• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الحق: په تورخم او چمن کې زرګونه افغان کډوال له شدیدو ستونزو سره مخ دي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې په تورخم او چمن کې زرګونه افغان کډوال له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.نوموړي ویلي، د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې ودرېدو موده باید اوږده شي ترڅو دوی په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.

سراج الحق په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «تورخم او چمن کې بند پاتې زرګونه افغان کډوال شدیدو ستونزو سره مخ دي. د پاکستان او افغانستان تر منځ د جګړې د ودرېدو موده باید وغځول شي، څو د دوی خوندي راستنیدنه ممکنه شي، او سمدستي بشري مرستې او جدي پاملرنه اړینه ده.»

هغه د نړیوالو او سیمه‌ییزو ادارو له حکومتونو غوښتنه کړې چې د کډوالو د خوندیتوب، خوراکي، صحي او سرپناه اړونده مرستې چټکې کړي، ترڅو دغه خلک له سختو انساني کړکیچونو خلاص شي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د قوښتېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰
طالبان: د قوښتېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي
100%

د طالبانو ملي پراختیا شرکت ویلي، چې د قوشتېپې کانال دویم فاز چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري چارې یې ۹۸ سلنه بشپړې شوي. دغه شرکت ویلي چې یاده پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه شرکت د سې شنبې په ورځ (د وري ۴مه) دغه پروژه له مهمو بنسټیزو پروژو یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې چارو په بشپړېدو سره به د اوبو مدیریت ښه، کرنه او کاري فرصتونه به زیات شي.

د کانال پروژه په درې فازونو کې پلان شوې ده، چې لومړی فاز چې اوږدوالی یې ۱۰۸ کیلومتره دی بشپړ شوی.

دویم فاز (هغه چې ۱۷۷ کیلومتره دی) روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.

درېیم فاز د فرعي کانالونو جوړولو، د ځمکو وېش او نورو اړینو چارو لپاره ټاکل شوی دی.

یونیسف: په افغانستان کې هر درېیم تن پاکې او خوندي اوبه نه شي ترلاسه کولی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۰
یونیسف: په افغانستان کې هر درېیم تن پاکې او خوندي اوبه نه شي ترلاسه کولی
100%

د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) څرګنده کړې چې په افغانستان کې شاوخوا هر درېیم وګړی د کافي او خوندي څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دی. دغه ادارې زیاته کړې، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې یې ۲.۱ میلیون خلکو ته پاکې او خوندي اوبه رسولې، خو لا ډېره هڅه پکار ده چې هر ماشوم ته پاکې اوبه برابرې شي.

د یونیسف په تازه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د خلکو یو لویه برخه لا هم د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ ده.

اداره ټینګار کوي چې د تېرو کلونو هڅو سربېره، لا ډېرې پانګې او پروګرامونه اړین دي، ترڅو هر ماشوم وکولای شي له پاکو او خوندي اوبو برخمن شي.

یونسف زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې یې ۲.۱ میلیون افغانانو ته د پاکو څښاک اوبو اسانتیاوې برابرې کړې، خو د دې شمېر سره سره د اړتیا کچه لا هم ډېره ده. ادارې د نړیوالو او محلي شریکانو څخه غوښتنه کړې چې د اوبو د خوندیتوب پروژو کې زیاته همکاري وکړي.

پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو ککړ هېواد و

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰
پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو ککړ هېواد و
100%

د څېړونو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ تر ټولو زیات لوګی لرونکی هېواد و، چې د (پي ایم ۲.۵) په نوم د خطرناکو وړو ذرو کچه یې د نړۍوال روغتیايي سازمان د سپارښتنې له اندازې ۱۳ ځله زیاته وه.

رویټرز د سې شنبې په ورځ (د وري ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د سویس د هوا د کیفیت څارنې شرکت (ای کیو ایر) په خپل کلني راپور کې زیاته کړې چې ۱۳ هیوادونو او سیمو تیر کال د روغتیا نړیوال سازمان په معیار کې د (بي ایم ۲.۵) اوسط کچه په هر مکعب متر کې له ۵ مایکروګرام څخه کمه ساتلې وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې له اوو څخه لوړه وه.

په ټولیزه توګه د ۱۴۳ څارل شویو هیوادونو او سیمو څخه ۱۳۰ یې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونې په پوره کولو کې پاتې راغلي.

بنګله دیش او تاجکستان د تر ټولو ککړو هیوادونو په لیست کې دوهم او دریم ځای کې وو.

د نړۍ د تر ټولو ۲۵ ککړو ښارونه په هند، پاکستان او چین کې وو.

په خبر کې ویل شوي، هغه هېوادونه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره معیار پوره کړی اسټرالیا، ایسلینډ، ایسټونیا او پاناما وو.

په خېبر پښتونخوا کې د اختر تر رخصتیو وروسته بیا د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیلېږي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰
په خېبر پښتونخوا کې د اختر تر رخصتیو وروسته بیا د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیلېږي
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا کې د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا ګړندی کېږي، چې قانوني اسناد نه‌لري. په راپور کې راغلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د افغانانو د نیولو عملیات په موقتي توګه درول شوي وو.

همداراز ویل شوي، چې د یاد ایالت امنیتي ادارې چمتو دي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو سخت ګامونه پورته کړي او هغه کسان ونیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د افغان کډوالو د ۹ کمپونو د تړلو بهیر چې د اختر په مناسبت درول شوی و، ډېر ژر به بیا پیل شي. همداراز، د افغان وګړو لپاره د "داوطلبانه ستنېدو" یو پراخ پروګرام سبا پیلېږي، څو هغه کسان وهڅول شي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

په پېښور ښار کې د کډوالو د معلوماتو د نوې سروې بهیر بیا پیل شوی او ټاکل شوې، چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې نور کره معلومات راټول شي.

په دې بهیر کې ځانګړې پاملرنه د هغو کډوالو د معلوماتو راټولولو ته کېږي، چې کاروبارونه لري، هغه کسان چې په ناقانونه ډول یې پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي، افغان ښځې چې له پاکستاني نارینه‌وو سره یې ودونه کړي او نور هغه کسان چې ګډ یا پېچلی حقوقي حالت لري.

همداراز، چارواکو د کډوالو د سوداګریزو فعالیتونو او شتمنیو په اړه د معلوماتو راټولول پیل کړي. سرچینې زیاتوي، چې د بې‌اسناده افغان وګړو پر ضد د اقداماتو د چټکتیا لپاره لارښوونې صادرې شوې دي او سپارښتنې شوي چې تر پخوا هم د افغان کډوالو د نیول کېدو عملیات لا چټک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰
سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.

نوموړي دا څرګندونې په پښین کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه د پاکستان پر حکومتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عام وګړي د دغه هېواد حقیقي مالکان دي.

اپریدي وویل، کله چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کوي، ورته ویل کېږي چې «افغانستان ته لاړ شئ»، او کله چې د ایران په اړه د ولس او پارلمان د نظر اخېستلو غوښتنه کوي، ځواب ورکول کېږي چې «ایران ته لاړ شئ.»

هغه په توندو ټکو وویل: «ایا دا پاکستان ستاسو د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې مالک یم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان عام وګړي خپله «ریاست» دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې هغوی ته د هېواد پرېښودلو خبره وکړي.