• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو هوايي چلند وزارت: ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته منظمې الوتنې کوي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د یاد وزارت د هڅو او همغږیو په پایله کې اوس مهال ۱۰ نړیوال او دوه کورني هوايي شرکتونه د افغانستان نړیوالو هوايي ډګرونو ته منظمې الوتنې کوي.

د وزارت په وینا، یادې الوتنې د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي او د مسافرو ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیاوې هم برابروي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې د هوايي خدماتو زیاتوالی به پر سوداګرۍ، سیاحت او اقتصادي ودې مثبت اغېز ولري.

په همدې حال کې، څو موده وړاندي د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت اجرایي رییس، انتون والدو نیوس ویلي وو چې کابل ته یې الوتنې پیل شوې دي او یاد شرکت غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۵ نړیوال او ۲۲ سیمه ییز هوايي ډګرونه فعال دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ایران د اسراییل پر شمال، جنوب او مرکزي سیمو توغندي توغولي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۰

ایران د ټرمپ له څرګندونو یوه ورځ وروسته چې ویلي یې و له تهران سره یې ګټورې خبرې شوې دي، د سې ‌شنبې په ورځ پر اسراییل ګڼ توغندي وورول. دغو بریدونو د اسراییل شمال، جنوب او مرکزي سیمې په نښه کړې دي.

درې لوړپوړو اسراییلي چارواکو، چې د نوم نه اخیستلو په شرط یې رویټرز ته خبرې وکړې، وویل چې ټرمپ په ښکاره ډول د هوکړې ترلاسه کولو ته ژمن دی، خو دوی باور لري چې ایران به د متحده ایالاتو په غوښتنو هوکړه ونه کړي.

ایراني توغندیود تل‌ابیب په لوی ښار کې د هوايي برید سیګنالونه فعاله کړل او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې.

اسراییلي پوځ وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د تهران په مرکزي برخو کې ستر بریدونه کړي چې د ایران اسلامي جمهوریت د مهمو قوماندانیو مرکزونه او د سپاه پاسداران او استخباراتو اړوند برخې پکې په نښه شوې دي.

زیلنسکي: د روسیې په پراخو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې د روسیې په وروستیو پراخو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور، د ماشومانو په ګډون، ټپیان دي، او ټینګار یې کړی چې هېواد یې لا ډېرې هوايي دفاعي مرستې ته اړتیا لري.

ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي، چې د تېرې شپې له پراخو بریدونو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیارغونې چارې روانې دي.

د نوموړي په وینا، د زاپوریژیا او پولتاوا په ښارونو کې استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې او اورونه بل شوي دي، په داسې حال کې چې د سومي ولایت اړوند شوسټکا ښار پر لور نږدې ۴۰ بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د خارکیف ولایت په سلاتینې سیمه کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه پر برېښنايي اورګاډي لګېدلې ده. د ده په وینا، په ټوله کې د هېواد په ۱۱ سیمو کې د زیان راپورونه ورکړل شوي دي.

زیلنسکي ویلي: «په ټولیز ډول له ۳۹۰څخه ډېر بریدیز ډرونونه او ۳۴ بېلابېل ډوله توغندي، بالستیک، کروز او له هوا توغول کېدونکي هدایت شوي توغندي، کارول شوي دي.»

هغه ټینګار کړی چې دغه شمېرې ښيي، اوکراین ته د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره لا ډېرې هوايي دفاعي مرستې اړینې دي، او نړیوال باید د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي.

زیلنسکي همداراز ویلي، چې د هوايي دفاع په اړه ټول تړونونه باید پر وخت عملي شي او اروپا باید وکولای شي د خپلو امنیتي اړتیاوو لپاره کافي دفاعي توغندي تولید کړي.

نوموړي د هغو ټولو هېوادونو او کسانو مننه کړې چې د اوکراین د هوايي حریم د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.

مایا ساندو: د اوکراین پر انرژۍ زیربناوو د روسیې بریدونه جنګي جنایت دی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د مالدووا ولسمشرېمایا ساندوویلي، چې د اوکراین د ملکي انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې بریدونه «جنګي جنایت» دی او ټینګار یې کړی چې دغو بریدونو د مالدووا د برېښنا مهمه نښلونکې کرښه له اروپا سره پرې کړې او وضعیت لا هم نازک دی.

مایا ساندو په خپل ایکس پوسټ کې ویلي، چې د شپې له خوا د روسیې بریدونو نه یوازې اوکراین ته زیان رسولی، بلکې د سیمې پر نورو هېوادونو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.

نوموړې ویلي: «د اوکراین د ملکي انرژۍ پر زیربناوو د روسیې بریدونه جنګي جنایت دی او دا پر موږ ټولو برید دی.»

د هغې په وینا، د دغو بریدونو له امله د مالدووا هغه مهمه برېښنايي اړیکه چې له اروپا سره یې نښلوله، پرې شوې ده.

ساندو زیاته کړې، که څه هم بدیلې لارې برابرې شوې دي، خو وضعیت لا هم نازک پاتې دی او هر وخت د خرابېدو احتمال لري.

د مالدووا ولسمشرې ټینګار کړی چې د روان وضعیت بشپړ مسوولیت د روسیې پر غاړه دی.

د کولمبیا په سوېل کې د یوې پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۸ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د کولمبیا په سوېل کې د یوې پوځي الوتکې د غورځېدو له امله ۸ کسان مړه او ۸۳ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی. دا الوتکه چې د "سي-۱۳۰ هرکولس" ډوله وه، د پوتومایو ولایت کې د الوتنې پر مهال لوېدلې ده.

د کولمبیا دفاع وزیر جان پېدرو سانچز وایي، د الوتکې د غورځېدو علت لا هم نه دی معلوم او تر دې دمه داسې هېڅ نښه نه ده لیدل شوې، چې دا پېښه دې د کومو وسله‌والو یا جرمي ډلو د برید پایله وي. هغه زیاته کړې، چې الوتکه د الوتنې لپاره په ښه تخنیکي حالت کې وه او عملې یې هم لازمې وړتیاوې لرلې.

د کولمبیا د هوايي ځواک قوماندان کارلوس سیلوا ویلي، چې په دې الوتکه کې ۱۱۴ مساپر او ۱۱ تنه عمله سپاره وو. د پوتومایو والي په وینا، له مساپرو څخه دوه تنه د پولیسو افسران وو او پاتې ۱۱۲ تنه نور پوځیان وو.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، هغه ویډیو یې ارزولې چې د پېښې ځای په‌کې تثبیت شوی دی. دا ویډیو ښيي، چې د سي-۱۳۰ هرکولس الوتکه د کاوکایا له هوايي ډګر څخه پورته شوه، خو وروسته د یوې کلیوالې سیمې پر سر ورو ورو خپله لوړه ارتفاع له لاسه ورکړه. د انځورونو له‌مخې، الوتکه له هوايي ډګر څخه تر دوو میلو هم کم واټن کې ولوېده.

د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې له دړې وړې شوې الوتکې څخه توره لوخړه او د اور لمبې پورته کېدې.

د سي-۱۳۰ ډوله بار وړونکې الوتکې په نړۍ کې په پراخه کچه کارېږي او دا وړتیا لري، چې په لېرې پرتو سیمو او سختو شرایطو کې هم فعالیت وکړي.

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې پر مهمو ټکو هوکړه شوې

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې خبرې شوې دي او دواړه خواوو پر «مهمو ټکو» هوکړه کړې او ښايي ډېر ژر د جګړې د پای لپاره یوه هوکړه وشي.

ټرمپ وویل چې د منځني ختیځ لپاره د هغه استازي سټیو ویتکوف او د هغه نږدې سلاکار او زوم جیرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او دا بهیر به د دوشنبې په ورځ هم دوام وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ ډېرې پیاوړې خبرې درلودې. وګورو چې پایله یې څه کېږي. موږ پر مهمو ټکو، نږدې پر ټولو ټکو موافقه لرو».

ټرمپ وروسته په ټېنېسي ایالت کې وویل چې د یوې هوکړې امکان ډېر لوړ دی: «له ایران سره موږ له ډېر وخت راهیسې خبرې کوو، خو دا ځل هغوی جدي دي».