همداراز ویل شوي، چې د یاد ایالت امنیتي ادارې چمتو دي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو سخت ګامونه پورته کړي او هغه کسان ونیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د افغان کډوالو د ۹ کمپونو د تړلو بهیر چې د اختر په مناسبت درول شوی و، ډېر ژر به بیا پیل شي. همداراز، د افغان وګړو لپاره د "داوطلبانه ستنېدو" یو پراخ پروګرام سبا پیلېږي، څو هغه کسان وهڅول شي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
په پېښور ښار کې د کډوالو د معلوماتو د نوې سروې بهیر بیا پیل شوی او ټاکل شوې، چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې نور کره معلومات راټول شي.
په دې بهیر کې ځانګړې پاملرنه د هغو کډوالو د معلوماتو راټولولو ته کېږي، چې کاروبارونه لري، هغه کسان چې په ناقانونه ډول یې پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي، افغان ښځې چې له پاکستاني نارینهوو سره یې ودونه کړي او نور هغه کسان چې ګډ یا پېچلی حقوقي حالت لري.
همداراز، چارواکو د کډوالو د سوداګریزو فعالیتونو او شتمنیو په اړه د معلوماتو راټولول پیل کړي. سرچینې زیاتوي، چې د بېاسناده افغان وګړو پر ضد د اقداماتو د چټکتیا لپاره لارښوونې صادرې شوې دي او سپارښتنې شوي چې تر پخوا هم د افغان کډوالو د نیول کېدو عملیات لا چټک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.
تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.
د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمهییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».
له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.