له ایران سره په جګړه کې ۲۹۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز ویلي، چې د ایران له حکومت سره د جګړې له پیل راهیسې ۲۹۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي، چې له دې شمېر څخه ۲۵۵ تنه بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي دي.
