طالبانو له قطر او ترکیې سره د چورلکې پر لوېدو خواخوږي ښودلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د یوې چورلکې پر لوېدو او په پېښه کې د ترکیې او قطر د ګډو ځواکونو د ۷ تنو غړو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې. طالبانو په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
