ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر: داسې شواهد شته چې روسیه ایران ته بېپیلوټه الوتکې ورکوي

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر دې ته په اشارې سره چې له روسیې څخه ایران ته د بېپیلوټه الوتکو د لېږد په اړه کافي شواهد موجود دي، خبرداری ورکړ چې د منځني ختیځ د جګړو په ترڅ کې د روسیې او د ایران د حکومت ترمنځ پوځي همکاري «نړۍوال امنیت ته یو ستر ګواښ» بلل کېږي.
