• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ای‌پي‌اېل ستره بولۍ؛ د رایل چلنجرز بنګلور کرېکټ لوبډله په ۱.۷۸ میلیارده ډالرو وپلورل شوه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د هند د کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) د رایل چلنجرز بنګلور لوبډله څو سترو شرکتونو پېرلې ده. په دې شرکتونو کې ادیتیا بیرلا ګروپ، د ټایمز اف انډیا ګروپ، بولټ ونچرز او بلک‌سټون شامل دي.

د یادې لوبډلې پخواني مالک یونایټډ سپیریټس شرکت د دې کلب د امتیاز د پلور پرېکړه کړې او خپل مالکیت یې بل لوري ته لېږدولی دی.

د هند د کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) لوبډلو ته د پانګه‌والو لېوالتیا د دې لیګ د عوایدو د چټک زیاتوالي او بې‌ساري ارزښت‌موندنې له امله ډېره شوې ده. د پانګونې بانک هولیهان لوکي د معلوماتو له‌مخې، د دې لیګ ټولییز ارزښت تېر کال ۱۸.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې هوکړې پر بنسټ، اریامان ویکرام بیرلا د یادې لوبډلې د رییس په توګه ټاکل شوی او ساتیان ګجواني د ټایمزاف انډیا ګروپ له لوري د مرستیال رییس دنده پر غاړه لري.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د هند غوره لیګ؛ راشد خان له ګجرات ټایټنز لوبډلې سره پاتې شو

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د هند غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو پیل ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي، چې د افغانستان د کرېکټ نړۍوال ستوری راشد خان له خپلې لوبډلې ګجرات ټایټنز سره یوځای شو. یاد کلب د دې خبر په خپرولو سره ویلي: «په لوبډله کې د خوښۍ فضا خپره ده، ځکه چې د ګجرات ټایټنز ویاړ بېرته خپل ځای ته راستون شو».

راشد خان چې د نړۍ د شل اوریزو او یو ورځنیو (پنځوس اوریزو) سیالیو له غوره توپ‌اچوونکو څخه شمېرل کېږي، د کرېکټ له مشهورو او ډېر مینه‌وال لرونکو لوبغاړو څخه دی. ټاکل شوې چې نوموړی به ډېر ژر په دې نامتو لیګ کې خپله لسمه دوره پیل کړي.

د کرېکټ دا ۲۸کلن نړۍوال اتل د دغو لوبو په ټولو بڼو کې لوبېږي. هغه د خپل ځانګړي مهارت له امله په څرخوونکې توپ‌اچونه کې په ځانګړي ډول د «ګوګلي» توپونو په اچولو سره ډېر پېژندل کېږي. د ګجرات ټایټنز د کلب په وینا، هغه د شل اوریزو سیالیو له غوره ورو توپ‌اچوونکو څخه دی. نوموړي خپله لومړنۍ نړۍواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۷ کلنۍ په عمر د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه او تر اوسه یې ګڼ شمېر نړۍوال ریکارډونه په خپل نوم کړي دي.

۲۰۱۸ کال د هغه د مسلکي ژوند له تر ټولو ځلانده کلونو څخه و، ځکه چې هغه د تاریخ تر ټولو چټک لوبغاړی شو چې په نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې ۱۰۰ وېکټې ترلاسه کړې.

راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د هند غوره لیګ ته داخل شو او له هغه وخته تر اوسه یې خورا ښه لوبه کړې ده. هغه څلور پړاوونه د سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره ولوبېد او په ۲۰۱۸ کال کې یې له دې لوبډلې سره د اتلولۍ دویم مقام ترلاسه کړ. همدارنګه، هغه د دې لیګ له هغو چټکو ورو توپ‌اچوونکو څخه دی چې ۱۰۰ وېکټو ته رسېدلی دی.

نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د ګجرات ټایټنز له لوبډلې سره خپله لومړنۍ اتلولي په ای‌پي‌اېل کې وګټله. سربېره پر دې، هغه په نورو معتبرو سیالیو لکه د اسټرالیا د بیګ‌باش لیګ کې هم برخه اخیستې ده. د ۲۰۲۳ کال په پړاو کې راشد خان خپله لومړنی «هېټ‌ټرېک» په ای‌پي‌اېل کې ثبت کړ. دا بریا یې د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې د احمداباد ښار د نرېندرا مودي په لوبغالي کې ترلاسه کړه.

راشد خان د ای‌پي‌اېل په ټولییزه دوره کې ۱۳۶ سیالۍ ترسره کړې دي، ۵۸۵ منډې یې جوړې کړې او ۱۵۸ وېکټې یې ترلاسه کړې دي. هغه یو ځل تر ۵۰ډېرې منډې وهلې دي او تر ټولو ښه لاسته راوړنه یې ۷۹ منډې دي.

دا په دې لیګ کې د هغه د ګډون لسم پړاو دی. راشد خان څلور پړاوونه د سن‌رایزرز حیدراباد لپاره ولوبېد او اوس شپږ پړاوونه کېږي چې د ګجرات ټایټنز برخه دی. هغه په پیل کې د ۹ کروړه هندي روپیو په بیه دې لیګ ته داخل شو، وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۵ کروړه په بدل کې ګجرات ټایټنز ته ولاړ او په ۲۰۲۵ کال کې یې بیه ۱۸ کروړه ته لوړه شوه چې په روان پړاو کې هم همداسې پاتې دی.

په نوي پړاو کې درې نور افغان لوبغاړي هم په ای‌پي‌اېل کې برخه لري. عظمت‌الله عمرزی به د پنجاب کینګز لپاره، نوراحمد لکڼوال به د چنای سوپر کینګز لپاره او الله‌محمد غضنفر به د ممبۍ اینډینز لپاره ولوبېږي.

د ای‌پي‌اېل ۲۰۲۶ سیالۍ د مارچ په ۲۸مه پیلېږي او د مې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې لس لوبډلې برخه لري او د یوه ګروپ په بڼه به له یو بل سره سیالۍ کوي. په ټولیز ډول به ۸۴ لوبې ترسره شي تر څو د دې پړاو اتل وټاکل شي.

د ای‌پي‌اېل ۲۰۲۶ ګډونوالې لوبډلې:
• چنای سوپر کینګز
• ډهلي کپیټلز
• کلکته نایټ رایډرز
• راجستان رویالز
• رویال چلنجرز بنګلور
• پنجاب کینګز
• ممبۍ اینډینز
• سن‌رایزرز حیدرآباد
• ګجرات ټایټنز
• لکنو سوپر جاینټز

په پای کې باید وویل شي، چې د ګجرات ټایټنز لوبډله په تېر پړاو کې په څلورم ځای کې راغله او رویال چلنجرز بنګلور بیا اتلولي ګټلې وه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په میانمار کې د میانمار لوبډلې کوربه‌توب کوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به درې ورځې وروسته د کب په شپږمه نېټه د میانمار د یانګون ښار په "توونا" لوبغالي کې د میانمار د ملي لوبډلې پر وړاندې د کوربه په توګه لوبه وکړي. دا سیالي د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام ته د غوراوي پړاو د درېیم پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې پرون د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني ناسته په کابل کې د برازیلي روزونکي تر څارنې لاندې ترسره شوه، خو د فوټبال فدراسیون تر اوسه د بلل شویو لوبغاړو د شمېر، وروستي نوملړ او د هغوی د هویت په اړه هېڅ ډول رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

رسنیو په حیرانتیا سره لیکلي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې "کورنۍ لوبه" هم د سیال هېواد په لوبغالي کې ترسره کېږي. په دې توګه به د دواړو لوبډلو د تګ او راتګ دواړه لوبې په یوه لوبغالي کې ترسره شي؛ هغه لوبه چې میانمار په‌کې کوربه و او هغه لوبه چې افغانستان په‌کې کوربه توب کوي.

افغان لوبډله چې له میانمار، کویټ، پاکستان او سوریې سره په یوه ګروپ کې شامله ده، تر دې وړاندې یې خپلې دوه کورنۍ لوبې هم له هېواده بهر ترسره کړې دي. د سوریې پر وړاندې لوبه په سعودي عربستان کې ترسره شوه او د پاکستان پر وړاندې سیالي په کویټ کې وشوه. اوس درېیم کوربه‌توب هم په میانمار کې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې مخکې ویل کېدل دا لوبه به په بنګله‌دېش کې ترسره شي.

افغانستان تر دې مخکې لوبه کې له میانمار څخه په ۲–۱ ماتې خوړلې، د سوریې پر وړاندې هم مات شوی او له پاکستان سره یې په دوو لوبو کې مساوي پایلې درلودې. له دې ګروپ څخه، سوریې له څلورو لوبو څخه د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپل ځای یقیني کړی او پاتې لوبې یوازې تشریفاتي بڼه لري.

سره له دې دا چې یوه لوبډله ونه‌شي کولای په خپل هېواد کې کوربه وي، یا په نورو هېوادونو کې هم د کوربه‌توب لپاره مناسب میدان ونه‌لري او اړ شي چې د سیال په میدان کې کوربه‌توب وکړي، د ملي فوټبال او ان د نورو ورزشي ډګرونو په کچه یو ډېر کمساری او نادره پېښه بلل کېږي.

د افغانستان وروستۍ لوبه په دې پړاو کې به د ۱۴۰۵ کال د کب په یوولسمه نېټه د سوریې پر وړاندې ترسره شي، چې سوریه به د دې لوبې کوربه وي.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍوال جام کې درېیم مقام خپل کړ

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبو ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ کال د وزلوبې نړۍوال جام کې روسیې ته د ۶–۰ په ماتې ورکولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبې کوکپر نړۍوالو سیالیو کې چې د قزاقستان په کوربه‌توب د نهو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، درېیم مقام خپل کړ.

یادې ادارې ویلي، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي سیالیو کې مجارستان ته ۱۴ پر صفر، مغلستان ته ۷ پر صفر او روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله، خو په نیمه پایلوبه کې یې له ازبکستان څخه ۴ پر ۲ ماتې وخوړه او پایلوبې ته له ورتګ څخه پاتې شوه.

خو د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په یادو نړۍوالو سیالیو کې روسیې ته د ۶–۰ په توپیر ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د نړۍوال جام پای لوبې ته له تګ پاتې شوه

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې د نړۍوال جام په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې ۴-۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه او د دغه سیالیو پای لوبې ته له تګ پاتې شوه.

افغان لوبډله د ډله‌ییزو لوبو په پړاو کې د خپل غوره فعالیت او درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د خپل ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله وه. په بله نیمه پای لوبه کې قزاقستان، روسیې ته د ۶-۴ په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار ومونده.
په دې توګه، د دغه سیالۍ پای لوبه به د قزاقستان او ازبکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د یادونې ده، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په ډله‌ییز پړاو کې له هنګري، روسیې او منګولیا لوبډلو سره په دویم ګروپ کې همډلې وه او په غوره فعالیت سره یې خپلې درې واړه لوبې په بریا سره پای ته ورسولې.
د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د چین، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شامې وې، چې قزاقستان او ازبکستان ترې نیمه پای لوبې ته ورسېدل.

100%
100%

د ۲۰۲۶کال «کوک‌پر» سیالۍ؛ افغان چاپ‌اندازان د ازبکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوالو سیالیو په نیمه پای لوبه کې نن جمعه (د کب ۲۹مه) د ازبکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. په بله نیمه پای لوبه کې به د قزاقستان او روسیې لوبډلې سره سیالي وکړي.

افغانستان د دغه سیالیو په ګروپي پړاو کې دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی و او د غوره فعالیت سره یې خپلې ټولې درې لوبې وګټلې. افغان لوبډله د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ مخکښې لوبډلې په توګه نیمه پای لوبې ته ورسېده.

افغان چاپ‌اندازانو وکولای شول، پرته له دې چې خپلو مخالفینو ته یو امتیاز هم ورکړي؛ په دغه پړاو کې ۲۶ ځله هدف تر حلالې کړۍ ورسوي. له دې ډلې د روسیې لوبډله هم د ۶ امتیازونو سره دویمه لوبډله شوه، چې نیمه پای لوبې ته یې لار ومونده.

100%

په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري. د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي.
د نیمه پای لوبې مهالوېش:
قزاقستان – روسیه
جمعه (د کب ۲۹مه) ۱۴۰۴، د افغانستان په وخت ۱۰:۳۰ بجې

افغانستان – ازبکستان

جمعه (د کب ۲۹مه) ۱۴۰۴، د افغانستان په وخت ۱۱:۳۰ بجې
د یادونې وړ ده، د ترکیې لوبډله سره له دې چې د پچې اچونې په مراسمو کې یې ګډون لاره؛ د خپل یوه لوبغاړي د ټپي کېدو له امله له دغه سیالیو بهر شوه.

100%