• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته: طالبان باید ټول امریکایان ازاد کړي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې ټول پاتې امریکایي وګړي سملاسي ازاد کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډینس کویل خوشې کول هم "پر سم لوري یو ګام" وباله.

طالبانو د سې شنبې په ورځ امریکایی بندي ډینس کویل ازاد کړ.

طالبانو ویلي، چې د ډینس کویل د زندان موده پای ته رسیدلې او هغه د ډلې د مشر هبت الله په امر ازاد شوی دی.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې طالبان د ټرمپ ادارې له خبرداریو وروسته یو امریکایی وګړي له زندان څخه خوشې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له توقیف څخه د امریکایی یرغمل ډینس کویل خوشې کیدو ته په اشارې سره وویل، چې ولسمشر ټرمپ په بهر کې د غیر عادلانه توقیفونو پای ته رسولو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امریکایی یرغمل خوشې کیدو هرکلی وکړ.

مارکو روبیو وویل، چې دا د "برمته نیونې ډیپلوماسۍ" پای ته رسولو لپاره یو مثبت ګام دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ یوه سلاکار د طالبانو له بند څخه د دریو نورو امریکايي وګړو پر خوشې کېدو ټینګار کړی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد چارو مشر سباسټین ګورکا ویلي چې دوی به تر هغه ارام کښېنني، چې محمود حبیبي او پال اووربي هم کورته نه وي ستانه شوي.

سباسټین ګورکا د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډینس کویل له خویندو سره ژمنه کړې وه چې هغه به کورته راولي.

تر دې مخکې، د مارچ پر ۲۱مه سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.

همدا راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی.

روبیو دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».

روبیو: د ډینس خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام دی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی دی. مارکو روبیو پر خپل اېکس د قطر او متحده عرب اماراتو د ملاتړ مننه کړې ده.

روبیو ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د ډینس کویل د کورنۍ له غړو مولي، اېمي او پېټي سره ولیدل، چې هغوی د خپل ورور د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوله.

روبیو وايي، « نن ورځ، ډینس د خپل کور پر لور روان دی. موږ د متحده عربي اماراتو او قطر له ملاتړ څخه مننه کوو».

هغه دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».

درې امریکايي وګړي لاهم د طالبانو په زندان کې پاتې دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د امریکايي وګړي ډینس کویل له خلاصون وروسته، دمګړۍ افغانی الاصله محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن درې نور امریکایان لاهم د طالبانو په زندانونو کې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې دوی د خپلو ټولو وګړو خوشې کېدل غواړي.

طالبانو له نن څخه یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی خوشې کړ، چې د خلیلزاد په مشرۍ یو امریکایی پلاوی یې د خوشې کېدو په بهیر کې ښکیل و.

هغه د ډیلټا ایرلاینز د یوه تخنیکر په توګه د خپلې دندې له رخصتۍ په ګټې اخېستلو د افغانستان د کلتور او تاریخي ځایونو د لیدو لپاره کابل ته تللی و او ۸۳۶ورځې د طالبانو په بند کې و.

100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د کب پر ۳۰مه وویل، چې د جورج ګلیزمن په نوم یو امریکايي وګړی یې د قطر او عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب خوشې کړی دی.

طالبانو هغه مهال هم اعلان وکړ،چې نوموړی یې د ښه نیت په دود خوشی کړی دی.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت وویل، « دا ښيي چې له ټولو لوریو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو یو».

خو د نوموړي له خوشې کېدو وروسته امریکايي چارواکو په مکرر ډول طالبانو ته خبرداري ورکړل، چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي.

طالبانو د نورو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په ګوانتانامو کې د یوه بندي رحیم افغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د « غیر قانوني نیونو» د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ.

د مارچ پر ۲۱مه د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړي رییس سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.

د ډینس کویل له خوشې کېدو وروسته اوس د طالبانو په زندانونو کې درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن لاهم پاتې دي.

د محمود حبیبي په اړه ویل کیږي، چې نوموړی د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نیول شوی او په کندهار کې ساتل کیږي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم د هغه کورنۍ ته معلومات ور کړي، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د حبیبي خوشې کولو ته ژمن دي.

د محمود حبیبي کورنۍ تمه ښودلې چې نوموړی هم زر خوشې شي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو په بند کې زنداني یو افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي کورنۍ د طالبانو له بند څخه امریکایی زنداني ډینس کویل د ازادېدو په غبرګون کې ویلي، چې تمه لري ژر حبیبي هم له زندان څخه ازاد شي. دوی زیاتوي، چې امریکا شواهد لري، چې حبیبي د طالبانو استخباراتو سره زنداني دی.

په امریکا کې ګلوبل ریچ سازمان، چې د محمود شاه حبیبي له کورنۍ سره همکاري کوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د امریکایي الاصله محمود حبیبي کورنۍ په افغانستان کې د طالبانو له زندان څخه د امریکایي وګړي ډینس کویل د خوشې کیدو ستاینه کړې ده.

ګلوبل ریچ په خپله اعلامیه کې د امریکایي وګړي محمود حبیبي ورور احمد حبیبي له قوله لیکلي:«زه او زما کورنۍ د ډینس د خوشې کیدو د خبر په اوریدو خوښ یو. موږ هیله لرو چې زموږ کورنۍ به ډیر ژر کور ته د محمود په راستنېدو ارام ومومي».

احمد شاه حبیبي ویلی، چې د امریکا حکومت ډیر شواهد لري چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست دده ورور نیولی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په وار وار د محمود شاه حبیبي له نیولو څخه انکار کړی دی.

محمد شاه حبیبي چې یو افغان الاصله امریکایی دی، د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور نیول شوی دی.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی.

طالبان وايي ګوانتانامو کې د بندي رحیم افغاني زوی د امریکا حکومت ته لیک استولی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

په ګوانتانامو زندان کې د یوه افغان زانداني محمد رحیم افغاني زوی وايي، چې دوی هم امریکايي پلاوي ته یو لیک سپارلی، چې پلار یې له زندان نه راخوشې کړي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکایی زنداني یې د هغه د مور له لیک ور ورسېدو وروسته خوشې کړی.

طالبان له ډېرې مودې راهیسې د رحیم افغاني د خلاصون لپاره، چې له القاعدې سره د اړیکو په تور په ګوانتانامو زندان کې بندي دی، هلې ځلې کوي.

د نوموړي زوی په کابل کې رسنیو ته وویل، چې پلار یې ۱۹ کاله کیږي، چې په یاد زندان کې بندي دی.

هغه خبریالانو ته وویل، چې خلیلزاد او امریکايي پلاوي ته یې یو لیک سپارلی، چې د امریکا حکومت ته یې وسپاري.

نوموړي په دغه لیک کې د خپل پلار د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره په کتنه کې ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه.

کویل نن له کابل نه ولېږدول شو او ټاکل شوې په امریکا کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ یو تن سلاکار سباستین ګورکا طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د طالبانو د یرغمل نیونې ډېپلوماسي ونه زغمي.