متحده عربي امارات وايي د ډینس کویل د خوشې کېدو کوربهتوب یې کړی

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشرې ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان نه د امریکايي وګړي ډینس کویل د خوشې کېدو کوربهتوب کړی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشرې ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان نه د امریکايي وګړي ډینس کویل د خوشې کېدو کوربهتوب کړی دی.
د نوموړې په وینا، یاد امریکايي وګړی چې په افغانستان کې نیول شوی و، د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب خوشې او وروسته امریکا ته ولېږدول شو. په دې بهیر کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو استازو هم ګډون درلود.
متحده عربي اماراتو د امریکا او طالبانو څخه مننه کړې چې پر دغه هېواد یې باور کړی او د خوشې کېدو د عملیاتو لپاره یې د ځای په توګه ټاکلی دی.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور طالبان "جاهل، ریاکار او بزدله واکمنان" بللي او پوښتنه یې کړې، چې ایا د امریکايي وګړي خوشې کول رښتیا هم د انسانیت لهمخې دي، که د ډونالډ ټرمپ د فشار او ځواک له وېرې؟
هغه وایي، په داسې حال کې چې طالبان د «مهربانۍ» خبرې کوي، زرګونه بېګناه افغانان د بېلابېلو پلمو لکه ژبني، قومي، ولایتي توپیرونو او ان د ځانګړو مدرسو د زدهکړو د نه لرلو له امله د دې ډلې په زندانونو کې له شکنجې او غېرانساني چلند سره مخ دي.
نوموړي د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې او هغوی یې «جاهل، ریاکاره او ډارن واکمنان» وبلل.
د بلخ پخواني والي زیاته کړه، چې د طالبانو ډېری اقدامات د دین، هېواد او خلکو پر وړاندې د ژمنتیا لهمخې نه، بلکې د تعصب، انحصار غوښتنې او د واک د نامشروع ساتلو د هڅو پایله ده. نوموړي په پای کې له طالبانو وغوښتل، چې که لږ وجدان ولري، د هغه څه پر وړاندې چې ده «بېعدالتي او ناوړه کړنې» وبللې، د شرم احساس وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د ډانیل کوېل په نوم یو امریکایي وګړی یې د انساني لورینې له مخې خوشې کړی دی. تر دې دمخه د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته ګواښ کړی و، که امریکایي زندانیان خوشې نه کړي؛ نو د واشنګټن له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د وري له ۵مه نېټې څخه د تورخم لارې د پرانیستلو پریکړه کړې ده. سرچینو وویل چې په ورته وخت کې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره چمتووالی بشپړ شوی.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه د تورخم ترمینل د بیا پرانېستلو پرېکړه شوې ده.
په تورخم کې د پاکستان د کډوالو برخې د سرچینو په وینا، په ناقانونه توګه مېشتو بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.
یاد چارواکي وایي چې «د لنډي کوتل انتظارځای کې د بېلابېلو فدرالي او ایالتي ادارو کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي څو د اخراج او بېرته ستنولو بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره شي».
یادې سرچینې وايي، چې په لومړي پړاو کې به له ټول پاکستان نه شړل شوي کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او وروسته به دای ایف ارپالیسۍ له مخې په منظم او پړاویز ډول د اخراج لړۍ پیل شي.
د سرچینو په وینا اړوندې ادارې چمتو شوې او کارکوونکي یې په لنډي کوتل کې د اخراج پروسې د مدیریت لپاره ګومارل شوي دي.
د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو پروسه پر کرښه د کړکیچونو له امله د تیر کال د کب له ۸مې راهیسې ځنډول شوې وه، په داسې حال کې چې دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۵ کال د مېران له ۲۰مې راهیسې تړلې پاتې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې ټول پاتې امریکایي وګړي سملاسي ازاد کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډینس کویل خوشې کول هم "پر سم لوري یو ګام" وباله.
طالبانو د سې شنبې په ورځ امریکایی بندي ډینس کویل ازاد کړ.
طالبانو ویلي، چې د ډینس کویل د زندان موده پای ته رسیدلې او هغه د ډلې د مشر هبت الله په امر ازاد شوی دی.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې طالبان د ټرمپ ادارې له خبرداریو وروسته یو امریکایی وګړي له زندان څخه خوشې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له توقیف څخه د امریکایی یرغمل ډینس کویل خوشې کیدو ته په اشارې سره وویل، چې ولسمشر ټرمپ په بهر کې د غیر عادلانه توقیفونو پای ته رسولو ته ژمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امریکایی یرغمل خوشې کیدو هرکلی وکړ.
مارکو روبیو وویل، چې دا د "برمته نیونې ډیپلوماسۍ" پای ته رسولو لپاره یو مثبت ګام دی.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد چارو مشر سباسټین ګورکا ویلي چې دوی به تر هغه ارام کښېنني، چې محمود حبیبي او پال اووربي هم کورته نه وي ستانه شوي.
سباسټین ګورکا د سې شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډینس کویل له خویندو سره ژمنه کړې وه چې هغه به کورته راولي.
تر دې مخکې، د مارچ پر ۲۱مه سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.
همدا راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی.
روبیو دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی دی. مارکو روبیو پر خپل اېکس د قطر او متحده عرب اماراتو د ملاتړ مننه کړې ده.
روبیو ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د ډینس کویل د کورنۍ له غړو مولي، اېمي او پېټي سره ولیدل، چې هغوی د خپل ورور د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوله.
روبیو وايي، « نن ورځ، ډینس د خپل کور پر لور روان دی. موږ د متحده عربي اماراتو او قطر له ملاتړ څخه مننه کوو».
هغه دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».