• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو امریکایی زنداني ډینس کویل د مولوي هبت الله په امر خوشې کړی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۰

طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس کویل خوشې کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور له لیک ور رسېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي په همدې تړاو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره وکتل.

متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه. هغه زیاته کړې چې دوی هېڅوک د سیاسي فشار لپاره نه نیسي، بلکې د قانون د ماتولو په پایله کې محاکمه کېږي او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ یو تن سلاکار سباستین ګورکا طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د یرغمل نیولو ډېپلوماسي ونه زغمي.

متقي ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید خپلو وګړو ته معیاري کونسلي خدمات یقیني کړي او طالبان په دې برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي د متحده عربي اماراتو له دولت او په ځانګړي ډول د دغه هېواد له رییس محمد بن زاید ال نهیان څخه د ډینس کویل د خلاصون د اسانتیاوو په برابرولو کې د رول مننه کړې ده او امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت ویلي چې دا اقدام یې د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ کړی او باور لري چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي.

هغه د قطر دولت له همکارۍ هم مننه کړې ده.

د یاد امریکايي وګړي له خوشې کېدو وروسته به لا هم درې نور بندیان محمود شاه حبیبي، پل اوربي او پولنیس جکسون د طالبانو په زندانونو کې پاتې وي.

په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که ټول امریکایان خوشې نه کړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیر قانوني وګڼل

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر پاکستان او افغانستان غږ وکړ، چې باید تازه اوربند اعلان کړي او د سولې هوکړې ته ورسیږي. کاپوهانو د پاکستان بریدونه غیر قانوني ګڼلي او وايي، اسلام اباد داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي ټي ټي پي د طالبانو په امر په پاکستان کې بریدونه کړي وي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی له پاکستان او طالبانو غواړي دایمي اوربند ومني، د شخړې اصلي لاملونه حل کړي او له نړیوالو قوانینو د سرغړونو په تړاو حساب ور کړي.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ۷۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۱۳ ټپیان دي، او له ۱۱۵ زرو ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

ملکی زیربناوې، لکه روغتیايي مرکزونه، کورونه، بازارونه او د بې ځایه شویو خلکو ځایونه زیانمن شوي دي. ښوونځي او لارې تړل شوې او سوداګري ځنډول شوې ده.

د کارپوهانو په وینا، د مارچ پر۱۶مه د پاکستان هوایي برید چې د درملنې پر مرکز شوی، ښايي سلګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي وي. کارپوهانو وویل: «موږ دا برید غندو، د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپيانو د ژر رغېدو هیله کوو».

هغوی د طالبانو په بریدونو کې په پاکستان کې هم د ملکیانو پرمرګ ژوبلې، بې ځایه کېدو او د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې ده.

کارپوهانو غوښتنه کړې، چې ټولې خواوې د نړیوالو بشري حقوقو او نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، په ځانګړې توګه ملکي وګړي او ملکی تاسیسات خوندي وساتي، ټولې احتمالي سرغړونې په شفافه، خپلواکه او بې پرې توګه وڅېړي، عاملان محاکمه شي او قربانیانو ته جبران ورکړل شي.

پاکستان ادعا کړې چې دا بریدونه له ټي ټي پي د طالبانو د ملاتړ په ځواب کې دي، خو طالبان یې ردوي.

کارپوهانو ټینګار کړی چې ټولې ادارې او طالبان باید د ټي ټي پي په څېر وسله والو نه خلک خوندي کړي.

کارپوهانو وویل: « پر افغانستان د پاکستان برید د ځواک د استعمال له بندیز سرغړونه ده او دلته پرته له دې چې طالبانو پر پاکستان برید کړی وي یایې ټي ټي پي جنګیالي ور لیږلي وي، د ځاني دفاع حق نشته».

هغوی زیاته کړې چې پاکستان لا داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي ټي ټي پي د دوی په خاوره کې د طالبانو په امر یا تر کنټرول لاندې بریدونه کړي وي.

د یادو کارپوهانو په وینا، د نړیوالې محکمې پرېکړه ښيي چې یوازې د وسله والو ډلو موجودیت د بل هېواد لپاره د ځاني دفاع حق نه جوړوي او پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ځاني دفاع د ادعا خبر نه دی ورکړی.

کارپوهانو ویلي، «د غیر قانوني ځواک استعمال دا معنا لري چې پاکستان د دې بریدونو د ټولو قربانیانو د ژوند حق تر پښو لاندې کړی دی. ځینې بریدونه چې ملکیان پکې وژل شوي، ښايي له نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه هم وي».

هغوی څرګنده کړې چې «حکومتونه مکلف دي خلک له ترهګرۍ وساتي، خو باید دا په بشپړه توګه د نړیوال قانون په رعایت وکړي».

هغوی ټینګار کړی، چې د نړیوال قانون له مخې، اړوندې خواوې باید د شخړو سوله ییز حل ته لاره پیدا کړي، چې نړیوال امنیت ته خطر پېښوي.

برېټانیا له افغانستان سره نږدې څلور میلیونه ډالر مرسته کړې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېټانیا استازي ریچارډ لینډسي د سې شنبې په ورځ وویل چې لندن په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله اغیزمنو شویو کسانو سره د مرستې په موخه نږدې څلور میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په روان کال کې له افغانستان سره د برېټانیا ټولې مرستې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، تر ۲۰۲۶ پورې به په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه څخه ډیر خلک، چې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان هم پکې شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یاد سازمان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو خلکو لپاره د حیاتي مرستو د چمتو کولو لپاره د شاوخوا ۹۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان یو شمېر سیاستوالو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند غځېدو غوښتنه کړې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د واکمن ګوند جګپوړي سیاستوال خواجه سعد رفیق او پخواني سناتور مشتاق احمد خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده. دواړو پاکستاني سیاستوالو غوښتنه کړې چې د کمکي اختر اوربند دې وغځیږي او خبرې اترې دې وشي.

سناتور مشتاق احمد خان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې که د اختر پر مهال بریالی اوربند ممکن وي، نو دایمي سوله هم رامنځته کېدای شي. هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي او له طالبانویې وغوښتل چې د سولې پر لور رښتینی او صادقانه دریځ خپل کړي.

دغه پخواني سناتور ټینګار کړی چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت له یو بل سره تړلی دی.

د هغه په وینا، ناامني په دواړو لورو کې پراخې ویجاړۍ او زیانونه رامنځته کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د واکمن ګوند جګپوړي سیاستوال خواجه سعد رفیق ویلي، چې دواړه هېوادونه چې سبا خبرو اترو ته کښیني، اوس باید اوربند وغځوي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د پاکستان روا غوښتنې واوري او د ستونزو د حل په برخه کې ګامونه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، د اختر په ورځو کې لنډمهاله اوربند اعلان شوی و، خو خو اسلام اباد ویلي، چې په افغانستان کې یې عملیات د « ترهګرۍ ضد» ستراتیژۍ برخه دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر: پاکستاني عالمان مني چې د پاکستان بریدونه شرعي جواز نه لري

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په خوست ولایت کې د امنیتي پوستو د لیدنې پرمهال ویلي، چې د افغانستان پر خاوره او فضا د پاکستان بریدونه هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې شرعي خوست ته د کمکي اختر په ورځو کې د سفر پرمهال ددغه ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو د امنیتي پوستیو له جنګیالیو سره په خبرو کې ویلي، چې « د الله تعالی د دین د ساتنې لپاره په سنګر کې یوه شپه تېرول له هر ډول دنیوي متاع څخه ډېر ارزښت لري.»

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې د طالبانو مورال او روحیه او د ددې ډلې د ادارې او خلکو د دفاع په موخه پر پاکستاني ځواکونو متقابل بریدونه، د ستاینې وړ دي.

هغه طالب جنګیالیو ته ویلي، چې «د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره او فضا برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري او د هغوی علماوو هم دا منلې ده».

د پاکستان ډېری مذهبي مشرانو پر افغانستان د بریدونو په تړاو سکوت غوره کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې له کمکي اختر راهیسې د لنډمهالي اوربند په اډانه کې درېدلې دي، خو اسلام اباد ویلي، چې په افغانستان کې یې عملیات د « ترهګرۍ ضد» ستراتیژۍ برخه دي.

طالبان وايي تېرکال یې د ۱۶ سوه نجونو او ښځو د جبري نکاح مخه نیولې ده

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې یې د ۱۶ سوه ښځو او نجونو د جبري نکاح مخه نیولې ده. د یاد وزارت په کلني راپور کې راغلي، چې تېرکال ۱۰ زره شکایتونه ثبت شوي ول، چې له دې څخه یې ۶ زره شکایتونه څېړل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۶مه ویلي، چې په یادو قضیو کې ۱۹۸۱ د شخړو میراث او ۲۱۳۸ د ظلم او کورني تاوتریخوالي قضیې شاملې دي.

د رپوټ له مخې، د تېر لمریز کال په اوږدو کې د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ټولیز ډول ۳۸۰۰ لویې او وړې شخړې او دښمنۍ اوارې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له حکم سره سم ۱۶ زره رواني ناروغان او لیونیان هم راټول شوي او د درملنې او ساتنې په موخه سرې میاشتې ټولتې ته سپارل شوي دي.

رپوټ وايي، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۷۲۰ تنه کوډګر او په خرافاتو بوخت کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د نوي قانون له منظورولو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته پراخ واکونه ورکړل. په دغه قانون کې چې د طالبانو د مشر له‌خوا تر توشېح کېدو وروسته په رسمي جرېدېه کې خپور شو، د مېرمنو لپاره حجاب لازمي او د هر ډول سالرونکي انځور اخیستل منع بلل شوی دی.

د دغه وزارت محتسبینو ته ویل شوي وو، چې په ټولنه کې د هر ډول تعصباتو او تبعیض مخه ونیسي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.

خو یاد وزارت په ټول هېواد کې پر ښځو په بېلابېلو برخو کې بندیزونه پلي کړي، چې په هېواد دننه او بهر یې د ښځو د حقونو د مدافعانو او نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

افغان حقوق‌پوهان او نړۍوالې ادارې د امربالمعروف او نهې عن المنکر یاد قانون د اسلامي شریعت تر څنګ له نړۍوال حقوقي نظام سره په ټکر کې بولي.