• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روبیو: د ډینس خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام دی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی دی. مارکو روبیو پر خپل اېکس د قطر او متحده عرب اماراتو د ملاتړ مننه کړې ده.

روبیو ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د ډینس کویل د کورنۍ له غړو مولي، اېمي او پېټي سره ولیدل، چې هغوی د خپل ورور د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوله.

روبیو وايي، « نن ورځ، ډینس د خپل کور پر لور روان دی. موږ د متحده عربي اماراتو او قطر له ملاتړ څخه مننه کوو».

هغه دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

درې امریکايي وګړي لاهم د طالبانو په زندان کې پاتې دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د امریکايي وګړي ډینس کویل له خلاصون وروسته، دمګړۍ افغانی الاصله محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن درې نور امریکایان لاهم د طالبانو په زندانونو کې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې دوی د خپلو ټولو وګړو خوشې کېدل غواړي.

طالبانو له نن څخه یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی خوشې کړ، چې د خلیلزاد په مشرۍ یو امریکایی پلاوی یې د خوشې کېدو په بهیر کې ښکیل و.

هغه د ډیلټا ایرلاینز د یوه تخنیکر په توګه د خپلې دندې له رخصتۍ په ګټې اخېستلو د افغانستان د کلتور او تاریخي ځایونو د لیدو لپاره کابل ته تللی و او ۸۳۶ورځې د طالبانو په بند کې و.

100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د کب پر ۳۰مه وویل، چې د جورج ګلیزمن په نوم یو امریکايي وګړی یې د قطر او عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب خوشې کړی دی.

طالبانو هغه مهال هم اعلان وکړ،چې نوموړی یې د ښه نیت په دود خوشی کړی دی.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت وویل، « دا ښيي چې له ټولو لوریو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو یو».

خو د نوموړي له خوشې کېدو وروسته امریکايي چارواکو په مکرر ډول طالبانو ته خبرداري ورکړل، چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي.

طالبانو د نورو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په ګوانتانامو کې د یوه بندي رحیم افغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د « غیر قانوني نیونو» د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ.

د مارچ پر ۲۱مه د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړي رییس سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.

د ډینس کویل له خوشې کېدو وروسته اوس د طالبانو په زندانونو کې درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن لاهم پاتې دي.

د محمود حبیبي په اړه ویل کیږي، چې نوموړی د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نیول شوی او په کندهار کې ساتل کیږي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم د هغه کورنۍ ته معلومات ور کړي، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د حبیبي خوشې کولو ته ژمن دي.

د محمود حبیبي کورنۍ تمه ښودلې چې نوموړی هم زر خوشې شي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو په بند کې زنداني یو افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي کورنۍ د طالبانو له بند څخه امریکایی زنداني ډینس کویل د ازادېدو په غبرګون کې ویلي، چې تمه لري ژر حبیبي هم له زندان څخه ازاد شي. دوی زیاتوي، چې امریکا شواهد لري، چې حبیبي د طالبانو استخباراتو سره زنداني دی.

په امریکا کې ګلوبل ریچ سازمان، چې د محمود شاه حبیبي له کورنۍ سره همکاري کوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د امریکایي الاصله محمود حبیبي کورنۍ په افغانستان کې د طالبانو له زندان څخه د امریکایي وګړي ډینس کویل د خوشې کیدو ستاینه کړې ده.

ګلوبل ریچ په خپله اعلامیه کې د امریکایي وګړي محمود حبیبي ورور احمد حبیبي له قوله لیکلي:«زه او زما کورنۍ د ډینس د خوشې کیدو د خبر په اوریدو خوښ یو. موږ هیله لرو چې زموږ کورنۍ به ډیر ژر کور ته د محمود په راستنېدو ارام ومومي».

احمد شاه حبیبي ویلی، چې د امریکا حکومت ډیر شواهد لري چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست دده ورور نیولی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په وار وار د محمود شاه حبیبي له نیولو څخه انکار کړی دی.

محمد شاه حبیبي چې یو افغان الاصله امریکایی دی، د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور نیول شوی دی.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی.

طالبان وايي ګوانتانامو کې د بندي رحیم افغاني زوی د امریکا حکومت ته لیک استولی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۰

په ګوانتانامو زندان کې د یوه افغان زانداني محمد رحیم افغاني زوی وايي، چې دوی هم امریکايي پلاوي ته یو لیک سپارلی، چې پلار یې له زندان نه راخوشې کړي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکایی زنداني یې د هغه د مور له لیک ور ورسېدو وروسته خوشې کړی.

طالبان له ډېرې مودې راهیسې د رحیم افغاني د خلاصون لپاره، چې له القاعدې سره د اړیکو په تور په ګوانتانامو زندان کې بندي دی، هلې ځلې کوي.

د نوموړي زوی په کابل کې رسنیو ته وویل، چې پلار یې ۱۹ کاله کیږي، چې په یاد زندان کې بندي دی.

هغه خبریالانو ته وویل، چې خلیلزاد او امریکايي پلاوي ته یې یو لیک سپارلی، چې د امریکا حکومت ته یې وسپاري.

نوموړي په دغه لیک کې د خپل پلار د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره په کتنه کې ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه.

کویل نن له کابل نه ولېږدول شو او ټاکل شوې په امریکا کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ یو تن سلاکار سباستین ګورکا طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د طالبانو د یرغمل نیونې ډېپلوماسي ونه زغمي.

سمیع سادات: شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان د طالبانو په زندانونو کې دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پخوانۍ افغان ملي اردو جنرال سمیع سادات د طالبانو له زندان نه د یوه امریکايي وګړي خوشې کېدو په تړاو ویلي، چې د طالبانو مشر «ملاهبت الله له خدایه نه ډاریږي خو له امریکا ډاریږي». سادات وایي، د طالبانو په بند کی تر ۱۰۰ زرو ډیر افغانان بندیان دي او دوی زیاتره بې ګناه دي.

د افغان ملي اردو پخواني جنرال سمیع سادات نن سې شنبه، د وري پر ۴مه پر اېکس لیکلي، چې «طالبان پر افغانانو ظلم کوي او بهرنیانو ته تسلیم دي».

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر افغانانو نیوکې کړې، چې طالبانو مشر هبت الله د یوه امریکايي زنداني د مور لیک ته مثبت ځواب ورکوي خو له شپږمه پورته د نجونو د زده کړو د د اجازې ورکولو به اړه دمیلیونو افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي.

د طالبانو په بند کې د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی او د حبیبي کورنۍ بار بار د طالبانو له مشر هبت الله څخه غوښتنې کړې دي، چې حبیبي له زندان څخه ازاد کړي خو طالبانو د هغه زنداني کېدل هم رد کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د خوشې شوي امریکايي زنداني ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره وکتل.

متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه.

په خوست کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه خلکو د پاکستان د بریدونو له امله خپل کورونه پرېښي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۰

په خوست ولایت کې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتو سیمو اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني ځواکونو د توپچي او هوايي بریدونو له امله یې ډک کورونه وران شوي او د ځان ژغورنې لپاره د ولایت نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

ځایي خلک وایي چې د شپې مهال بریدونو خلک وېرولي او د سیمې پرېښودو ته یې اړ کړي دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه خلک د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ له غلام خان سیمې څخه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې چې د کب په ۲۷مه خپور شوی و ویلي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تلفاتو پرته په تېرو ۱۹ ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له ۱۶مې د مارچ تر ۱۷مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د اوچا د معلوماتو له‌مخې، د قربانیانو نیمايي برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

اوچا ویلي و چې په تېرو ۱۹ ورځو کې پاکستان د افغانستان پر لسو ولایتونو هوايي، توپخانې، هاوان او ډرون بریدونه کړي دي او په مقابل کې طالبانو هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر تاسیساتو او د دغه هېواد په داخل کې (کوهاټ او راولپنډۍ) پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

یو شمېر رپوټونه وايي، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته هم ځینو خلک ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د روان کال د مارچ په درېیمه ویلي و چې یوازې د فبروري له وروستیو څخه د مارچ تر دویمې لږ تر لږه ۱۴۶ملکي تلفات ثبت شوي، چې پکې ۴۲وژل شوي او ۱۰۴ټپیان شامل دي.

یوناما زیاتوي چې د نښتو له امله ۱۶،۴۰۰کورنۍ له خپلو سیمو څخه وتلې دي.

طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند وکړ چې د یاد اوربند موده هم تېره ورځ پای ته ورسېده. تر اوسه پورې دواړو خواوو پر یوه او بل بریدونه نه دي کړي.