کاناډا د لبنان د سوېل د اشغال لپاره د اسراییل هڅې وغندلې

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد د لبنان د سوېلي سیمو د لاندې کولو لپاره د اسراییل پلانونه په کلکه غندي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد د لبنان د سوېلي سیمو د لاندې کولو لپاره د اسراییل پلانونه په کلکه غندي.
دغه وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید نقض نهشي. پر اسراییل د حزبالله بریدونه باید ودرول شي او هغوی باید بېوسلې شي».کاناډا په دې بیانیه کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي، پر زېربناوو، روغتیايي کارکوونکو او د سولې ساتونکو ځواکونو له بریدونو ډډه وکړي او د نړۍوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې ایران د هرموز تنګي په تړاو تېره ورځ یو حیرانوونکی اقدام ترسره کړی دی او دوی یوه ډالۍ هم ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډېره ستره ډالۍ ده، چې ډېر لوړ ارزښت لري. نه غواړم ووایم چې څه شی و، خو دا یو ډېر مهم امتیاز و».
ټرمپ وویل، چې دا ډالۍ «د هرمز تنګي پورې تړاو لري».
د نوموړي په خبره: «تاسو پوهېږئ، زما نه خوښېږي چې دا خبره وکړم، خو موږ دا جګړه ګټلې ده. موږ رښتیا هم خپلې الوتکې د تهران او د هغوی د هېواد د نورو سیمو پر فضا ور خوشې کړې دي او هغوی هېڅ هم نهشي کولای».
د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر د ایران اسلامي جمهوریت پورې اړوندو موضوعاتو کې «ډېر ښه» عمل کړی دی.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.
محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»
د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زدهکوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زدهکړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زدهکړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»
هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زدهکړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.
ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو مخالفې وسلهوالې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـعلياباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.
د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.
تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.