طالبان: تېره ورځ تر سل ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستانه جبري راستنې شوي

له دوو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې تېره ورځ شاوخوا ۱۱۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه کډوالې کورنۍ د سپین بولدک، ورېښمو پله او د اسلام کلا له لارو بېرته ستنې شوې دي.
