• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا لپاره خپرېدونکې "مشال راډیو" د بودجې د کمښت له امله تړل کېږي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

ازادې اروپا/ازادۍ راډیو اعلان کړی، چې د خپلو دوو څانګو فعالیتونه چې په‌کې د خېبر پښتونخوا لپاره د پښتو ژبې "مشال راډیو" او د مقدونیې څانګه شاملې دي، د روانې مارچ میاشتې تر پایه بندوي. د دوی په خبره، دا پرېکړه د بودجې د محدودیتونو او د سرچینو د کمښت له امله شوې ده.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو عمومي رییس سټیو کاپوس ویلي: «د دې دوو څانګو تړل کېدل د هغو اورېدونکو لپاره یو لوی زیان دی چې ترې ګټه اخلي. خو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو اوسنی مالي وضعیت موږ اړ باسي چې د خپلو سرچینو د وېش په اړه له سره غور وکړو».

هغه زیاته کړې، چې دا پرېکړه د دغو دواړو څانګو د ټیمونو د هڅو، کار او د هغوی د لوړو مسلکي معیارونو په ژورې ارزونې سره شوې ده.

مشال راډیو په وروستیو کلونو کې په پښتو ژبه پر ډیورنډ کرښه د قبایلي سیمو اړوند موضوعات تر پوښښ لاندې راوستي او د دغو سیمو د خلکو لپاره د مهمو او باور وړ خبرونو له سرچینو څخه ګڼل کېده. د دې رسنۍ تړل کېدل کېدای شي په دغو سیمو کې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي پر کچې اغېز وکړي.

یاده رسنۍ چې د امریکا له لوري یې مالي لګښت ورکول کېده، په پاکستان کې یې خپرونې تر سختو بندیزونو لاندې وې او ان څو ځله یې خبریالانو باندې محدودیتونه هم لګول شوي دي. همداراز د یادې راډیو وېب‌سایټ هم په پاکستان کې تړل شوی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.

نوموړي دا څرګندونې په پښین کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه د پاکستان پر حکومتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عام وګړي د دغه هېواد حقیقي مالکان دي.

اپریدي وویل، کله چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کوي، ورته ویل کېږي چې «افغانستان ته لاړ شئ»، او کله چې د ایران په اړه د ولس او پارلمان د نظر اخېستلو غوښتنه کوي، ځواب ورکول کېږي چې «ایران ته لاړ شئ.»

هغه په توندو ټکو وویل: «ایا دا پاکستان ستاسو د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې مالک یم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان عام وګړي خپله «ریاست» دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې هغوی ته د هېواد پرېښودلو خبره وکړي.

په جنوبي وزیرستان کې د یوه سیمه ییز قومي مشر د کورنۍ درې غړي وژل شوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د اعظم ورسک په کالوشه سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د ملک سردار علي د کورنۍ د غړو پر موټر برید کړی، چې له امله یې د یوه افغان په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، برید هغه مهال وشو چې د یادې کورنۍ غړي په موټر کې روان وو.

ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سیمه ییز خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ملک سردار علی په قام زلي خیل دی او جنوبي وزیر ستان د سوداګرو اتحادیې مشر هم پاتی شوی. په برید کې وژل شوی افغان د مل سردار علي ساتونکی بلل شوی.

کالوشه چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې د ازبک جنګیالیو مرکز و، د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر نیک محمد وزیر ټاټوبی ګڼل کیږي.

په وروستیو کې په شمالي او سویلي وزیرستان کې ورته پېښې زیاتې شوې دي، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي وي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اندېښمن دي او ادعا کوي چې موجوده اداره د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې ده.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور سرتیري ټپیان شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د خیبر ولسوالۍ د چټک غبرګون ځواکونو د شینکو په سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د پلټنې د عملیاتو پرمهال له وسله والو سره نښته رامنځته شوي، چې له امله یې د چټک غبرګون یو افسر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په یاده نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

امینیتي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې اوس هم د پلټنې عملیات دوام لري.

د پېښور ستره محکمه: د افغانانو لپاره د اې‌سي‌سي او پي او ار کارتونو د اعتبار موده ختمه شوې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا هغه ۵۰ افغانانو د ضمانت غوښتنه رد کړې، چې په پاکستان کې د «ناقانونه» اوسېدو په تور نیول شوي‌ وو. دغه محکمې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو لپاره د (پي او ار) او (اې‌سي‌سي) کارټونه نور اعتبار نه‌لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د یادې محکمې قاضي په دې اړه په خپله اعلان شوې پرېکړه کې ویلي: «دا یوه منل شوې خبره ده، د نیولو پرمهال دغه کسانو له ځان سره هېڅ ډول معتبر اسناد نه‌لرل چې په پاکستان کې دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړي؛ بلکې په هېواد کې د هغوی پاتې کېدل ناقانونه شوي وو».

د قاضي په خبره؛ دغه قانوني بندیز په داسې مسلو کې د ضمانت د رعایت ورکولو په وړاندې نور هم سخت دی. خو عریضه کوونکي بیا وایي، چې د نیول شویو ۵۰ کسانو اوسېدل ناقانونه نه وو.

ډان ورځپاڼې بیا د پېښور د قاضي په حواله لیکلي، چې د دغه کارتونو د اعتبار مودې ختمېدو په اړه یې ټولو کډوالو ته د ۲۰۲۵کال په نیمايي خبر ورکړی و. له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

پاکستاني ځواکونو علي وزير تر خوشې کېدو وروسته یوځل بیا نیولی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی علي وزیر له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یوځل بيا نیول شوی دی. علي وزیر د سند ايالت په سکر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نعيم خان سلیمان خېل له کوره نیول شوی.

نعيم خان افغانستان انټرنشنل ته تايید کړه، چې له روژه ماتي وروسته ګڼ شمېر پوليس او په ساده جامو کې دولتي کسان راغلل او علي وزیر یې له ځان سره یووړ.

ده زیاته کړه: «موږ اوس پسې ګرځو خو د علي وزیر کوم درک نه دی مالوم چې کوم ځای ته یې بېولی دی».

علي وزير د ۲۰۲۴ کال د اګست په مياشت کې په اسلام‌اباد کې نیول شوی و او وروسته د بلوچستان، پنجاب او سند ایالتونو په بېلابېلو زندانونو کې په مختلفو قضيو کې بندي و.

وزیر د دوشنبې په ورځ، د مارچ پر ۱۶مه، مازيګر د سند له سکر زندان څخه خوشی شوی و.