• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطا محمد نور طالبانو ته: امریکايي زنداني مو د انسانیت لپاره خوشې کړ که د ټرمپ له وېرې؟

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور طالبان "جاهل، ریاکار او بزدله واکمنان" بللي او پوښتنه یې کړې، چې ایا د امریکايي وګړي خوشې کول رښتیا هم د انسانیت له‌مخې دي، که د ډونالډ ټرمپ د فشار او ځواک له وېرې؟

هغه وایي، په داسې حال کې چې طالبان د «مهربانۍ» خبرې کوي، زرګونه بې‌ګناه افغانان د بېلابېلو پلمو لکه ژبني، قومي، ولایتي توپیرونو او ان د ځانګړو مدرسو د زده‌کړو د نه لرلو له امله د دې ډلې په زندانونو کې له شکنجې او غېرانساني چلند سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې او هغوی یې «جاهل، ریاکاره او ډارن واکمنان» وبلل.

د بلخ پخواني والي زیاته کړه، چې د طالبانو ډېری اقدامات د دین، هېواد او خلکو پر وړاندې د ژمنتیا له‌مخې نه، بلکې د تعصب، انحصار غوښتنې او د واک د نامشروع ساتلو د هڅو پایله ده. نوموړي په پای کې له طالبانو وغوښتل، چې که لږ وجدان ولري، د هغه څه پر وړاندې چې ده «بې‌عدالتي او ناوړه کړنې» وبللې، د شرم احساس وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د ډانیل کوېل په نوم یو امریکایي وګړی یې د انساني لورینې له مخې خوشې کړی دی. تر دې دمخه د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته ګواښ کړی و، که امریکایي زندانیان خوشې نه کړي؛ نو د واشنګټن له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د وري له ۵مه نېټې څخه د تورخم لارې د پرانیستلو پریکړه کړې ده. سرچینو وویل چې په ورته وخت کې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره چمتووالی بشپړ شوی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه د تورخم ترمینل د بیا پرانېستلو پرېکړه شوې ده.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو برخې د سرچینو په وینا، په ناقانونه توګه مېشتو بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.

یاد چارواکي وایي چې «د لنډي کوتل انتظارځای کې د بېلابېلو فدرالي او ایالتي ادارو کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي څو د اخراج او بېرته ستنولو بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره شي».

یادې سرچینې وايي، چې په لومړي پړاو کې به له ټول پاکستان نه شړل شوي کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او وروسته به دای ایف ارپالیسۍ له مخې په منظم او پړاویز ډول د اخراج لړۍ پیل شي.

د سرچینو په وینا اړوندې ادارې چمتو شوې او کارکوونکي یې په لنډي کوتل کې د اخراج پروسې د مدیریت لپاره ګومارل شوي دي.

د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو پروسه پر کرښه د کړکیچونو له امله د تیر کال د کب له ۸مې راهیسې ځنډول شوې وه، په داسې حال کې چې دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۵ کال د مېران له ۲۰مې راهیسې تړلې پاتې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته: طالبان باید ټول امریکایان ازاد کړي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې ټول پاتې امریکایي وګړي سملاسي ازاد کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډینس کویل خوشې کول هم "پر سم لوري یو ګام" وباله.

طالبانو د سې شنبې په ورځ امریکایی بندي ډینس کویل ازاد کړ.

طالبانو ویلي، چې د ډینس کویل د زندان موده پای ته رسیدلې او هغه د ډلې د مشر هبت الله په امر ازاد شوی دی.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې طالبان د ټرمپ ادارې له خبرداریو وروسته یو امریکایی وګړي له زندان څخه خوشې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له توقیف څخه د امریکایی یرغمل ډینس کویل خوشې کیدو ته په اشارې سره وویل، چې ولسمشر ټرمپ په بهر کې د غیر عادلانه توقیفونو پای ته رسولو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امریکایی یرغمل خوشې کیدو هرکلی وکړ.

مارکو روبیو وویل، چې دا د "برمته نیونې ډیپلوماسۍ" پای ته رسولو لپاره یو مثبت ګام دی.

د ټرمپ یوه سلاکار د طالبانو له بند څخه د دریو نورو امریکايي وګړو پر خوشې کېدو ټینګار کړی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد چارو مشر سباسټین ګورکا ویلي چې دوی به تر هغه ارام کښېنني، چې محمود حبیبي او پال اووربي هم کورته نه وي ستانه شوي.

سباسټین ګورکا د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډینس کویل له خویندو سره ژمنه کړې وه چې هغه به کورته راولي.

تر دې مخکې، د مارچ پر ۲۱مه سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.

همدا راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی.

روبیو دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».

روبیو: د ډینس خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام دی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د ډینس کویل خوشې کول د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور مثبت ګام بللی دی. مارکو روبیو پر خپل اېکس د قطر او متحده عرب اماراتو د ملاتړ مننه کړې ده.

روبیو ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د ډینس کویل د کورنۍ له غړو مولي، اېمي او پېټي سره ولیدل، چې هغوی د خپل ورور د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوله.

روبیو وايي، « نن ورځ، ډینس د خپل کور پر لور روان دی. موږ د متحده عربي اماراتو او قطر له ملاتړ څخه مننه کوو».

هغه دغه راز زیاته کړې چې « دا خوشې کېدل د یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو پر لور یو مثبت ګام دی».

درې امریکايي وګړي لاهم د طالبانو په زندان کې پاتې دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د امریکايي وګړي ډینس کویل له خلاصون وروسته، دمګړۍ افغانی الاصله محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن درې نور امریکایان لاهم د طالبانو په زندانونو کې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې دوی د خپلو ټولو وګړو خوشې کېدل غواړي.

طالبانو له نن څخه یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی خوشې کړ، چې د خلیلزاد په مشرۍ یو امریکایی پلاوی یې د خوشې کېدو په بهیر کې ښکیل و.

هغه د ډیلټا ایرلاینز د یوه تخنیکر په توګه د خپلې دندې له رخصتۍ په ګټې اخېستلو د افغانستان د کلتور او تاریخي ځایونو د لیدو لپاره کابل ته تللی و او ۸۳۶ورځې د طالبانو په بند کې و.

100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د کب پر ۳۰مه وویل، چې د جورج ګلیزمن په نوم یو امریکايي وګړی یې د قطر او عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب خوشې کړی دی.

طالبانو هغه مهال هم اعلان وکړ،چې نوموړی یې د ښه نیت په دود خوشی کړی دی.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت وویل، « دا ښيي چې له ټولو لوریو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو یو».

خو د نوموړي له خوشې کېدو وروسته امریکايي چارواکو په مکرر ډول طالبانو ته خبرداري ورکړل، چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي.

طالبانو د نورو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په ګوانتانامو کې د یوه بندي رحیم افغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د « غیر قانوني نیونو» د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ.

د مارچ پر ۲۱مه د ولسمشر ټرمپ مرستیال سلاکار او د ملي امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړي رییس سباستین ګورکا خبرداری ورکړ، چې طالبان باید نور امریکايي وګړي هم خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ټرمپ د ټولو بندي امریکایانو خوشې کېدو ته ژمن دی.

د ډینس کویل له خوشې کېدو وروسته اوس د طالبانو په زندانونو کې درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن لاهم پاتې دي.

د محمود حبیبي په اړه ویل کیږي، چې نوموړی د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نیول شوی او په کندهار کې ساتل کیږي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم د هغه کورنۍ ته معلومات ور کړي، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د حبیبي خوشې کولو ته ژمن دي.