ډونالډ ټرمپ: موږ جګړه ګټلې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي، چې له ایران سره یې جګړه ګټلې او د امریکا الوتکې د تهران په ګډون د هغه هېواد په فضا کې په ازاده توګه ګرځي، خو ایران یې پر وړاندې د هېڅ ډول غبرګون وړتیا نهلري.
ټرمپ زیاته کړه، چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر «غوره» فعالیت کړی دی.
