل چې وضعیت درک کړي، ځکه نور هېوادونه باید له مخکینۍ خبرتیا پرته ځانونه دې موضوع ته چمتو کړي وای.