ځایي خلک وایي چې د شپې مهال بریدونو خلک وېرولي او د سیمې پرېښودو ته یې اړ کړي دي.
د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه خلک د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ له غلام خان سیمې څخه بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې چې د کب په ۲۷مه خپور شوی و ویلي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تلفاتو پرته په تېرو ۱۹ ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له ۱۶مې د مارچ تر ۱۷مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د اوچا د معلوماتو لهمخې، د قربانیانو نیمايي برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
اوچا ویلي و چې په تېرو ۱۹ ورځو کې پاکستان د افغانستان پر لسو ولایتونو هوايي، توپخانې، هاوان او ډرون بریدونه کړي دي او په مقابل کې طالبانو هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر تاسیساتو او د دغه هېواد په داخل کې (کوهاټ او راولپنډۍ) پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
یو شمېر رپوټونه وايي، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته هم ځینو خلک ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د روان کال د مارچ په درېیمه ویلي و چې یوازې د فبروري له وروستیو څخه د مارچ تر دویمې لږ تر لږه ۱۴۶ملکي تلفات ثبت شوي، چې پکې ۴۲وژل شوي او ۱۰۴ټپیان شامل دي.
یوناما زیاتوي چې د نښتو له امله ۱۶،۴۰۰کورنۍ له خپلو سیمو څخه وتلې دي.
طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند وکړ چې د یاد اوربند موده هم تېره ورځ پای ته ورسېده. تر اوسه پورې دواړو خواوو پر یوه او بل بریدونه نه دي کړي.