نرګس نهان: په افغانستان کې نجونې لا هم ښوونځي ته نه شي تللی

د جمهوریت پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، سبا د افغانستان د زدهکړې لومړۍ ورځ ده، خو بیا هم نجونې ښوونځي ته نه شي تللی. نوموړې زیاته کړې، ښځې او نجونې یوازې د خپل جنس له امله له خپلو اساسي بشري حقونو محرومې دي.
