• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خوست کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه خلکو د پاکستان د بریدونو له امله خپل کورونه پرېښي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰

په خوست ولایت کې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتو سیمو اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني ځواکونو د توپچي او هوايي بریدونو له امله یې ډک کورونه وران شوي او د ځان ژغورنې لپاره د ولایت نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

ځایي خلک وایي چې د شپې مهال بریدونو خلک وېرولي او د سیمې پرېښودو ته یې اړ کړي دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه خلک د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ له غلام خان سیمې څخه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې چې د کب په ۲۷مه خپور شوی و ویلي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تلفاتو پرته په تېرو ۱۹ ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له ۱۶مې د مارچ تر ۱۷مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د اوچا د معلوماتو له‌مخې، د قربانیانو نیمايي برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

اوچا ویلي و چې په تېرو ۱۹ ورځو کې پاکستان د افغانستان پر لسو ولایتونو هوايي، توپخانې، هاوان او ډرون بریدونه کړي دي او په مقابل کې طالبانو هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر تاسیساتو او د دغه هېواد په داخل کې (کوهاټ او راولپنډۍ) پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

یو شمېر رپوټونه وايي، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته هم ځینو خلک ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د روان کال د مارچ په درېیمه ویلي و چې یوازې د فبروري له وروستیو څخه د مارچ تر دویمې لږ تر لږه ۱۴۶ملکي تلفات ثبت شوي، چې پکې ۴۲وژل شوي او ۱۰۴ټپیان شامل دي.

یوناما زیاتوي چې د نښتو له امله ۱۶،۴۰۰کورنۍ له خپلو سیمو څخه وتلې دي.

طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند وکړ چې د یاد اوربند موده هم تېره ورځ پای ته ورسېده. تر اوسه پورې دواړو خواوو پر یوه او بل بریدونه نه دي کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو پلاوی « د اوبو اونۍ» نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وایي، چې د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی دی. دغه فورم د اوبو د سرچینو د دوامدارې کارونې، اقلیمي بدلونونو د اغېزو او د اوبو د عادلانه وېش په اړه مهم بحثونه رانغاړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۴مه وویل، چې دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د تاشکند د اوبو اونۍ فورم کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي، تخنیکي متخصصان او د اوبو سکتور اړوند بنسټونه پکې برخه اخلي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخوندزاده به د دې فورم په ترڅ کې د افغانستان د اوبو سکتور وضعیت او لاسته راوړنې، له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي.

د وزارت په وینا، نوموړی به د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، ګډو پروژو د پیل او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخه کې مهمې ناستې او لیدنې ولري.

طالبانو امریکایی زنداني ډینس کویل د مولوي هبت الله په امر خوشې کړی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۰

طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس کویل خوشې کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور له لیک ور رسېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي په همدې تړاو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره وکتل.

متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه. هغه زیاته کړې چې دوی هېڅوک د سیاسي فشار لپاره نه نیسي، بلکې د قانون د ماتولو په پایله کې محاکمه کېږي او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

تر دې وړاندې، د ډونالډ ټرمپ یو تن سلاکار سباستین ګورکا طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د یرغمل نیولو ډېپلوماسي ونه زغمي.

متقي ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید خپلو وګړو ته معیاري کونسلي خدمات یقیني کړي او طالبان په دې برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي د متحده عربي اماراتو له دولت او په ځانګړي ډول د دغه هېواد له رییس محمد بن زاید ال نهیان څخه د ډینس کویل د خلاصون د اسانتیاوو په برابرولو کې د رول مننه کړې ده او امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت ویلي چې دا اقدام یې د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ کړی او باور لري چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي.

هغه د قطر دولت له همکارۍ هم مننه کړې ده.

د یاد امریکايي وګړي له خوشې کېدو وروسته به لا هم درې نور بندیان محمود شاه حبیبي، پل اوربي او پولنیس جکسون د طالبانو په زندانونو کې پاتې وي.

په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که ټول امریکایان خوشې نه کړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیر قانوني وګڼل

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر پاکستان او افغانستان غږ وکړ، چې باید تازه اوربند اعلان کړي او د سولې هوکړې ته ورسیږي. کاپوهانو د پاکستان بریدونه غیر قانوني ګڼلي او وايي، اسلام اباد داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي ټي ټي پي د طالبانو په امر په پاکستان کې بریدونه کړي وي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی له پاکستان او طالبانو غواړي دایمي اوربند ومني، د شخړې اصلي لاملونه حل کړي او له نړیوالو قوانینو د سرغړونو په تړاو حساب ور کړي.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ۷۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۱۳ ټپیان دي، او له ۱۱۵ زرو ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

ملکی زیربناوې، لکه روغتیايي مرکزونه، کورونه، بازارونه او د بې ځایه شویو خلکو ځایونه زیانمن شوي دي. ښوونځي او لارې تړل شوې او سوداګري ځنډول شوې ده.

د کارپوهانو په وینا، د مارچ پر۱۶مه د پاکستان هوایي برید چې د درملنې پر مرکز شوی، ښايي سلګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي وي. کارپوهانو وویل: «موږ دا برید غندو، د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپيانو د ژر رغېدو هیله کوو».

هغوی د طالبانو په بریدونو کې په پاکستان کې هم د ملکیانو پرمرګ ژوبلې، بې ځایه کېدو او د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې ده.

کارپوهانو غوښتنه کړې، چې ټولې خواوې د نړیوالو بشري حقوقو او نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، په ځانګړې توګه ملکي وګړي او ملکی تاسیسات خوندي وساتي، ټولې احتمالي سرغړونې په شفافه، خپلواکه او بې پرې توګه وڅېړي، عاملان محاکمه شي او قربانیانو ته جبران ورکړل شي.

پاکستان ادعا کړې چې دا بریدونه له ټي ټي پي د طالبانو د ملاتړ په ځواب کې دي، خو طالبان یې ردوي.

کارپوهانو ټینګار کړی چې ټولې ادارې او طالبان باید د ټي ټي پي په څېر وسله والو نه خلک خوندي کړي.

کارپوهانو وویل: « پر افغانستان د پاکستان برید د ځواک د استعمال له بندیز سرغړونه ده او دلته پرته له دې چې طالبانو پر پاکستان برید کړی وي یایې ټي ټي پي جنګیالي ور لیږلي وي، د ځاني دفاع حق نشته».

هغوی زیاته کړې چې پاکستان لا داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي ټي ټي پي د دوی په خاوره کې د طالبانو په امر یا تر کنټرول لاندې بریدونه کړي وي.

د یادو کارپوهانو په وینا، د نړیوالې محکمې پرېکړه ښيي چې یوازې د وسله والو ډلو موجودیت د بل هېواد لپاره د ځاني دفاع حق نه جوړوي او پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ځاني دفاع د ادعا خبر نه دی ورکړی.

کارپوهانو ویلي، «د غیر قانوني ځواک استعمال دا معنا لري چې پاکستان د دې بریدونو د ټولو قربانیانو د ژوند حق تر پښو لاندې کړی دی. ځینې بریدونه چې ملکیان پکې وژل شوي، ښايي له نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه هم وي».

هغوی څرګنده کړې چې «حکومتونه مکلف دي خلک له ترهګرۍ وساتي، خو باید دا په بشپړه توګه د نړیوال قانون په رعایت وکړي».

هغوی ټینګار کړی، چې د نړیوال قانون له مخې، اړوندې خواوې باید د شخړو سوله ییز حل ته لاره پیدا کړي، چې نړیوال امنیت ته خطر پېښوي.

برېټانیا له افغانستان سره نږدې څلور میلیونه ډالر مرسته کړې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېټانیا استازي ریچارډ لینډسي د سې شنبې په ورځ وویل چې لندن په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله اغیزمنو شویو کسانو سره د مرستې په موخه نږدې څلور میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په روان کال کې له افغانستان سره د برېټانیا ټولې مرستې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، تر ۲۰۲۶ پورې به په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه څخه ډیر خلک، چې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان هم پکې شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یاد سازمان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو خلکو لپاره د حیاتي مرستو د چمتو کولو لپاره د شاوخوا ۹۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان یو شمېر سیاستوالو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند غځېدو غوښتنه کړې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د واکمن ګوند جګپوړي سیاستوال خواجه سعد رفیق او پخواني سناتور مشتاق احمد خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده. دواړو پاکستاني سیاستوالو غوښتنه کړې چې د کمکي اختر اوربند دې وغځیږي او خبرې اترې دې وشي.

سناتور مشتاق احمد خان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې که د اختر پر مهال بریالی اوربند ممکن وي، نو دایمي سوله هم رامنځته کېدای شي. هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي او له طالبانویې وغوښتل چې د سولې پر لور رښتینی او صادقانه دریځ خپل کړي.

دغه پخواني سناتور ټینګار کړی چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت له یو بل سره تړلی دی.

د هغه په وینا، ناامني په دواړو لورو کې پراخې ویجاړۍ او زیانونه رامنځته کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د واکمن ګوند جګپوړي سیاستوال خواجه سعد رفیق ویلي، چې دواړه هېوادونه چې سبا خبرو اترو ته کښیني، اوس باید اوربند وغځوي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د پاکستان روا غوښتنې واوري او د ستونزو د حل په برخه کې ګامونه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، د اختر په ورځو کې لنډمهاله اوربند اعلان شوی و، خو خو اسلام اباد ویلي، چې په افغانستان کې یې عملیات د « ترهګرۍ ضد» ستراتیژۍ برخه دي.