د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې دي، هغه څرګندونې چې پهکې ویل شوي وو، متحده ایالات به د ایران د برېښناکوټونو او انرژۍ اړوند زېربناوو د ویجاړولو پلان د پنځو ورځو لپاره وځنډوي، څو د «دوښمنیو د حل» په اړه د خبرو اترو پرمختګ روښانه شي.
