• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ استازی: د ازاد شوي امریکايي په بدل کې طالبانو ته هېڅ امتیاز نه دی ورکړل شوی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ استازي ادام بولر د طالبانو له بنده د ډنیس کویل خوشې کېدو ته په اشارې سره وویل، چې د امتیاز ترلاسه کولو په بدل کې د یرغمل نیونې سیاست نور له‌منځه تللی دی. بولر وویل: «نه کومه معامله شوې او نه هم پیسې ورکړل شوې دي. د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته رسېدلې ده».

ادام بولر د سې‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له زندانونو د ټولو امریکایانو راخوشې کول د ټرمپ د حکومت په لومړیتوبونو کې دي. هغه زیاته کړه، تر هغې چې ټول [یرغمل شوي] ازاد او خپلو کورونو ته ستانه نه‌شي، له هڅو به لاس وانخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده شبکې د یوه افغان غړي د ازادېدو غوښتنه کړې وه. دا کس محمد رحیم نومېږي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانټانامو زندان کې ساتل کېږي او له اسامه بن لادن سره په همکارۍ تورن دی.
تر اوسه د امریکا حکومت د محمد رحیم خوشې کولو ته کومه لېوالتیا نه ده ښودلې. د امریکايي چارواکو څرګندونې ښيي، چې طالبان د امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې د ټرمپ له حکومت څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو غوښتونکي دي.
طالبانو د امریکايي چارواکو د فشارونو او ګواښونو له زیاتېدو او همدارنګه د هغو هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان له شاملېدو وروسته چې امریکايي وګړي په ناقانونه ډول بندیانوي، د سې‌شنبې په ورځ امریکايي زنداني ډنیس کویل خوشې کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د نوموړي ازادي د هغه د کورنۍ له خوا د دوی مشر ته د یوه لیک له استولو وروسته ترسره شوې ده.
له دې سره، محمود شاه حبیبي او پل اوروبي دوه نور امریکايي وګړي دي چې د طالبانو په بند کې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې د دوی راتلونکی هدف د دغو دوو کسانو ازادول دي. طالبانو تر اوسه د محمود شاه حبیبي نیول رد کړي، چې دې چارې د هغه د خوشې کېدو موضوع پېچلې کړې ده.
تر دې وړاندې د ټرمپ استازي ادام بولر د امریکايي وګړو د ناقانونه بندي کولو په نوملړ کې د افغانستان شاملېدو ته په اشارې ویلي وو، داسې هېوادونه نه‌شي کولای له امریکا سره اړیکې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستل کېدو او د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې وه.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰
یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه
100%

پاکستانی سیاستوال او پخوانی سناتور مشتاق احمد خان د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دا اوربند دې په تلپاتې سوله بدل شي. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی اوربند تېره شپه پای ته رسېدلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید دغه اوربند وغځوي او د سولې پر یو دايمي تړون دې یې بدل کړي. مشتاق احمد خان دا پوښتنه هم راپورته کړې: «که د اختر په ورځو کې یو بریالی اوربند شونی وي، نو ولې یو تلپاتې سوله‌ییز میکانیزم نه‌شي رامنځته کېدای»؟

هغه د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

دغه سیاستوال د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لا جدي هڅې وکړي. هغه همدارنګه پر کابل واکمنو طالبانو باندې غږ کړی، چې په نېک نیت سره د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره خپل چمتووالی وښيي.

نوموړي څرګنده کړه، چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت په مستقیم ډول له یو بل سره تړلی دی. د هغه په وینا، د پولې دواړو غاړو ته ناامني کولی شي پراخ او هر اړخیز ویجاړۍ ته لاره هواره کړي.

مشـتاق احمد خان همدارنګه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اندېښنې او اختلافونه د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه په پای کې د دواړو ملتونو ترمنځ د دیني، ژبنیو، کلتوري، تاریخي، جغرافیایي او قومي ګډو ارزښتونو په یادولو سره وپوښتل چې ایا دغه اړیکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کافي بنسټ نه‌شي کېدای که څنګه؟

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو په ګډه تر لوی اختر پورې د اوربند د دوام غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰
د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو په ګډه تر لوی اختر پورې د اوربند د دوام غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان او پاکستان یو شمېر نامتو دیني عالمانو د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده. افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په یوې رسېدلې اعلامیه کې دغو دیني عالمانو غوښتنه کړې، چې اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي او د سولې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د دغه غوښتنلیک یو شمېر ګډونوالو دیني عالمانو د دغه لیک تایید هم کړی دی. دیني عالمانو په دې ګډ غوښتنلیک کې لیکلي: «موږ د افغانستان او پاکستان له مشرانو څخه په ډېر اخلاص او جدیت سره غوښتنه کوو چې د دغو مشرانو مخلصانه هڅو درناوی وکړي او دا غوښتنه ومني». دواړه لوري علماء په دې باور دي، چې اوسنی تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د اوربند د تمدید اړوند دې غوښتنلیک کې یو ځای راغلي: «یوه اساسي موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو مسلمانان وکولاي شي د امن، سکون او اطمینان په فضا کې د حج ستره فریضه اداء کړي. حج د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه دی، نو په دې مبارکه موده کې د انسانانو ساتنه د هر ډول وینې تویېدنې مخنیوی تر تر ټولو مهم ضرورت دی».

په دې غوښتنلیک کې د افغانستان له اړخه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیب‌الله منیب، دوکتور فیروز هروي، شیخ مولوي زاده هروي، شیخ مولوي احمد رباني، مولوي معتصم اخوندزاده کندهاري، شیخ نصرالله علمي، شیخ سید احمد هاشمي، شیخ میر فاروق نوراني او شیخ ذاکري عرفاني شامل دي.

د پاکستان علماوو په سر کې د اکوړه خټک مدرسې د یوه غړي شیخ ادريس نوم دی، بیا ورپسې مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندي، کراچۍ کې مېشت مولانا حکیم مظر، بلوچستان کې مېشت مولانا صلاح ایوبي، مولانا محمد اویس نوراني، مولانا شیخ عبدالکریم، مولانا فض الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظر، مولانا مفتي زبیر شاه او مولانا پیر عتیق الرحمان شامل دي.

دغه علماوو ټینګار کړی، چې د دوی هڅې به د اوربند تر غځولو محدودې نه وي او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره خپل اقدامات روان وساتي، څو د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ بنسټیز اختلافات او ستونزې چې د کړکېچ لامل ګرځېدلي حل شي.

د غوښتنلیک پای کې لیکل شوي: «موږ هیله لرو چې د دواړو حکومتونو مشرتابه داسې مناسب چاپېریال برابر کړي چې علماء او سیاسي مشران وکولای شي د سولې دا بهیر د کامیابۍ تر بریده ورسوي او اوږدمهاله ستونزو ته یو عادلانه او دایمي حل وموموي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له اختر یوه ورځ وړاندې د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په غوښتنه اوربند وشو، خو پاکستان د مارچ ۲۳مه د دغه اوربند د پای نېټه ټاکلې وه. د دې بهیر په لړ کې د نورستان او کونړ ولایتونو اوسېدونکو شکایت کړی چې پاکستاني عسکرو پر ډیورنډ کرښه په بېلابېلو سیمو ان د اوربند پر مهال هم توغندي توغولي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

طالبانو بیا په خپله اعلامیه کې د اوربند د پای لپاره کومه ځانګړې نېټه نه وه په ګوته کړې او نه یې هم د پاکستان له اوربند څخه د سرغړونکو اقدام پر وړاندې د «غچ اخیستنې» خبرونه ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۰
د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې دي، هغه څرګندونې چې په‌کې ویل شوي وو، متحده ایالات به د ایران د برېښناکوټونو او انرژۍ اړوند زېربناوو د ویجاړولو پلان د پنځو ورځو لپاره وځنډوي، څو د «دوښمنیو د حل» په اړه د خبرو اترو پرمختګ روښانه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، د داسې بریدونو نه ترسره کول باید د نړۍوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د ملکي وګړو د ساتنې له اصل سره سم وي، نه دا چې د سیاسي خبرو اترو له پایلو سره وتړل شي.

د یاد سازمان د څېړنو مشره اریکه ګیواراروساس ویلي، چې د ټرمپ ګواښونه «خطرناک، بې‌پروا او د میلیونونو ملکیانو د ژوند او هوساینې لپاره جدي ګواښ دي».

هغې زیاته کړه، چې قصدي بریدونه پر ملکي بنسټونو لکه د برېښنا بټیو چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي ارزښت لري، کېدای شي د جګړې جنایت وګرځي.

سازمان خبرداری ورکړی، چې که د یوه هېواد برېښنايي سیستم له منځه ولاړ شي، نو په پراخه کچه ستونزې به رامنځته شي.

د بښنې نړۍوال سازمان یوازې امریکا نه ده غندلې، بلکې د ایران له حکومته یې هم غوښتنه کړې، چې د سیمې د انرژۍ بنسټونو او سوداګریزو کښتیو د په نښه کولو ګواښونه بند کړي.

طالبانو د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو خبر رد کړ

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰
طالبانو د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو خبر رد کړ
100%

د طالبانو د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست ویاند، عابدالله فاروقي ویلي؛ هغه راپورونه چې ګواکې سبا به د تورخم دروازه پرانیستل شي، ناسم او بې‌بنسټه دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ د نوموړي له قوله ویلي، چې د تورخم دروازه به د پخوا په څېر تړلې وي او د پرانیستل کېدو په اړه خپرېدونکي معلومات حقیقت نه لري.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې پاکستان د وري له ۵مه نېټې څخه د تورخم لارې د پرانیستلو پرېکړه کړې ده. سرچینو همداراز وویل، چې په ورته وخت کې د غېر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره چمتووالی بشپړ شوی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه د تورخم ترمینل د بیا پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو برخې د سرچینو په وینا، په ناقانونه توګه مېشتو بهرنیانو د بېرته ستنولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.

تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او تګ‌راتګ لارو څخه ده، د بندېدو له امله یې پر خلکو او سوداګرو پراخ اغېز کړی دی.

عطا محمد نور طالبانو ته: امریکايي زنداني مو د انسانیت لپاره خوشې کړ که د ټرمپ له وېرې؟

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰
عطا محمد نور طالبانو ته: امریکايي زنداني مو د انسانیت لپاره خوشې کړ که د ټرمپ له وېرې؟
100%

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور طالبان "جاهل، ریاکار او بزدله واکمنان" بللي او پوښتنه یې کړې، چې ایا د امریکايي وګړي خوشې کول رښتیا هم د انسانیت له‌مخې دي، که د ډونالډ ټرمپ د فشار او ځواک له وېرې؟

هغه وایي، په داسې حال کې چې طالبان د «مهربانۍ» خبرې کوي، زرګونه بې‌ګناه افغانان د بېلابېلو پلمو لکه ژبني، قومي، ولایتي توپیرونو او ان د ځانګړو مدرسو د زده‌کړو د نه لرلو له امله د دې ډلې په زندانونو کې له شکنجې او غېرانساني چلند سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې او هغوی یې «جاهل، ریاکاره او ډارن واکمنان» وبلل.

د بلخ پخواني والي زیاته کړه، چې د طالبانو ډېری اقدامات د دین، هېواد او خلکو پر وړاندې د ژمنتیا له‌مخې نه، بلکې د تعصب، انحصار غوښتنې او د واک د نامشروع ساتلو د هڅو پایله ده. نوموړي په پای کې له طالبانو وغوښتل، چې که لږ وجدان ولري، د هغه څه پر وړاندې چې ده «بې‌عدالتي او ناوړه کړنې» وبللې، د شرم احساس وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د ډانیل کوېل په نوم یو امریکایي وګړی یې د انساني لورینې له مخې خوشې کړی دی. تر دې دمخه د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته ګواښ کړی و، که امریکایي زندانیان خوشې نه کړي؛ نو د واشنګټن له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي.