• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ملګرو ملتونو کې د هرمز تنګي په اړه د بحرین وړاندیز له مخالفت سره مخ شو

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰

هغه پرېکړه‌لیک چې د بحرین له‌خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی او د هرمز تنګي د پرانیستې ساتلو لپاره یې د «ټولو اړینو وسیلو» د کارولو غوښتنه کړې، د ځینو هېوادونو له مخالفت سره مخ شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د چهارشنبې په سهار د وري په ۵مه د دې پرېکړه‌لیک یوې نسخې ته د لاسرسي په اعلانولو سره لیکلي، چې دا طرحه هېوادونو یا سمندري اېتلافونو ته اجازه ورکوي، ترڅو له دې حیاتي لارې د تګ‌راتګ د امنیت تامین لپاره له نظامي اقدام څخه کار واخلي او همدارنګه له اسلامي جمهوري دولت څخه غواړي، چې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه سمدستي ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرمز تنګي کې د کړکېچ زیاتوالي د سون توکو بیې لوړې کړې دي او پر نړۍوال اقتصاد یې د هغې د اغېز په اړه اندېښنې راپارولې دي.
ډیپلوماتانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې دا پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي لاندې د هغې د راوستلو په اړه د ځینو هېوادونو له اندېښنو وروسته تر بیا کتنې لاندې دی. د ملګرو ملتونو د منشور اووم څپرکی امنیت شورا ته دا واک ورکوي، چې د سولې پر وړاندې د ګواښ، د سولې د نقض یا پر ځمکنۍ بشپړتیا د تېري په صورت کې د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتلو یا بېرته راګرځولو لپاره لازمي اقدامات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰
یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
100%

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تهران ته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ شرطونه وړاندې کړي، د اسراییل ۱۲ ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی چې د دغو شرطونو ډېرو برخو ته یې لاسرسی موندلی دی.

د درېیو باخبرو سرچینو د څرګندونو له‌مخې، جېرډ کوشنر او سټیو وېټکاف داسې بهیر رامنځته کړی، چې په‌کې «د یوې میاشتې اوربند اعلان» شامل دی او د دې مودې په ترڅ کې به دواړه لوري د ۱۵ مادو لرونکې هوکړې په اړه خبرې اترې کوي.

یادې رسنۍ د یوې لوېدیځې سرچینې په حواله د هغو ۱۵ شرطونو څخه ۱۴ یاد کړي، چې امریکا ایران ته د غوښتنو او امتیازونو په توګه سپارلي دي.

له ایران څخه د امریکا غوښتنې:

۱. ایران باید خپل اوسني اټومي ظرفیتونه له‌منځه یوسي.
۲. ایران باید ژمنه وکړي چې هېڅ‌کله به د اټومي وسلو په لټه کې نه وي.
۳. د ایران په خاوره کې به هېڅ ډول د یورانیمو بډایه کول نه وي.
۴. ایران باید خپل شاوخوا ۴۵۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم په نږدې راتلونکې کې او د یو ټاکلې مهالوېش له مخې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته وسپاري.
۵. د نطنز، اصفهان او فردو اټومي تاسیسات باید له‌منځه یوړل شي.
۶. د ملګرو ملتونو اټومي څارونکې اداره باید په ایران کې بشپړ لاسرسی، شفافیت او څارنه ولري.
۷. ایران باید د خپلو سیمه‌ییزو نیابتي ځواکونو «الګو» پرېږدي.
۸. ایران باید د خپلو نیابتي ډلو مالي ملاتړ، لارښوونه او وسلو ورکول بند کړي.
۹. د هرموز تنګی باید پرانیستی پاتې شي او د ازاد سمندري تېرېدلو لارې په توګه فعالیت وکړي.
۱۰. د ایران د توغندیو پروګرام باید د واټن او شمېر له پلوه محدود شي او دقیق حدونه به وروسته وټاکل شي.
۱۱. د توغندیو هر ډول راتلونکی کارونه باید یوازې د ځان دفاع پورې محدود وي.

په مقابل کې ایران ته ورکول کېدونکي امتیازات:

۱۲. پر ایران به د نړۍوالې ټولنې له خوا لګول شوي ټول بندیزونه په بشپړه توګه لغوه شي.
۱۳. امریکا به له ایران سره د ملکي اټومي پروګرام په پرمختګ کې مرسته وکړي، چې په‌کې د بوشهر اټومي بټۍ لپاره د برېښنا تولید هم شامل دی.
۱۴. هغه میکانیزم چې «سنپ‌بک» بلل کېږي او د نه پابندۍ په صورت کې د بندیزونو د بېرته راګرځولو اجازه ورکوي، باید لغوه شي.

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۰
طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي
100%

باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په دې وروستيو کې دوه پولنډي وګړي نيولي دي. ويل کېږي، چې دوی د سوداګرۍ په موخه افغانستان ته سفر کړی و. د راپورونو له‌مخې، دغو کسانو غوښتل له اروپا څخه افغانستان ته د موټرو د صادرولو فرصتونه وڅېړي.

د سرچينو په وينا، پولنډي وګړو په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه خپلې ویزې ترلاسه کړې وې. تر اوسه پورې د دغو کسانو د نيولو دقيق لاملونه، د ساتلو ځای او يا هم د هغوی د حالت په اړه نور جزیيات نه دي خپاره شوي.

د پولنډ حکومت هم تر اوسه د دغو وګړو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو چارواکو هم په رسمي ډول د دغو بهرنيو وګړو د نيولو په اړه کومه خبره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سې‌شنبه طالبانو يو امريکايي وګړی چې ډينس کويل نومېږي، له يو کال څخه تر زيات بند وروسته خوشې کړ. امريکايي چارواکو ټينګار کړی، چې طالبان له نيول شويو بهرنيو وګړو څخه د يرغمل نيونې د ډيپلوماسۍ د وسيلې په توګه کار اخلي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۰
د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې دي، هغه څرګندونې چې په‌کې ویل شوي وو، متحده ایالات به د ایران د برېښناکوټونو او انرژۍ اړوند زېربناوو د ویجاړولو پلان د پنځو ورځو لپاره وځنډوي، څو د «دوښمنیو د حل» په اړه د خبرو اترو پرمختګ روښانه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، د داسې بریدونو نه ترسره کول باید د نړۍوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د ملکي وګړو د ساتنې له اصل سره سم وي، نه دا چې د سیاسي خبرو اترو له پایلو سره وتړل شي.

د یاد سازمان د څېړنو مشره اریکه ګیواراروساس ویلي، چې د ټرمپ ګواښونه «خطرناک، بې‌پروا او د میلیونونو ملکیانو د ژوند او هوساینې لپاره جدي ګواښ دي».

هغې زیاته کړه، چې قصدي بریدونه پر ملکي بنسټونو لکه د برېښنا بټیو چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي ارزښت لري، کېدای شي د جګړې جنایت وګرځي.

سازمان خبرداری ورکړی، چې که د یوه هېواد برېښنايي سیستم له منځه ولاړ شي، نو په پراخه کچه ستونزې به رامنځته شي.

د بښنې نړۍوال سازمان یوازې امریکا نه ده غندلې، بلکې د ایران له حکومته یې هم غوښتنه کړې، چې د سیمې د انرژۍ بنسټونو او سوداګریزو کښتیو د په نښه کولو ګواښونه بند کړي.

د طالبانو هوايي چلند وزارت: ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته منظمې الوتنې کوي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
د طالبانو هوايي چلند وزارت: ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته منظمې الوتنې کوي
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د یاد وزارت د هڅو او همغږیو په پایله کې اوس مهال ۱۰ نړیوال او دوه کورني هوايي شرکتونه د افغانستان نړیوالو هوايي ډګرونو ته منظمې الوتنې کوي.

د وزارت په وینا، یادې الوتنې د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي او د مسافرو ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیاوې هم برابروي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې د هوايي خدماتو زیاتوالی به پر سوداګرۍ، سیاحت او اقتصادي ودې مثبت اغېز ولري.

په همدې حال کې، څو موده وړاندي د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت اجرایي رییس، انتون والدو نیوس ویلي وو چې کابل ته یې الوتنې پیل شوې دي او یاد شرکت غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۵ نړیوال او ۲۲ سیمه ییز هوايي ډګرونه فعال دي.

ایران د اسراییل پر شمال، جنوب او مرکزي سیمو توغندي توغولي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۰
ایران د اسراییل پر شمال، جنوب او مرکزي سیمو توغندي توغولي
100%

ایران د ټرمپ له څرګندونو یوه ورځ وروسته چې ویلي یې و له تهران سره یې ګټورې خبرې شوې دي، د سې ‌شنبې په ورځ پر اسراییل ګڼ توغندي وورول. دغو بریدونو د اسراییل شمال، جنوب او مرکزي سیمې په نښه کړې دي.

درې لوړپوړو اسراییلي چارواکو، چې د نوم نه اخیستلو په شرط یې رویټرز ته خبرې وکړې، وویل چې ټرمپ په ښکاره ډول د هوکړې ترلاسه کولو ته ژمن دی، خو دوی باور لري چې ایران به د متحده ایالاتو په غوښتنو هوکړه ونه کړي.

ایراني توغندیود تل‌ابیب په لوی ښار کې د هوايي برید سیګنالونه فعاله کړل او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې.

اسراییلي پوځ وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د تهران په مرکزي برخو کې ستر بریدونه کړي چې د ایران اسلامي جمهوریت د مهمو قوماندانیو مرکزونه او د سپاه پاسداران او استخباراتو اړوند برخې پکې په نښه شوې دي.