د پاکستان یو شمېر سیاستوالو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند غځېدو غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو
د پاکستان یو شمېر سیاستوالو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند غځېدو غوښتنه کړې
د پاکستان د واکمن ګوند جګپوړي سیاستوال خواجه سعد رفیق او پخواني سناتور مشتاق احمد خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.
دواړو پاکستاني سیاستوالو غوښتنه کړې چې د کمکي اختر اوربند دې وغځیږي او خبرې اترې دې وشي.
سناتور مشتاق احمد خان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې که د اختر پر مهال بریالی اوربند ممکن وي، نو دایمي سوله هم رامنځته کېدای شي. هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي او له طالبانویې وغوښتل چې د سولې پر لور رښتینی او صادقانه دریځ خپل کړي.
دغه پخواني سناتور ټینګار کړی چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت له یو بل سره تړلی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې د طالبانو مورال او روحیه او د ددې ډلې د ادارې او خلکو د دفاع په موخه پر پاکستاني ځواکونو متقابل بریدونه، د ستاینې وړ دي.
هغه طالب جنګیالیو ته ویلي، چې «د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره او فضا برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده».
د پاکستان ډېری مذهبي مشرانو پر افغانستان د بریدونو په تړاو سکوت غوره کړی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې له کمکي اختر راهیسې د لنډمهالي اوربند په اډانه کې درېدلې دي، خو اسلام اباد ویلي، چې په افغانستان کې یې عملیات د « ترهګرۍ ضد» ستراتیژۍ برخه دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د فېبرورۍ له وروستیو راهیسې خطرناک پړاو ته تللې ده. پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ بریدونه کړي او طالبانو د ځمکنيو او ډرون بریدونو په وسیله ځواب ور کړی. د جګړې دغه نوې بڼه د سیمې د ثبات لپاره د جدي خطر زنګ دی.
ملګرو ملتونو د کابل د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي بریدونو کې د۱۴۳کسانووژل کېدل تایید کړي، خو طالبان دغه شمېر۴۰۰تنه ښيي او دوه تنه ټپیان نن مړه شوي دي.
یوناماپه خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د فېبرورۍ له وروستیو څخه تر نن پورې له ۷۵ تر ۲۱۲ پورې ملکي افغانان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
دا لویه پوښتنه لا هم پاتې ده، چې ملکي وګړي په نښه کیږي، پاکستان ولې د طالبانو لوړ پوړي مشران نه په نښه کوي؟
د پاکستان د جګړې محاسبه څه ده؟
د ایران، ټي ټي پي او القاعدې د مشرتابه د له منځه وړو ستراتیژیو ته په پام، په جنګیالیو ډلو کې، چې ډېری په مذهبي باورونو جګړې کوي، د مشرانو هدف ګرځول سملاسي د نوې مشرتابه د زیږون لامل ګرځي او دا کله کله تر لومړنۍ هغې راډیکاله او ننګوونکې وي.
د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال انعام الحق وايي چې اسلاماباد د طالبانو پر ضد بشپړه جګړه نه کوي، بلکې یو کلبریټډ یا محاسبه شوی فشار کاروي. د نوموړي په وینا، پاکستان په شعوري ډول د طالبانو مشرتابه نه په نښه کوي، او له حاکم نظام سره اړیکې هم نه پرې کوي خو د وسلو ډیپوګان، منځنۍ کچې قوماندانان او سرحدي پوستې یې په نښه کوي، ځکه پاکستان غواړي طالبان تر فشار لاندې وساتي .
جنرال انعام الحق ټینګار کوي چې پاکستان نه غواړي داسې «سره کرښه» تېره کړي چې جګړه په بشپړ ناورین بدله کړي.
هغه وايي، چې په اسلاماباد کې یوه مهمه اندېښنه دا ده چې که د طالبانو ستر مشران ووژل شي، په افغانستان کې به د ځواک تشه رامنځته شي، نښتې به پراخې شي، بېثباتي به د خیبر پښتونخوا او بلوچستان امنیت لا خراب کړي چې پاکستان ته یې بیا کنټرول سختېدلی شي.
د پاکستان یوه ارزونه داده چې د طالبانو لپاره یوهمنظمه بدیل مشرتابه نه شته او د هغوی رهبرۍ سقوط به ټولې سیمې ته خطر پېښ کړي.هغه بهرنۍ وسله والې ډلې، چې دمګړۍ د طالبانو تر اغیز او کنټرول لاندې دي، د طالبانو د مشرتابه د له منځه تلو په صورت کې چین، د منځنۍ اسیا هېوادونو او خپله پاکستان ته سرایت کولای شي.
له همدې امله د اسلام اباد یو انتخاب د طالبانو په منځ کې همکارۍ ته د متمایلو ډلو لټول دي.
د جنرال انعام الحق له نظره، اسلاماباد د طالبانو دننه د نفوذ شبکې هم لټوي. د حقاني شبکې په څېر ډلې «نسبتاً ځان ته نږدې» ګڼي، خو پر نورو ډلو، چې له پاکستان سره کمه همغږي لري، فشار زیاتوي.
د پاکستان په هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوې ډېری سیمې د حقانیانو له نفوذه بهر سیمې دي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پر ډیورنډ کرښه ډېری جنګېدونکي طالبان د کندهار د حوزې دي، چې له ملا هبت الله سره تړاو لري او د حقانیانو ونډه پکې کمه ده. سرچینې ددې یو لامل دا هم ګڼي، چې هبت الله اخوندزاده د افغانستان په جنوب لویدیزو ولسوالیو کې ډېری ځان ته نږدې کسان پر پوځي او حکومتي دندو ګومارلي دي.
جنرال انعام الحق د طالبانو ترمنځ د اسلام اباد دغسې وېش یو ډول «د داخلي توازن» سیاست ګڼي، څو د طالبانو جوړښت پر خپل ځای پاتې شي.
یو شمېر افغان شنونکي هم دغه لید ته ورته نظرونه لري او د طالبانو د مشرتابه هدف ګرځول یو « انتخاب» ګڼي.
د پوځي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند عظیم رحیمي وايي، چېد پاکستان لپاره د طالبانو د مشرتابه هدف ګرځول یو انتخاب دی، خوپه عاجله او دوامداره توګه یې نه کاروي. هغه زیاته کړه: «یوازې هغه وخت به دا انتخاب کاروي چې «ضرورت» او «سیاسي او امنیتي محاسبه» موجوده وي، پاکستان په دې وخت کې کله هم په حقيقي ډول د طالبانو د رژیم سقوط نه غواړي، بلکې محدود فشارکاروي».
نوموړی وايي، په سیمهییزه کچه، د عراق او افغانستان د تېرو جګړو تجربې پاکستان دې پایلې ته رسولی چې د واکمن نظام ړنګول اوږدمهاله بحران زېږوي.
ولې د ټي ټي پي مشران نه په نښه کیږي؟
د فبروري له ۲۷مې نه د مارچ تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو غوڅ اهداف د طالبانو سرحدي پوستې، لواوې، کنډکونه او د وسلو او مهماتو مرکزونه ثابت شوي.
د پاکستان د پوځ پخوانی ډګروال محمود شاه وايي، چېله طالبانو سره د پاکستان د شخړې اصلي محرک د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه دي. د هغه په وینا،د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته په قبایلي سیمو کې بریدونه ډېر شوي، پر پوځي اډو او پولیسو بریدونه زیات شوي او د سرحدي پوستو د نیولو هڅې زیاتې شوېي چې له امله یې د پاکستان اندېښنې زیاتې شوې دي.
خو پاکستاني طالبان، چې اسلام اباد پر افغانستان خپل بریدونه پرې توجیه کوي، په دغو بریدونو کې نه دي په نښه شوي، یا لږترلږه شواهد او اسناد یې له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
په افغانستان او قبایلي سیمو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران پر افغانستان له بریدونو سره هممهاله په پاکستان کې د خپل نفوذ سیمو ته ستانه شوي دي. پر دې سربېره د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالیو او حتا د پېښور، بنو، لکي مروت او مردان په څېر ښارونو په شاوخوا کې د ټي ټي پي د فعالیت او نفوذ ښودنې مانورې هم ډېرې شوې دي.
دې ته په پام، د پاکستان د هوايي بریدونو د هدف په اړه ابهامات پر خپل ځای پاتې دي.
که هدف پاکستاني وسله وال وي، په بګرام هوايي ډګر، کابل او هغو قول اردوګانو ولې بریدونه کیږي، چې د ټي ټي حضور پکې نشته او نه یې هم هلته تراوسه د مرکزونو موجودیت تثبیت شوی؟
په دې اړه د ګڼو شنونکو باور دادی، چې اسلام اباد په افغانستان کې د امریکايي وسلو له منځه وړل غواړي، چې د امریکا او پاکستان دواړو له ګډو ګټو سره تړلې مساله ده.
د هغه له نظره، بهرني ګواښونه کله ناکله هيوادونه جوړوي او پیاوړی کوي.
هغه وايي، « پر کابل د پاکستان برید طالبانو ته ډير فرصتونه په لاس کې ورکړل چې ولسي ملاتړ ومومي. د ټي ټي پي او طالبانو مشرتابه نه په نښه کول د دې ګواهي ورکوي، چې جګړه مهندسي شوې ده».
خو د لاهور پوهنتون استاد محمد فیاض د پاکستان بهرنۍ تګلاره په وروستیو دوو کلونو کې “منظمه او همغږې شوې” بولي. د ده په اند،پاکستان نه غواړي یو نوی کورنی یا سیمهییز بحران جوړ کړي، غواړي سرحدونه خوندي کړي، اقتصاد ته لومړیتوب ورکړياو په افغانستان کې د رژیم بقا ته زیان و نه رسوي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو پر ضد د جګړې پراخول د راډیکالیزم څپه زیاتوي او اسلاماباد هڅه کوي چې یوازېټي ټي پيد “فوري ګواښ” په توګه مهار کړي، نه دا چې د طالبانو واکمني په نښه کړي.
د هغه په باور، پاکستان پوهېږي چې د طالبانو مشرتابه له منځه وړل د یوې پراخې خونړۍ تشې لامل کېږي او اسلاماباد غواړي، یوازې طالبان تر فشار لاندې وساتي.
خو ددې جګړې له پیل راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې ټولې تړلې دي، طالبانو د پاکستان پرځای له منځنۍ اسیا او هند سره پر سوداګرۍ تمرکز کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ پولې له تاوتریخوالي او ناکراریو سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر افغانستان د بریدونو په تړاو ویلي، چې دغه عملیات د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ یوه برخه دي، خو د جګړې له پایلو ښکاري، چې په دغو بریدونو کې اهداف روښانه نه دي.
د شنونکو په باور، په ظاهره دا بریدونه د ټي ټي پي د ګواښ د مهارولو لپاره توجیه کېږي، خو په عمل کې نه د ټي ټي پي مشران په نښه شوي او نه هم په طالبانو کې د هغوی ملاتړي په نښه شوي، برعکس ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې او په لسګونو زره خلک د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي. له خلکو او امنیتي تدابیرو نه د سیمې تشېدل ډیورنډ کرښه د ناامنیو له نویو څپو سره مخ کولای شي.
شنونکي د دغه حالت څو احتمالي تعبیرونه ښيي؛ یا دا چې پاکستان خپله ستراتېژي لا نه ده تثبیت کړې او د ازمویښتي فشار سیاست تعقیبوي، یا دا چې اصلي اهداف تر رسمي اعلانونو ډېر پېچلي او پټ دي.
په دې کنفرانس کې فوزیه کوفي، مصطفی مستور، نصیر احمد اندیشه، احمدالله علیزي، عالیه یلماز، طاهر زهیر، عبدالله قرلق، معصومه خاوري، زهرا جویا، بشیر احمد انصاري او یو شمېر نورو کسانو ګډون کړی و، خو یو شمېر پښتنو بلل شویو څېرو پکې ګډون نه و کړی.
پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې د غیر پښتنو پر راټولولو تمرکز کړی، چې له دې وړاندې یې د جمهوري دولت پر مهال په کابل کې د پښتنو واک محدود باله او طالبان یې د پښتنو استازي بلل.
په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي او د شنونکو په باور، اسلام اباد د طالبانو د مخالفانو د راغونډولو له لارې غواړي پر دې ډلې فشار وارد کړي.