• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰

پاکستانی سیاستوال او پخوانی سناتور مشتاق احمد خان د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دا اوربند دې په تلپاتې سوله بدل شي. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی اوربند تېره شپه پای ته رسېدلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید دغه اوربند وغځوي او د سولې پر یو دايمي تړون دې یې بدل کړي. مشتاق احمد خان دا پوښتنه هم راپورته کړې: «که د اختر په ورځو کې یو بریالی اوربند شونی وي، نو ولې یو تلپاتې سوله‌ییز میکانیزم نه‌شي رامنځته کېدای»؟

هغه د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

دغه سیاستوال د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لا جدي هڅې وکړي. هغه همدارنګه پر کابل واکمنو طالبانو باندې غږ کړی، چې په نېک نیت سره د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره خپل چمتووالی وښيي.

نوموړي څرګنده کړه، چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت په مستقیم ډول له یو بل سره تړلی دی. د هغه په وینا، د پولې دواړو غاړو ته ناامني کولی شي پراخ او هر اړخیز ویجاړۍ ته لاره هواره کړي.

مشـتاق احمد خان همدارنګه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اندېښنې او اختلافونه د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه په پای کې د دواړو ملتونو ترمنځ د دیني، ژبنیو، کلتوري، تاریخي، جغرافیایي او قومي ګډو ارزښتونو په یادولو سره وپوښتل چې ایا دغه اړیکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کافي بنسټ نه‌شي کېدای که څنګه؟

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو په ګډه تر لوی اختر پورې د اوربند د دوام غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان یو شمېر نامتو دیني عالمانو د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده. افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په یوې رسېدلې اعلامیه کې دغو دیني عالمانو غوښتنه کړې، چې اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي او د سولې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د دغه غوښتنلیک یو شمېر ګډونوالو دیني عالمانو د دغه لیک تایید هم کړی دی. دیني عالمانو په دې ګډ غوښتنلیک کې لیکلي: «موږ د افغانستان او پاکستان له مشرانو څخه په ډېر اخلاص او جدیت سره غوښتنه کوو چې د دغو مشرانو مخلصانه هڅو درناوی وکړي او دا غوښتنه ومني». دواړه لوري علماء په دې باور دي، چې اوسنی تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د اوربند د تمدید اړوند دې غوښتنلیک کې یو ځای راغلي: «یوه اساسي موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو مسلمانان وکولاي شي د امن، سکون او اطمینان په فضا کې د حج ستره فریضه اداء کړي. حج د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه دی، نو په دې مبارکه موده کې د انسانانو ساتنه د هر ډول وینې تویېدنې مخنیوی تر تر ټولو مهم ضرورت دی».

په دې غوښتنلیک کې د افغانستان له اړخه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیب‌الله منیب، دوکتور فیروز هروي، شیخ مولوي زاده هروي، شیخ مولوي احمد رباني، مولوي معتصم اخوندزاده کندهاري، شیخ نصرالله علمي، شیخ سید احمد هاشمي، شیخ میر فاروق نوراني او شیخ ذاکري عرفاني شامل دي.

د پاکستان علماوو په سر کې د اکوړه خټک مدرسې د یوه غړي شیخ ادريس نوم دی، بیا ورپسې مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندي، کراچۍ کې مېشت مولانا حکیم مظر، بلوچستان کې مېشت مولانا صلاح ایوبي، مولانا محمد اویس نوراني، مولانا شیخ عبدالکریم، مولانا فض الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظر، مولانا مفتي زبیر شاه او مولانا پیر عتیق الرحمان شامل دي.

دغه علماوو ټینګار کړی، چې د دوی هڅې به د اوربند تر غځولو محدودې نه وي او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره خپل اقدامات روان وساتي، څو د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ بنسټیز اختلافات او ستونزې چې د کړکېچ لامل ګرځېدلي حل شي.

د غوښتنلیک پای کې لیکل شوي: «موږ هیله لرو چې د دواړو حکومتونو مشرتابه داسې مناسب چاپېریال برابر کړي چې علماء او سیاسي مشران وکولای شي د سولې دا بهیر د کامیابۍ تر بریده ورسوي او اوږدمهاله ستونزو ته یو عادلانه او دایمي حل وموموي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له اختر یوه ورځ وړاندې د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په غوښتنه اوربند وشو، خو پاکستان د مارچ ۲۳مه د دغه اوربند د پای نېټه ټاکلې وه. د دې بهیر په لړ کې د نورستان او کونړ ولایتونو اوسېدونکو شکایت کړی چې پاکستاني عسکرو پر ډیورنډ کرښه په بېلابېلو سیمو ان د اوربند پر مهال هم توغندي توغولي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

طالبانو بیا په خپله اعلامیه کې د اوربند د پای لپاره کومه ځانګړې نېټه نه وه په ګوته کړې او نه یې هم د پاکستان له اوربند څخه د سرغړونکو اقدام پر وړاندې د «غچ اخیستنې» خبرونه ورکړي.

طالبانو د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو خبر رد کړ

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست ویاند، عابدالله فاروقي ویلي؛ هغه راپورونه چې ګواکې سبا به د تورخم دروازه پرانیستل شي، ناسم او بې‌بنسټه دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ د نوموړي له قوله ویلي، چې د تورخم دروازه به د پخوا په څېر تړلې وي او د پرانیستل کېدو په اړه خپرېدونکي معلومات حقیقت نه لري.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې پاکستان د وري له ۵مه نېټې څخه د تورخم لارې د پرانیستلو پرېکړه کړې ده. سرچینو همداراز وویل، چې په ورته وخت کې د غېر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره چمتووالی بشپړ شوی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه د تورخم ترمینل د بیا پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو برخې د سرچینو په وینا، په ناقانونه توګه مېشتو بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.

تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او تګ‌راتګ لارو څخه ده، د بندېدو له امله یې پر خلکو او سوداګرو پراخ اغېز کړی دی.

عطا محمد نور طالبانو ته: امریکايي زنداني مو د انسانیت لپاره خوشې کړ که د ټرمپ له وېرې؟

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور طالبان "جاهل، ریاکار او بزدله واکمنان" بللي او پوښتنه یې کړې، چې ایا د امریکايي وګړي خوشې کول رښتیا هم د انسانیت له‌مخې دي، که د ډونالډ ټرمپ د فشار او ځواک له وېرې؟

هغه وایي، په داسې حال کې چې طالبان د «مهربانۍ» خبرې کوي، زرګونه بې‌ګناه افغانان د بېلابېلو پلمو لکه ژبني، قومي، ولایتي توپیرونو او ان د ځانګړو مدرسو د زده‌کړو د نه لرلو له امله د دې ډلې په زندانونو کې له شکنجې او غېرانساني چلند سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې او هغوی یې «جاهل، ریاکاره او ډارن واکمنان» وبلل.

د بلخ پخواني والي زیاته کړه، چې د طالبانو ډېری اقدامات د دین، هېواد او خلکو پر وړاندې د ژمنتیا له‌مخې نه، بلکې د تعصب، انحصار غوښتنې او د واک د نامشروع ساتلو د هڅو پایله ده. نوموړي په پای کې له طالبانو وغوښتل، چې که لږ وجدان ولري، د هغه څه پر وړاندې چې ده «بې‌عدالتي او ناوړه کړنې» وبللې، د شرم احساس وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د ډانیل کوېل په نوم یو امریکایي وګړی یې د انساني لورینې له مخې خوشې کړی دی. تر دې دمخه د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته ګواښ کړی و، که امریکایي زندانیان خوشې نه کړي؛ نو د واشنګټن له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي.

اسلام‌اباد د امریکا او ایران احتمالي خبرو کوربه توب ته لېوالتیا ښودلې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې هېواد یې د منځني ختیځ جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو خبرو اترو هرکلی کوي او په بشپړ ډول یې ملاتړ کوي. هغه ټینګار کړی چې د دې هڅو موخه د سیمې او وراخوا د سولې او ثبات ساتل دي.

شهباز شریف څرګنده کړې چې که امریکا او ایران هم په دې خبرو کې موافقه وکړي، پاکستان چمتو دی او ویاړ لري چې د روانې شخړې د جامع حل لپاره د معنا لرونکو او پرېکړه کوونکو خبرو کوربه وي.

د راپور له مخې، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ پیغامونه د مصر، پاکستان او ترکیې له لارې تبادله کېږي. دوی هڅه کوي چې د مستقیمو مذاکراتو پر ځای لومړی د باور فضا رامنځته کړي او د دواړو لورو ترمنځ د بېلابېلو اختلافاتو د حل لپاره بنسټیزه زمینه برابره کړي.

سرچینې وايي چې د سولې لپاره د راتلونکو خبرو امکان شته چې په اسلام‌اباد کې ترسره شي، خو لا تر اوسه د دې خبرو لپاره کومه رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.

یوې پاکستاني حکومتي سرچینې رویټرز ته ویلي، د ممکنه غونډې په اړه خبرې ډېرې پر مخ تللې دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم د ترسره کېدو په اړه "لوی شک" شته. د سرچینې په وینا، که خبرې ترسره شي، امکان لري د یوې اونۍ په موده کې وشي.

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د وري له ۵مه نېټې څخه د تورخم لارې د پرانیستلو پریکړه کړې ده. سرچینو وویل چې په ورته وخت کې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره چمتووالی بشپړ شوی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه د تورخم ترمینل د بیا پرانېستلو پرېکړه شوې ده.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو برخې د سرچینو په وینا، په ناقانونه توګه مېشتو بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.

یاد چارواکي وایي چې «د لنډي کوتل انتظارځای کې د بېلابېلو فدرالي او ایالتي ادارو کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي څو د اخراج او بېرته ستنولو بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره شي».

یادې سرچینې وايي، چې په لومړي پړاو کې به له ټول پاکستان نه شړل شوي کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او وروسته به دای ایف ارپالیسۍ له مخې په منظم او پړاویز ډول د اخراج لړۍ پیل شي.

د سرچینو په وینا اړوندې ادارې چمتو شوې او کارکوونکي یې په لنډي کوتل کې د اخراج پروسې د مدیریت لپاره ګومارل شوي دي.

د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو پروسه پر کرښه د کړکیچونو له امله د تیر کال د کب له ۸مې راهیسې ځنډول شوې وه، په داسې حال کې چې دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۵ کال د مېران له ۲۰مې راهیسې تړلې پاتې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.