پولیټیکو: ټرمپ هڅه کوي خپلې غوښتنې د واقعیت په توګه وښيي

په داسې حال کې چې د محمد باقر قالیباف نوم له امریکا سره د خبرو اترو لپاره د یوې مهمې ټاکنې په توګه راپورته شوی، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم ته نږدې یو کس ویلي، داسې ښکاري چې ډونالډ ټرمپ خپلې غوښتنې داسې بیانوي لکه دا کار چې لا دمخه ترسره شوی وي.
پولیټیکو رسنۍ په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ماښام (د وري ۳مه) خپور شو، د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم ته د یوه نږدې کس له قوله لیکلي: "داسې ښکاري چې د هغه څرګندونې یو ډول نمایش وي، ګواکې هغه هڅه کوي هغه څه چې غواړي یې په حقیقت بدل کړي».
نوموړي له کړکېچ څخه د وتلو لارې په توګه د مذاکراتو روانه لړۍ "ښه" وبلله، خو زیاته یې کړه: "ایران ښودلې چې کولی شي ګوزار وخوري خو بیا هم موږ ته ستونزې جوړې کړي. هغوی نه غواړي تسلیم شي او خپل تېل ټرمپ ته ورکړي».
دغې رسنۍ د ټرمپ په اداره کې د دوو نورو چارواکو له قوله د ټرمپ د خوښې وړ مشر په توګه د قالیباف د نوم په اړه لیکلي، چې واشنګټن لا تر اوسه چمتو نه دی پر یو ځانګړي کس ژمنه وکړي، بلکې د څو کسانو په "ازمویلو او ارزولو" بوخت دی ترڅو داسې څوک ومومي چې سختدریځی نه وي او هوکړې ته چمتو وي.
د مقالې په یوه برخه کې راغلي: "قالیباف لږ تر لږه په سپینه ماڼۍ کې د ځینو کسانو په نظر د همکارۍ لپاره یو مناسب شریک ګڼل کېږي چې کولی شي د جګړې په راتلونکي پړاو کې د ایران مشري پر غاړه واخلي او د ټرمپ له حکومت سره خبرې وکړي. خو سپینه ماڼۍ لا هم چمتو نه ده چې پر یوه مشخص کس ودرېږي او هیله لري څو انتخابونه و ارزوي».
یوې سرچینې ټینګار کړی، چې که څه هم قالیباف د پام وړ انتخاب دی، خو لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې: "موږ د ازماېښت په مرحله کې یو ترڅو وپوهېږو چې څوک کولی شي، غواړي او هڅه کوي چې پورته راشي. له هغه وروسته به یو چټک ازماېښت وکړو او که انتخاب سختدریځی و، نو له پامه به یې وغورځوو».
ورته مهال، د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې ټرمپ لېواله دی په همدې اوونۍ کې له ایران سره یو ډول هوکړې ته ورسېږي، هغه هوکړه چې وکولی شي د هرمز تنګي په وضعیت کې د "پرمختګ" او اوربند لامل شي.
