پاپ لیو یو ځل بیا په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو څوارلسم یو ځل بیا په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه وکړه او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل، چې د وسلو کارولو پر ځای د خبرو اترو له لارې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
هغه چې د چهارشنبې په سهار د وري په پنځمه نېټه له خبریالانو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ: «کرکه په زیاتېدو ده او تاوتریخوالی د خرابېدو په لور روان دی. له ټولو چارواکو غواړم چې په رښتینې توګه د خبرو اترو له لارې د سولې لپاره هڅه وکړي».
