کرېکټ بورډ د زونونو په کچه د "میرویس نیکه" جام سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان د زونونو ترمنځ د "میرویس نیکه" جام د کرېکټ درې ورځنۍ سیالۍ د ۱۴۰۵ کال د وري په ۱۳مه پیلېږي او دا هغه سیالۍ دي، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي او په کندهار او هلمند ولایتونو کې ترسره کېږي.
په دې پړاو کې د پنځو زونونو (مس عینک، بند امیر، بُست، سپینغر او امو) لوبډلې ګډون لري.
په لومړي پړاو کې هره لوبډله څلور لوبې ترسره کوي چې په مجموعي ډول د نږدې درېیو اوونیو په ترڅ کې لس لوبې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې هم د زونونو په کچه کورني قرارداد لرونکي لوبغاړي شتون لري او هم د سږ کال د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو غوره څېرو ته د لوبېدو چانس ورکول کېږي.
پر دې سربېره، د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي ټیم لوبغاړي هم په دې سیالیو کې شامل دي، هغه ټیم چې څو میاشتې وړاندې په نړۍوال جام کې ښه وځلېد او تر نیمه پایلوبې پورې ورسېد.
دا سیالۍ د افغانستان د کرېکټ لپاره مهمې دي، ځکه د نویو استعدادونو د موندلو او د کورنیو لوبغاړو د چمتووالي لپاره یوه ښه موقع ګڼل کېږي. کرېکټ بورډ دا هم ویلي، چې له دې ټورنمنټ وروسته به نورې کورنۍ لوبې لکه شل اوریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي چې د ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي به هم پهکې ګډون وکړي.
